Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
27 verses
1د سبا ورځې د بریالیتوب په هکله لاپې مه وههځکه ته نه پوهېږې چې سبا به څه کیږي.
2دا به ښه وي چې نور خلک ستا ستاینه وکړيهسې نه چې ته په خپله د ځان ستاینه وکړې.
3کاڼي درانه او شګې درنې ديخو جاهل چې کومه غوسه راپاروي د دې نه هم درنه ده.
4غوسه ظالمه او غضب د سېلاب په څېر دیخو د کینې او غیرت په مخکې هېڅوک نه شي ټینګېدلی.
5له پټې مینې نهښکاره رټنه ښه ده.
6د دوست له لاسه زخمونه د وفادارۍ نښه دهخو د دښمن په ډېرو ښکلولو باور نشته.
7موړ انسان د شاتو نه هم کرکه کويخو د وږي دپاره ترخه خواړه هم خواږه وي.
8څوک چې له خپل کور نه بل ځای ته مسافر شيد هغې مرغۍ په شان ده چې له خپلې ځالې نه ورکه شوې وي.
9لکه څنګه چې عطر او خوشبویي د انسان زړه خوشحالوينو همداسې ښې مشورې دوستان خوشحالوي.
10د خپل ځان او خپل پلار دوستان مه پرېږدهاو د مصیبت په وخت کې د خپل ورور کور ته هم مه ځهځکه ستا نژدې ګاونډی د لېرې ورور نه ښه دی.
11نو ای زما زویه! حکمت پیدا کړه او زما زړه خوشحاله کړهنو بیا زه هغه چا ته ځواب ورکولای شم چې زما سپکاوی کوي.
12ځیرک انسان چې بدي او بلا ویني نو خپل ځان ترې ساتيخو ساده سړی چې د هغې په لور روان وي نو سزا به یې ویني.
13که څوک د یو پردي سړي ضمانت کوينو کالي دې ترې ګرو واخلياو بیا دې د بل چا د ښځې په ضمانت کېد ځان سره امانت وساتي.
14که څوک سهار وختي په لوړ اواز په خپل ګاونډي سلام اچوينو دا به د ښکنځلو په څېر وګڼل شي.
15جګړه ماره ښځه د هغه بام سره برابره دهچې د باران په ورځ په پرله پسې توګه راڅاڅي
16نو د هغې منع کول داسې ديلکه د باد بندول او یا تېل په موټي کې نیول.
17لکه څنګه چې اوسپنه اوسپنه تېره کويهمداسې یو انسان بل انسان اصلاح کوي.
18لکه څنګه چې څوک د انځر د ونې پالنه کوينو د هغې مېوه هم خوريهمداسې که څوک د خپل بادار خیال ساتينو عزت حاصلوي.
19لکه څنګه چې انسان خپل مخ په اوبو کې وینيهمداسې د زړه سترګې د انسان شخصیت هم ویني.
20لکه څنګه چې قبر او د تباهۍ کنده په مرګ نه مړیږيهمداسې د انسان سترګې هېڅکله هم نه مړیږي.
21لکه څنګه چې سره زر او سپین زر په اور ازمایل کیږيهمداسې د انسان شخصیت د هغه صفت کولو څخه معلومیږي.
22که جاهل انسان په اونګ کې د تخم په شان وټکوېاو د ډانګ په وسیله یې د غلو دانو په څېر میده میده کړېخو جهالت به ترې بیاهم لېرې نه شي.
23د خپلو رمو له حال نه ځان پوره خبروهاو په ښه توګه د خپلو پادو باندې پام کوه
24ځکه مال او دولت د تل دپاره نه وياو تاج او تخت نورو نسلونو ته نه پاتې کیږي.
25کله چې واښه ورېبل شي او نوي تنکي واښه راشنه شياو د غرونو شنه بوټي راټول او ذخیره شي
26نو بیا به ستا پسونه د کالیو دپاره وړۍ درکړياو د وزو په خرڅولو سره به ځمکه واخلې
27او بیا به ستا سره د وزو دومره ډېرې شیدې ويچې د کورنۍ ټول غړي به دې په ګېډه ماړه شياو د وینځو د ژوند دپاره به دې کافي وي.