Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
26 verses
1له ځان سره مې وویل: «راځه چې عیش او عشرت وازمایم ترڅو له ژوند نه خوند واخلم.» خو چې ومې لیدل دا حالت هم لوګی او پوکی ؤ.
2نو ما فکر وکړ چېخندا او خوشحالي جهالت دیاو د عیش او عشرت ګټه څه ده؟
3په داسې حال کې چې حکمت لا هم زما د زړه لارښوونه کوله، نو ومې غوښتل دا وڅېړم چې څنګه ځان په شرابو خوشحاله او په حماقت کې ډوب کړم. غوښتل مې وګورم چې د انسانانو دپاره څه شی ښه دی چې د خپل ژوند په لنډه موده کې یې تر سره کړي.
4ما د خپل ځان دپاره لوی لوی کارونه وکړل. ما کورونه ودان کړل او د انګورو تاکونه مې کښېنول.
5د ځان دپاره مې باغونه او پارکونه جوړ کړل او په هغو کې مې ډول ډول د مېوو ونې کښېنولې.
6ما د راشنو شوو ونو د خړوبولو دپاره د اوبو ډنډونه جوړ کړل.
7ما غلامان او وینځې واخیستلې او په کور کې مې نور غلامان او وینځې هم زېږېدلې وې. زه د ډېرو رمو او پادو خاوند شوم. زما څاروي دومره ډېر وو چې زما څخه مخکې په اورشلیم کې هېچا نه درلودل.
8ما د خپل لاس لاندې سیمو څخه د ځان دپاره سره او سپین زر او د پاچاهانو شتمني راټوله کړه. ما ښځینه او نارینه سندرغاړي راټول کړل او خپل حرمسرای مې له ښایسته ښځو نه ډک کړ چې سړو یې د عیش او عشرت ارمان کاوه.
9نو زه دومره لوی او ځواکمن شوم چې زما څخه مخکې په اورشلیم کې داسې ځواکمن سړی نه ؤ تېر شوی او ما خپل حکمت هم له لاسه ورنه کړ.
10ما د خپل زړه هر ارمان پوره کاوه. ما د هېڅ ډول عیش او عشرت نه ځان بې برخې نه کړ. زه د دې ټولو له زیار او زحمت نه ډکو کارونو څخه چې ما تر سره کړي وو، خوشحاله وم او دا خوشحالي زما د دې زحمتونو انعام ؤ.
11نو بیا مې په خپلو ټولو هغو کارونو چې ما کړي وو او ټولو هغو زحمتونو چې د هغو د تر لاسه کولو دپاره مې ویستلي وو، فکر وکړ. نو ومې لیدل چې دا هرڅه لوګی او پوکی، په باد پسې منډې وهل او د اسمان لاندې د هېڅ ګټې تر لاسه کول وو.
12بیا ما پرېکړه وکړه چې په حکمت، جهالت او حماقت باندې غور او فکر وکړم. ځکه کوم کس چې له پاچا څخه وروسته راځي هغه نور څه کولای شي، پرته له هغه څه چې پخوا هم شوي وو؟
13نو ماته معلومه شوه چېلکه څنګه چې په رڼا کې له تیارې نه ګټه ډېره دههمداسې په حکمت کې د حماقت نه ګټه ډېره ده
14هوښیار انسان په رڼا کې روان ويخو کم عقل انسان په تیاره کې روان وينو زه دې نتیجې ته ورسېدم چې د دواړو انجام یو دی.
15بیا مې له ځان سره وویل: «هغه څه چې په کم عقل انسان باندې پېښیږي په ما به هم پېښ شي. بیا نو زه د حکمت په حاصلولو سره څه ګټه تر لاسه کوم؟» او بیا مې له ځان سره وویل: «دا حالت هم لوګی او پوکی دی.»
16ځکه داسې وخت به راشي چې هوښیار انسان به هم د کم عقل انسان په شان تل په یاد پاتې نه شي او دواړه به هېر شي. افسوس چې هوښیار انسان به هم لکه د کم عقل انسان په شان مړ کیږي.
17نو بیا مې زړه له ژوند نه تور شو، ځکه هغه څه چې د اسمان لاندې تر سره کیږي زه یې ډېر په تکلیف کړی وم. نو دا هرڅه لوګي او پوکي او په باد پسې منډې وهل دي.
18د هغو ټولو شیانو دپاره چې د هغو په خاطر مې د یو مزدور په څېر د اسمان لاندې زحمتونه ویستلي وو، زما سره کرکه پیدا شوه، ځکه چې دا هرڅه باید هغه چا ته پرېږدم چې زما څخه وروسته راځي.
19څوک پوهیږي چې دغه کس به هوښیار وي یا احمق؟ خو بیا به هم هغه د ټولو هغو شیانو خاوند شي د کوم دپاره چې ما د اسمان لاندې زیار او زحمت ویستلی دی او له خپل حکمت نه مې کار اخیستلی دی، ترڅو هغه تر لاسه کړم. نو دا حالت هم لوګی او پوکی دی.
20نو بیا ما په دې اړه فکر وکړ او زه د هغو ټولو له زیار او زحمت نه ډکو کارونو څخه ناهیلی شوم چې د اسمان لاندې مې ویستلي وو.
21دا ځکه چې یو انسا�� به په حکمت، پوهې او لیاقت سره زیار او زحمت وباسي او یو څه به حاصل کړي، خو وروسته به خپله برخه هغه چاته پرېږدي چې د هغو دپاره یې هېڅ زیار او زحمت نه دی ویستلی. نو دا حالت هم لوګی او پوکی او لویه بدبختي ده.
22نو انسان د دې ټولو زحمتونو او هلو ځلو څخه چې د یو مزدور په څېر یې د اسمان لاندې وباسي، څه تر لاسه کوي؟
23هغه د دردونو نه ډکې ورځې تېروي او ټول کارونه یې سخت او له کړاوونو نه ډک دي. حتی د شپې له خوا به هم د هغه زړه ارامه نه وي. نو دا حالت هم لوګی او پوکی دی.
24نو دا ټول نعمتونه چې انسان یې خوري او څښي او له خپل زیار او زحمت نه خوند اخلي، د هغه له خوا نه دي، بلکې لکه څنګه چې ماته معلومه شوه، د خدای له خوا دي.
25په حقیقت کې، هېڅوک زما په شان نه شي کولای چې څه وخوري او له خپل ژوند نه خوند واخلي.
26ځکه هرڅوک چې خدای راضي او خوشحاله کړي، نو خدای هم هغه ته پوهه، حکمت او خوشحالي ورکوي. خو ګناهکارانو ته د مال او دولت د راټولولو او ذخیره کولو سخت کار ور په برخه کوي او بیا یې ترې نه بېرته اخلي او هغه چا ته یې ورکوي چې خدای ترې راضي او خوشحاله وي. نو دا حالت هم لوګی او پوکی او په باد پسې منډې وهل دي.