Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1په نړۍ کې د هر شي دپاره وخت ټاکل شوی دیاو هر مقصد په خپل موقع تر سره کیږي:
2د زېږېدلو دپاره وخت او د مړ کېدلو دپاره وختد تخم کرلو دپاره وخت او له بېخه ویستلو دپاره وخت
3د وژلو دپاره وخت او د روغولو دپاره وختد ورانولو دپاره وخت او د ودانولو دپاره وخت
4د ژړلو دپاره وخت او د خندلو دپاره وختد ویر دپاره وخت او د ګډا دپاره وخت
5د کاڼو غورځولو دپاره وخت او د کاڼو ټولولو دپاره وختد غېږ ورکولو دپاره وخت او د غېږ نه ورکولو دپاره وخت
6د لاسته راوړلو دپاره وخت او د لاسه ورکولو دپاره وختد ځان سره ساتلو دپاره وخت او د ځان نه د جدا کولو دپاره وخت
7د شلولو دپاره وخت او د ګنډلو دپاره وختد چوپېدلو دپاره وخت او د غږېدلو دپاره وخت
8د محبت دپاره وخت او د نفرت دپاره وختد جګړې دپاره وخت او د سولې دپاره وخت
9یو مزدور له خپل زیار او زحمت نه څه ګټه اخلي؟
10ما د سختو کارونو دروند بار لیدلی چې خدای د انسانانو په اوږو ایښی دی چې پرې بوخت وي.
11خدای هرڅه په خپل وخت په سمه او مناسبه توګه ټاکلي دي. د دې تر څنګ هغه د انسان په زړه کې د ابدیت پېژندنې ته هم ځای ورکړی دی. خو بیاهم انسان دا وس نه لري چې د خدای په کارونو چې له ازله تر ابده پورې یې تر سره کوي، پوه شي.
12نو زه دې نتیجې ته ورسېدم چې انسان باید له دې نعمتونو څخه چې خدای ورته ورکړي دي تر هغې پورې چې ژوندی دی، خوشحاله اوسي او ښه ژوند وکړي.
13همدا شان انسان باید وخوري، وڅښي او د خپلو ټولو له زیار او زحمت نه ډکو کارونو نه خوند واخلي، ځکه چې دا د خدای نعمتونه دي.
14نو زه دې نتیجې ته ورسېدم چېهرڅه چې خدای تر سره کړي ديهغه تر ابده دوام مومينه په هغه کې څه زیاتېدلی شياو نه هم څه کمېدلی شيخدای دا ټول په دې خاطر کړي ديچې خلک له هغه نه ووېریږي
15هرڅه چې اوس موجود ديهغه پخوا هم موجود وواو څه چې به وروسته موجود ويهغه هم پخوا موجود ووځکه خدای غواړي چې پټ شیان بیا ښکاره شي
16نو همدا شان ما د اسمان لاندې دا هم ولیدل:چېرته چې باید قضاوت وای هلته بدکاري وهاو چېرته چې باید انصاف وای هلته هم بدکاري وه
17له ځان سره مې وویل: «خدای به د نېکانو او بدکارانو په هکله قضاوت کوي. ځکه د هر مقصد او هر کار د قضاوت دپاره مناسب وخت ټاکل شوی دی.»
18بیا مې له ځان سره وویل: «خدای د انسانانو ازمایښت کوي، ترڅو په خپله وګوري چې هغوی د ځناورو نه ښه والی نه لري.»
19ځکه چې د انسانانو او د ځناورو پای یو دی. هغه څه چې په یو پېښیږي په بل هم پېښیږي. یعنې انسانان هم مري او ځناور هم مري. نو دواړه د ژوندون یو ډول ساه لري او انسان له ځناورو نه هېڅ ښه والی نه لري، نو دا هرڅه لوګي او پوکي دي.
20دواړه یو ځای ته ځيدواړه له خاورو نه جوړ شوي دياو دواړه بېرته خاورو ته ځي
21څوک پوهیږي چې له مرګ څخه وروسته د انسانانو د ژوندون روح پورته او د ځناورو د ژوندون روح لاندې ځمکې ته ځي؟
22نو ماته معلومه شوه چې تر ټولو ښه به دا وي چې انسان په خپل کار کې خوشحاله اوسي، ځکه دا د هغه برخه ده. نو څوک کولای شي چې انسان ته وښایي چې د هغه راتلونکی به څه ډول وي؟