Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1دا د هغه څېړونکي خبرې دي چې د داود زوی دی او په اورشلیم کې پاچا ؤ.
2دا څېړونکی وایي:«لوګی او پوکی!لوګی او پوکی!نو دا هرڅه لوګي او پوکي دي!»
3انسان چې د اسمان لاندې زیار او زحمت وباسينو بیا ګټه یې څه ده؟
4نسلونه به ځي او نور نسلونه به د هغوی په ځای راځيخو ځمکه به تر ډېره وخته پاتې وي
5لمر راخېژي او بېرته پرېوځياو بېرته د یو اتل په شان ستومانه هغه ځای ته ځيچې بیا له هغه ځایه راوخېژي
6باد د جنوب خواته لګیږيبیا تاویږي، د شمال په لور ځياو همداسې تاویږي راتاویږيبیا بېرته په خپله لاره راسمیږي
7ټول سیندونه د بحیرې په لور بهیږيخو بحیره هېڅکله نه ډکیږيله هغه ځایه چې د سیند اوبه بهیږيبیا بېرته همدا اوبه هلته روانیږي
8ټول شیان دي ستومانه او بې خوندهچې بیان یې له وسه دی بهرنه سترګې مړې شوې له کتلونه غوږونه دي ډک شوي له اورېدلو
9هرڅه چې اوس موجود ديلا به موجود وياو څه چې وو پېښ شوي په پخوانیو زمانو کېبیا به تکرار شينو هېڅ کوم نوی شی به نه وي د اسمان لاندې
10داسې څه به وي چې څوک وویلی شي:«وګوره، دا شی نوی نه دی؟»خو هغه هم له پخوا نه موجود ؤکلونه مخکې له مونږ نه
11تېر نسلونه د هېچا په یاد نه دياو حتی هغه راتلونکي نسلونه چې لا نه دي پیدا شويهغوی به هم همداسې هېر شيله هغو خلکو نه چې راځي هغوی نه وروسته
12زه څېړونکی په اورشلیم کې د اسراییلو پاچا وم.
13ما پرېکړه وکړه چې په ټوله نړۍ کې چې هرڅه تر سره کیږي ولټوم او هغه په حکمت سره وڅېړم. نو بیا پوه شوم چې خدای د سختو کارونو او تکلیفونو دروند بار د انسانانو په اوږو ایښی دی چې پرې بوخت وي.
14ما دا هرڅه چې د اسمان لاندې تر سره کیږي، لیدلي دي. نو وګوره چې دا هرڅه لوګي او پوکي او په باد پسې منډې وهل دي.
15کوږ شی هېڅکله نه شي سمېدلیاو ناموجود شی نه شي شمارېدلی
16له ځان سره مې وویل: «وګوره، زه دومره پوه او هوښیار سړی شوی یم چې زما څخه مخکې په اورشلیم کې هېڅوک داسې هوښیار نه ؤ تېر شوی.»
17نو پرېکړه مې وکړه چې حکمت وپېژنم او تر څنګ یې جهالت او حماقت هم وپېژنم، خو زه دې نتیجې ته ورسېدم چې دا کار هم په باد پسې منډې وهل دي.
18څومره چې د چا حکمت لوړیږينو هغومره یې کړاوونه هم ډېریږياو هغه څوک چې خپله پوهه لوړوينو خپل دردونه ډېروي