Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1لکه څنګه چې په اوړي کې واورهاو د لو په وخت کې باران مناسب نه دیهمداسې کم عقل انسان تهدرناوی کول هم مناسب نه دی.
2لکه څنګه چې چڼچڼه اخوا دې خوا الوزياو یا توتکۍ ګرځي راګرځي او نه کښېنيهمداسې بېځایه سپکې سپورېپه چا پورې نه نښلي.
3لکه څنګه چې د اس دپاره قمچینه او د خره دپاره قیضه دههمداسې د کم عقلانو د ملا دپاره لښته ده.
4کم عقل ته د هغه د جهالت سره سم ځواب مه ورکوههسې نه چې ته په خپله هم د هغه په شان شې.
5کم عقل ته د هغه د جهالت سره سم ځواب ورکوههسې نه چې هغه ځان د حکمت خاوند وګڼي.
6د کم عقل په لاس پیغام لېږل داسې ديلکه خپلې پښې غوڅول او د ظلم زهر څښل.
7د کم عقل د خولې متل داسې دیلکه د ګوډ سړي پښه چې بېځایه زنګیږي.
8کم عقل ته درناوی کول داسې ديلکه څوک چې په مچنوغزه کې تیږه د سر نه تاوه کړي.
9د کم عقل د خولې متل داسې دیلکه د نشه انسان په لاس کې چې د اغزیو لښته وي.
10هغه څوک چې کم عقل او لاروی سړی مزدور نیسيد هغه غشي ویشتونکي په څېر دی چې هرڅوک ټپي کوي.
11لکه څنګه چې سپی خپلې کانګې بېرته څټيهمداسې کم عقل خپل جهالت بیا تکراروي.
12څوک چې خپل ځان د حکمت خاوند ګڼينو هغه د یو کم عقل نه هم بدتر دی.
13لټ سړی له کور څخه نه وځي او وایي: «په کوڅه کې زمری دی!او په چوکونو کې غړمبېدونکي زمري ګرځي راګرځي!»
14لکه څنګه چې دروازه په خپلو قبضو باندې تاویږي راتاویږيهمداسې لټ سړی په خپل کټ کې اوړي رااوړي.
15لټ انسان کاسې ته لاس غزولی شيخو د لټۍ نه یې بېرته خولې ته وړلی نه شي.
16لټ انسان خپل ځان د حکمت خاوند ګڼيد اووه هوښیارانو نه چې په حکمت ځواب ورکوي.
17څوک چې په غوسه د بل په شخړه کې لاس وهنه کويلکه څوک چې کوڅه ډب سپی له غوږونو نه راونیسي.
18لکه څنګه چې یو لېونی د اور سکروټېاو وژونکي غشي وروي
19د هغه چا په شان دی څوک چې بل غولوياو بیا وایي چې ما ټوکې کولې.
20له لرګیو او پوکي پرته اور مړ کیږياو د غیبت پرته جنګ ختمیږي.
21لکه څنګه چې لرګي اور اخلي او سکاره په سکروټو بدلیږيهمداسې د جنګ اور له جګړه مار سړي نه پورته کیږي.
22د غیبت کوونکي خبرې د خوندور خوراک په شان ديچې د انسان له ستوني تېریږي او د ګېډې تل ته ښکته کیږي.
23خوږې خبرې د زړه شرارت پټويلکه په خاورین لوښي چې رنګ پورې شي.
24کینه ناک انسان په خوږو خبرو خپله کرکه پټويخو د زړه په تل کې یې ټګي ساتلې وي.
25کله چې هغه خوږې خبرې کوي نو باور پرې مه کوهځکه زړه یې د اووه بدیو نه ډک دی چې د کرکې وړ دي.
26که د هغه کرکه په دروغو د پردې لاندې پټه ويخو شرارت به یې ټولو خلکو ته بیاهم ښکاره شي.
27څوک چې بل ته کنده کیندينو په خپله به په کې راوغورځیږياو څوک چې د بل په طرف تیږه ورغړوينو په خپله به پرې راورغړیږي.
28دروغجنه ژبه او کرکه د سړي زړه ټوټې ټوټې کوياو د غوړه مالۍ خبرې تباهي راولي.