Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
34 verses
1د بدکارانو سره بخیلي مه کوهاو له هغوی سره د ملګرتیا تمه مه لره
2ځکه چې زړونه یې تل د تباهۍ نقشې جوړوياو شونډې یې د شرارت خبرې کوي.
3یو کور د حکمت په بنیاد ودانیږياو د پوهې په وسیله هغه ټینګ ودریږي
4او کوټې یې د علم په وسیلهد ښکلو او قیمتي خزانو نه ډکیږي.
5د حکمت د خاوند قدرت ډېریږياو د عالم قوت نور هم زیاتیږي.
6له ښو مشورو پرته جنګ ته مه ځهډېر مشوره ورکوونکي د بریالیتوب سبب ګرځي.
7جاهل انسان د حکمت لوړ مقام ته نه شي رسېدلیاو په جرګه کې خپله خوله نه شي خلاصولی.
8څوک چې بدې نقشې جوړوينو د فرېبکار په نوم به مشهور شي.
9د جاهلانو نقشې د ګناه نه ډکې وياو د ملنډو وهونکو نه خلک کرکه کوي.
10که د سختۍ په وخت کې خپل همت له لاسه ورکړېنو ته بیا ډېر کمزوری انسان یې.
11د هغه چا په خلاصون کې سستي مه کوهچې د مرګ په لور راښکل کیږياو هغوی وژغورهچې حلالېدو ته وړل کیږي.
12که ته وایې چې مونږ له دې نه خبر نه وونو د زړونو د رازونو قضاوت کوونکی دې ته پام نه کوي؟هغه چې ستا د ژوند حفاظت کوي، په دې به پوه نه شي؟هغه به د هرچا د عمل سره سم بدل ورنه کړي؟
13ای زما زویه! نو شات خوره، ځکه چې دا ښه شی دیاو د مچیو د چک سوچه شات به ستا خوله خوږه کړي.
14نو همدا شان حکمت هم ستا د روح دپاره خوږ دی.که ته یې حاصل کړې نو په راتلونکې کې به ستا دپاره پوره امید وياو هېڅکله به ستا هیلې پای ته ونه رسیږي.
15د بدکارانو په شان مه اوسهچې د نېکانو د کور په خلاف په کمین کې ناست ويترڅو د هغوی د اوسېدلو کور لوټ او تالا کړي.
16که نېک انسان حتی اووه وارې ولویږي خو بیاهم پاڅیږيخو بدکاران په بدۍ او بلا اخته کیږي.
17کله چې ستا دښمن له پښو راولویږي خوند ترې مه اخلهاو که راغورځیږي نو خپل زړه دې مه خوشحالوه
18که څښتن ستا دا خوشحالي وویني ستا نه به ناراضه شياو د هغه نه به خپل غضب لېرې کړي.
19د بدکارانو په خاطر اندېښنه مه کوهاو د شر اچوونکو سره بخیلي مه کوه
20ځکه چې د بدکاره انسان دپاره د راتلونکي امید نشتهاو د هغوی د ژوند ډېوه مخ په مړه کېدو ده.
21نو ای زما زویه! د څښتن او له پاچا څخه وېره لرهاو د هغو خلکو ملګرتیا مه کوه چې له اطاعت کولو نه اوښتي دي
22ځکه چې مصیبت به په دوی ناڅاپه نازل شياو څوک پوهیږي چې هغوی به په دوی کوم ډول بلا نازله کړي؟
23د حکمت خاوندانو دا خبرې هم کړې دي.د قضاوت په وخت کې د چا طرفداري ښه کار نه دی.
24هرڅوک چې مجرم ته وایي چې ته بې ګناه یېنو قومونه به پرې لعنت ووايي او ولسونه به ترې کرکه وکړي
25خو څوک چې مجرم ملامتوينو بری او برکت به یې په برخه شي.
26څوک چې ښکاره او روښانه ځواب ورکويلکه رښتینی ملګری چې څوک په مخ ښکلوي.
27لومړی خپل کاروبار قوي کړهاو ځمکه دې وکرهاو بیا خپل کور ودان کړه.
28له ثبوت پرته د بل چا په خلاف شاهدي مه ورکوهاو هېڅکله د هغه په هکله د دروغو هڅه مه کوه
29او داسې مه وایه: «زما سره یې څه کړي ديزه به ه��داسې ورسره وکړم او خپل بدل به ترې واخلم.»
30زه د یو لټ سړي په پټي تېر شوماو د یو ناپوهه سړي د انګورو باغ مې ولید
31چې په هرځای کې یې اغزي راختلي وواو ځمکه یې په هر ډول واښو پوښل شوې وهاو د تیږو دېوالونه یې راغورځېدلي وو.
32کله چې ما دا هرڅه وکتل نو په فکر کې ډوب شوماو څه چې ما ولیدل د هغې نه مې داسې عبرت واخیست:
33که لټ سړی وایي: «نور به هم ویده شماو لاس به د سر لاندې کېږدم چې ارام وکړم»
34نو غریبي به د داړه مار په شان په هغه راشياو نېستي به د وسله وال غل په څېر ورباندې یرغل وکړي.