Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1دا هم د سلیمان هغه متلونه دي چې د یهودا د پاچا حزقیا کاتبانو راټول کړي دي.
2دا د خدای لویي ده چې رازونه پټ ساتيد یوې موضوع څېړل د پاچا لویي ښکاره کوي.
3لکه څنګه چې اسمان لوړ او ځمکه ژوره دههمداسې د پاچاهانو د زړونو رازونه هم پټ دي.
4د سپینو زرو نه ناپاکي لېرې کړهچې زرګر ترې ښایسته لوښی جوړ کړي.
5د پاچا له حضور نه بدکاران لېرې کړهچې تخت یې د عدالت په بنیاد ټینګ پاتې شي.
6د پاچا په حضور کې ځان لوړ مه ګڼهاو د لویو خلکو په ځای مه کښېنه
7نو دا به ښه وي چې هغه تاته ووایي:«راشه او زما په خوا کې کښېنه»له دې نه چې د مشرانو په مخکې دې سپک کړياو په لاندې ځای کې دې کښېنوي.څه چې تا په خپلو سترګو لیدلي دي
8نو په محکمه کې په ویلو بیړه مه کوههسې نه چې تا ملامته او بیا دې رسوا کړي.که داسې وشي نو په اخر کې به ته څه کوې؟
9په یوه دعوه کې د هرچا سره مخامخ بحث کوهاو د بل چا راز ورته مه ښکاره کوه
10هسې نه چې څوک یې واوري او تا وشرموياو بدنامي به دې هېڅکله ختمه نه شي.
11په ځای خبره داسې دهلکه د سپینو زرو په ګاڼه کې چې د سرو زرو مرۍ وي.
12د حکمت د خاوند نصیحت، اورېدونکي ته داسې دیلکه په غوږ کې د خالصو سرو زرو غوږوالۍ او یا ګاڼه وي.
13صادق استازی د خپل لېږونکي دپاره داسې دیلکه د لو په وخت کې چې د غرونو د واورې یخوالی ويچې د خپل بادار روح تازه کوي.
14څوک چې د تحفې ورکولو لاپې وهي او نه یې ورکويلکه د هغې ورېځې او باد په شان دی چې باران نه وروي.
15د صبر په وسیله یو حکمران هم رضا کیږياو نرمه ژبه هډوکي ټوټې ټوټې کوي.
16که شات پیدا کړې نو د اړتیا نه ډېر مه خورههسې نه چې زیات وخورې او زړه دې بد شي.
17د خپل ګاونډي کور ته ډېر مه ورځههسې نه چې زړه یې بد شي او ستا نه کرکه وکړي.
18څوک چې د بل په خلاف د دروغو تور لګويلکه د لور یا تورې او یا تېره غشي په څېر زیان رسوي.
19د سختۍ په وخت کې په بې اعتباره سړي باور کول داسې ديلکه په خوځېدلي غاښ خوړل او یا په ګوډه پښه ګرځېدل.
20د مات زړه خاوند ته د خوشحالۍ سندرې ویل داسې ديلکه د یخنۍ په ورځ د چا نه څادر اخیستلاو یا یې په زخمونو باندې مالګه شیندل.
21که ستا دښمن وږی وي نو هغه ته خواړه ورکړه چې ویې خورياو که چېرې تږی وي نو هغه ته اوبه ورکړه چې ویې څښي
22په دې کار به ته د هغه په سر باندې اور بل کړېاو څښتن به تاته اجر درکړي.
23لکه څنګه چې د شمال باد باران راوليهمداسې غیبت د سړي په مخ کې غوسه پیدا کوي.
24د کوټې د سر دپاسه په یو کنج کې اوسېدلد جګړه مارې ښځې سره په کور کې د اوسېدلو نه ښه دی.
25د لېرې ځای نه د خوشحالۍ زېري اورېدل داسې ديلکه تږي سړي ته یخې اوبه ورکول.
26د یو نېک انسان بدکارانو ته تسلیمېدللکه د خټو نه ډکه چینه او د څاه چټلېدل.
27لکه څنګه چې د ډېرو شاتو خوړل ښه کار نه دیهمداسې د ځان دپاره عزت او درناوی غوښتل ښه کار نه دی.
28څوک چې د خپل نفس مخنیوی نه شي کولای داسې دیلکه یو ښار چې دېوالونه یې سوري او وران شوي وي.