Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
33 verses
1دا د یاقه د زوی اګور خبرې دي. اګور ایتییل ته پیغام ورکوي.«ای خدایه! زه ډېر ستړی شوی یمای خدایه! زه ډېر ستړی او ستومانه یم.
2په حقیقت کې زه د هر چا نه ناپوهه یماو په ما کې د انسان په شان عقل نشته.
3ما پوهه او حکمت نه دي زده کړياو د سپېڅلي ذات د پېژندلو علم نه لرم.
4څوک اسمان ته پورته شویاو بېرته راښکته شوی دی؟چا هوا په موټي کې نیولېاو اوبه یې په څادر کې اچولي دي؟او چا دا ټوله ځمکه پیدا کړې ده؟د هغه نوم څه دیاو د زوی نوم یې څه شی دی؟که ته پوهېږې نو ماته ووایه!
5د خدای د کلام هره خبره سوچه او د باور وړ دهڅوک چې هغه ته پناه وروړي د هغوی دپاره سپر دی.
6د هغه په کلام کې یو توری هم مه زیاتوههسې نه چې هغه دې ورټي او تا دروغجن ثابت کړي.
7نو ای خدایه! ستا نه دوه شیان غواړمترڅو مړ شوی نه یم له ما نه یې مه منع کوه:
8ما د دروغو او غولوونکو خبرو نه لېرې وساته.ماته ډېره شتمني او ډېره غریبي مه راکوهخو ماته یوازې د هرې ورځې ډوډۍ راکړه
9هسې نه چې زه موړ شم او ستا نه منکر شماو ووایم چې څښتن څوک دی؟او یا زه غریب شم او غلا وکړماو ستا نوم ته په سپکه سترګه وکتل شي.»
10د بادار په مخ کې په یو خدمتګار تور مه لګوههسې نه چې هغه په تا لعنت ووایي او تا ملامت کړي.
11داسې خلک هم شته چې په خپل پلار لعنت وایياو خپله مور مبارکه نه ګڼي.
12داسې خلک هم شته چې خپل ځان بې ګناه ګڼيخو د بدن چټلي یې لا پاکه شوې نه ده.
13داسې خلک هم شته چې سترګې یې له کبر نه ډکې دياو نورو ته تل په سپکه سترګه ګوري.
14داسې خلک هم شته چې غاښونه یې د تورو په شان تېره دياو داړې یې د چړو په څېر تېرې ديترڅو د غریبانو غوښې پرې وخورياو مسکینان د ځمکې د مخ نه ختم کړي.
15د یوې ژورې دوه لورګانې دي:لومړنۍ وایي چې «راکړه!» او بله هم وایي چې «راکړه!»درې شیان دي چې هېڅکله نه مړیږياو څلور شیان دي چې هېڅکله «بس!» نه وایي:
16قبر او د شنډې ښځې ګېډهاو وچه ځمکه چې تنده یې نه ماتیږياو سوځېدونکی اور چې هېڅکله «بس!» نه وایي.
17هغه سترګې چې په خپل پلار باندې ملنډې وهياو د خپلې مور نصیحت ته په سپکه ګورينو د تنګو درو کارغان به یې سترګې راوباسياو د ټپوسانو خوراک به شي.
18درې حیرانوونکې شیان دياو څلور شیان دي چې زما دپاره د پېژندلو وړ نه دي:
19په هوا کې باز څنګه الوزياو په تیږه باندې مار څنګه ځيپه دریابونو کې کشتۍ څنګه لار پیدا کوياو د یوې ځوانې ښځې سره یو ځوان څنګه یوځای کیږي.
20دا د زناکارې ښځې طریقه ده:چې کله خواړه خوري او بیا خوله پاکوياو وایي چې ما خو کوم بد کار نه دی کړی.
21درې شیان دي چې ځمکه لړزوياو څلور شیان دي چې هغه یې هېڅکله زغملی نه شي:
22کله چې یو خدمتګار پاچا شياو بې عقله چې په ګېډه موړ شي
23کله چې د کرکې وړ ښځه واده شياو کومه وینځه چې د کور د مېرمن بن شي.
24څلور شیان دي چې په ځمکه ډېر واړه ديخو ډېر زیات هوښیار دي:
25میږیان یو کمزوری مخلوق دیخو په اوړي کې ځان ته خواړه راټولوي.
26غرنۍ سویه یو کمزوری حیوان دیخو د غره په کلکو ګ��نګونو کې کور جوړوي.
27د ملخانو پاچا او مشر نه ويخو د لښکر په شان سم روان وي.
28که چرمښکۍ په لاس کې نیول کېدلی شيخو په پاچاهي ماڼیو کې هم ګرځېدلی شي.
29درې شیان دي چې په ناز تلل کوياو څلور شیان دي چې په نخرو درانه قدمونه اخلي:
30زمری چې په ټولو ځناورو کې قوي دیاو د هېڅ شي څخه نه وېریږي
31جنګي چرګ او سیرلیاو هغه پاچا چې هېڅوک یې مخالفت نه شي کولای.
32که ته د بې عقلتوب په خبرو ځان لوړ ګڼېاو یا چا ته دسیسه جوړوېنو په خپله خوله باندې دې لاس کېږده
33ځکه چې د مستو د شاربلو نه کوچ جوړیږياو په پوزه باندې د ګوزار وهلو نه وینه بهیږيهمداسې د غوسې د راپارولو نه جګړه پیدا کیږي.