Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1بدکاران تښتي که څوک ورپسې روان هم نه ويخو نېکان د زمري په شان زړور وي.
2په کوم وطن کې چې ګډوډي وي نو واکداران یې ډېر ويخو پوه او هوښیار مشران د دولت نظام ټینګ ساتي.
3کوم غریب واکدار چې په خوارانو ظلم کويد هغه تېز باران په شان دی چې ټول فصل تباه کوي.
4څوک چې له قانون نه سرغړونه کوي نو د بدکارانو ستاینه کويخو څوک چې د قانون تابعداري کوي نو د بدکارانو مخالفت کوي.
5بدکاران په انصاف او عدالت نه پوهیږيخو څوک چې د څښتن لټون کوي هغوی په هرڅه ښه پوهیږي.
6هغه غریب چې خپل ژوند په صداقت تېرويله هغه شتمن نه ښه دی چې د منافقت په لار روان وي.
7هوښیار زوی په قانون باندې عمل کويخو د بد اخلاقانو ملګری خپل پلار سپکوي.
8څوک چې له غریبانو نه سود اخلي او خپله شتمني زیاتوينو اخر به د هغوی مال د هغه چا شي چې په مسکینانو رحم کوي.
9څوک چې له قانون نه سرغړونه کوينو څښتن د هغه له دعا نه کرکه کوي.
10څوک چې صادقان بې لارې کوي او هغوی ته کنده کیندينو په خپله به په کې راوغورځیږيخو د پاک زړه خاوندان به ښه میراث تر لاسه کړي.
11شتمن سړی خپل ځان د حکمت خاوند ګڼيخو غریب عقلمن د هغه د زړه د تل نه خبر وي.
12کله چې نېکان بریالي کیږي نو ټول خلک خوشحالیږيخو کله چې بدکاران واک ته رسیږي نو خلک ترې پټیږي.
13څوک چې خپله ګناه پټوي او په هغې پرده اچوينو بریالی به نه شيخو څوک چې په خپلو ګناهونو اقرار کوي او لاس ترې اخلينو په هغه به رحم وشي.
14بختور دی هغه څوک چې هر وخت له څښتن څخه وېریږيخو څوک چې خپل زړه سخت کړي په بلا اخته کیږي.
15بدکاره انسان چې په خوارانو حکومت کويد غړمبېدونکي زمري یا د ایږې په شان چې ناڅاپه یرغل کوي.
16ناپوهه پاچا په خپلو خلکو ډېر ظلم کويڅوک چې د ناروا ګټې نه کرکه کوي تل خپل عمر اوږدوي.
17که چا خپل لاسونه د بل په وینو سره کړي وينو د مرګ تر کندې پورې به سرګردانه وياو هېڅوک دې د هغه سره مرسته نه کوي.
18څوک چې خپل ژوند په صداقت تېروي هغه به وژغورل شيخو څوک چې منافقت کوي نو ناڅاپه به راوغورځول شي.
19څوک چې په خپله ځمکه کې کار کوي په ګېډه به موړ شيخو څوک چې د ورځې خوبونه کوي نو سخته غریبي به پرې راشي.
20صادق انسان ته به ډېر زیات برکتونه ورکړل شيخو څوک چې ډېر زر شتمن کېدل غواړي نو بې سزا به پاتې نه شي.
21دا ښه کار نه دی چې د چا طرفداري وشيحتی یو سړی د یوې مړۍ ډوډۍ دپاره هم بې انصافي کوي.
22شوم سړی هڅه کوي چې زر شتمن شيخو په دې نه پوهیږي چې نېستي د هغه انتظار کوي.
23څوک چې بل اصلاح کوي نو په اخر کې به عزتمن شيله هغه چا نه چې ډېره غوړه مالي کوي.
24څوک چې د خپل مور او پلار مال په زور اخلياو وايي چې دا کومه ګناه نه دهنو د ورانکارو سره ملګرتیا کوي.
25د وږو سترګو خاوند جنګ جګړې جوړويخو څوک چې په څښتن باور کوي نو آباد به شي.
26څوک چې په خپل ځان ډاډه وي هغه کم عقل دیخو څوک چې د حکمت په لار روان وي خلاصون به ومومي.
27څوک چې د مسکینانو سره مرسته کوينو له نېستۍ سره به مخ نه شيخو څوک چې پرې سترګې پټوينو لعنتونه به ورباندې ووریږي.
28کله چې بدکاران واک ته رسیږي نو خلک ترې پټیږيخو کله چې هغوی بربادیږي نو نېکان آبادیږي.