Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1دا د لموییل پاچا خبرې دي چې مور یې ورته زده کړي دي.
2«ای زما زویه! ای زما د ګېډې نه پیدا شویه زویهچې په نذرونو مې لاسته راوړی یې.
3د ځوانۍ قوت دې په ښځو باندې مه ختموهاو په هغو لارو تګ مه کوه چې پاچاهان تباه کوي.
4نو ای لموییله! پاچاهانو ته دا په کار نه ويشراب څښل د پاچاهانو سره ښه نه ښکارياو د نشې شوق د واکدارانو سره مناسب نه وي
5هسې نه چې هغوی شراب وڅښي او حکمونه هېر کړياو ټول مظلومان له خپل حق نه محروم کړي.
6نشه هغه چا ته ورکړه چې د مرګ په انتظار وياو شراب هغه چا ته ورکړه چې په غم اخته وي.
7پرېږده چې هغوی وڅښي او خپله غریبي هېره کړياو بیا خپل دردونه په یاد رانه وړي.
8د هغوی په ځای خبرې کوه چې د ځان دپاره څه نه شي ویلیاو د هغو غریبانو د حق دپاره چې د ګور په غاړه ولاړ دي.
9خپله خوله خلاصه کړه او په انصاف قضاوت کوهاو د خوارانو او مسکینانو د حق ساتنه کوه.»
10یوه مېړنۍ او پتمنه ښځه څوک پیدا کولای شي؟هغه د لعلونو نه ډېره ارزښتناکه وي.
11مېړه یې په هغې پوره باور لرياو نه پرېږدي چې خاوند یې د څه شي محتاجه شي.
12هغه په ټول ژوند کې د خپل مېړه سره ښه کوياو هېڅکله ورته تاوان نه رسوي.
13هغه وړۍ او مالوچ پیدا کوياو په خوشحالۍ سره یې په خپلو لاسونو اوبي.
14هغه د سوداګرو د کشتیو په شان ويچې خپل خواړه له لېرې ځای نه راوړي.
15هغه سهار وختي په تیاره کې له خوبه راپاڅیږياو خپلې کورنۍ ته خواړه برابروياو وینځو ته د کارونو لارښوونه کوي.
16هغه د ډېر فکر کولو نه وروسته ځمکه اخلياو د خپلې ګټې په پیسو باندې د انګورو باغ جوړوي.
17هغه خپله ملا ټینګه تړياو خپلې مټې رانغاړي.
18هغه پوهیږي چې سوداګري یې ګټوره دهنو د شپې تر ناوخته یې د کار دپاره څراغ لګېدلی وي.
19هغه په خپلو لاسونو څرخه کوياو په خپلو ګوتو تار له دوک نه تاووي.
20هغه غریبانو ته د مرستې لاس غزوياو د مسکینانو سره د سخاوت له مخې مرسته کوي.
21هغه د واورې له یخنۍ څخه وېره نه لريځکه چې د کورنۍ ټولو غړو یې ګرم کالي اغوستي دي.
22هغه د خپلې بسترې دپاره پوښونه جوړوياو د بانجاني رنګه ښه کتان څخه کالي تیاروي.
23د هغې مېړه د ښار په دروازو کې مشهور وياو په جرګه کې ناست مشران یې د عزت خاوند بولي.
24هغه د کتان کالي او کمربندونه جوړوياو وروسته یې په سوداګرو خرڅوي.
25هغه د پت او عزت په لباس سمبال وياو د راتلونکې څخه وېره نه لري او خاندي.
26هغه په حکمت سره خبرې کوياو ژبه یې له مهربانۍ نه ډکه روزنه ورکوي.
27هغه د کور په ټولو چارو پوره پاملرنه کوياو هېڅکله د لټۍ ډوډۍ نه خوري.
28اولادونه یې په یوه خوله هغه مبارکه ګڼياو مېړه یې هم د هغې ستاینه کوي:
29«ډېرې ښځې د پت او عزت کارونه کويخو ته د هغو ټولو نه ښه یې.»
30نازونه اداګانې غولوونکې او حسن فاني ويخو کومه ښځه چې له څښتن څخه وېریږي نو د ستاینې وړ وي.
31د ه��ې د لاسونو د کار ثمره ورکړئاو د خلکو په منځ کې یې د کار ستاینه وکړئ.