Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
27 verses
1څوک چې د ډېرې رټنې نه وروسته بیاهم سرغړونه کوينو ناڅاپه به ټوټې ټوټې شي او د جوړېدو به نه وي.
2کله چې نېکان آبادیږي نو ټول خلک خوشحالیږيخو کله چې بدکاران واک ته رسیږي نو خلک خفه کیږي.
3څوک چې له حکمت سره مینه لرينو خپل پلار خوشحالويخو څوک چې د بدلمنو ښځو ملګرتیا کوينو خپل مال او دولت بربادوي.
4په عدالت کولو پاچا د خپل دولت امنیت ټینګويخو څوک چې ډېر مالیات راټولوي وطن ورانوي.
5څوک چې بل چا ته غوړه مالي کوينو د هغه د پښو دپاره جال غوړوي.
6شر اچوونکی د خپلې ګناه په دام کې نښليخو نېک انسان د خوشحالۍ سندرې وایي.
7نېک انسان د مسکینانو د حق پوره پام کويخو بدکاره انسان یې خیال نه ساتي.
8ملنډې وهونکي د اور د لمبو په شان ښارونه راپارويخو د حکمت خاوندان د غوسې اور سړوي.
9که د حکمت خاوند یو جاهل محکمې ته بوځينو جاهل به په غوسه شي او ملنډې به وهي او روغه جوړه به نه وي.
10د وینو تږي انسانان د پاک زړه د خاوند نه کرکه کوياو هڅه کوي چې صادقان ووژني.
11کم عقل انسان خپله غوسه زر ښکاره کويخو د حکمت خاوند د غوسې اور سړوي.
12کوم واکدار چې د دروغو خبرو ته غوږ نیسينو ټول خدمتګاران به یې بدکاره شي.
13ظالم او مظلوم په یو صفت کې شریک ديځکه څښتن دواړو ته د ژوند روښانه سترګې ورکړې دي.
14هغه پاچا چې په وفادارۍ د مسکینانو سره انصاف کوينو د پاچاهۍ تخت به یې تل په ټینګ بنیاد ولاړ وي.
15د ادب لښته او سخته لارښوونه حکمت پیدا کويخو کوم اولاد چې ازاد ګرځي نو خپلې مور ته شرم راوړي.
16کله چې بدکاران واک ته رسیږي نو ګناهونه زیاتیږيخو نېکان به یې وګوري چې هغوی بربادیږي.
17خپل زوی اصلاح کړه نو تاته به سکون درکړياو د زړه ارمانونه به دې په خوشحالۍ پوره کړي.
18کله چې الهام نه وي نو ولس سرکښي کويخو بختور دی هغه څوک چې په قانون باندې عمل کوي.
19نوکر یوازې په نصیحت نه اصلاح کیږيسره له دې چې هغه ستا په خبرو پوهیږي خو پام ورته نه کوي.
20څوک چې پرته له فکر کولو نه خبرې کوينو هغه د یو کم عقل نه هم بدتر دی.
21که څوک خپل نوکر د ځوانۍ نه نازولی اموخته کړينو په اخر کې به د خپل بادار د کور او مال مالک شي.
22غوسه ناک انسان جنګ جګړې جوړوياو د غضب خاوند د ګناه اور ته لمن وهي.
23کبر او غرور انسان له پښو غورځويخو د عاجزۍ خوی سړي ته عزت ورکوي.
24د غلو ملګری د ځان دښمن دیځکه د قسم خوړلو نه وروسته بیاهم غلی پاتې کیږي.
25څوک چې د انسان څخه وېره کوي په دام کې به ونښليخو څوک چې په څښتن باور کوي په امن کې به وساتل شي.
26ډېر خلک د واکدارانو د مهربانۍ په لټون کې ديخو انصاف د څښتن په لاس کې دی.
27نېکان د منافق انسان نه کرکه کوياو بدکاران د صادق انسان نه کرکه کوي.