Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
35 verses
1کله چې ته د اختیار د خاوند سره ډوډۍ خوړلو ته کښېنېنو ښه فکر وکړه چې ستا په مخکې څه دي.
2که ته ډېر خېټور انسان هم یېنو په خپله مرۍ دې چاړه کېږده
3او د خوندورو خوړو نه یې د یوې مړۍ تمه هم مه لرهځکه چې دا خوراک ستا د چل او تېرایستلو دپاره دی.
4د شتمنۍ د لاسته راوړلو دپاره ځان مه ستومانه کوههوښیار اوسه او د داسې کار نه ځان وساته
5ځکه ټوله شتمني به دېناڅاپه د باز په شان وزرې پرانیزياو د سترګو په رپ کې به اسمان ته والوزي او ختمه به شي.
6د شوم سړي ډوډۍ مه خورهاو د خوندورو خوړو نه یې د یوې مړۍ تمه هم مه لره
7ځکه هرڅه چې ته خورې هغه یې حسابوياو درته وایي چې راځه، ما سره وخوره او وڅښه!خو هغه د زړه له کومي دا خبره نه کوي.
8کومه مړۍ چې دې خوړلې ده هغه به بېرته وګرځوېاو ټولې خوږې خبرې به دې له منځه لاړې شي.
9کم عقل سړي ته هېڅکله نصیحت مه کوهځکه هغه ستا د هوښیارۍ کلام ته په سپکه سترګه ګوري.
10د ځمکې د حد پخوانۍ تیږه مه بېځایه کوهاو د یتیمانو ځمکه په ظلم مه نیسه
11ځکه چې د دوی ساتونکی زورور دیاو هغه به د دوی حق ستا نه واخلي.
12د زړه له کومي نصیحت قبول کړهاو د علم او پوهې خبرو ته غوږ ونیسه.
13د خپل زوی په اصلاح کې لټي مه کوه.که ته یې په لښته ووهې نو مړ به نه شي.
14نو هغه ته په لښته سزا ورکړهچې روح یې د قبر نه وژغورل شي.
15نو ای زما زویه! که ته د حکمت خاوند شېنو زړه به مې ډېر خوشحاله شي
16او کله چې ته رښتینې خبرې کوېنو زړه مې د خوشحالۍ نه ټوپونه وهي.
17خپل زړه مه پرېږده چې له ګناهکارانو سره بخیلي وکړيبلکې هر وخت د څښتن نه په وېره کې اوسه
18نو باور ولره چې په راتلونکې کې ستا دپاره پوره امید دیاو هېڅکله به ستا هیلې له منځه لاړې نه شي.
19نو ای زما زویه! ماته غوږ ونیسه او هوښیار اوسهاو خپل زړه دې په سمه لار باندې ټینګ وساته.
20د شرابیانو سره ناسته ولاړه مه کوهاو د خېټورو خلکو سره چې ډېره غوښه خوښوي مه ګرځه
21ځکه چې شرابیان او خېټور خلک به خوار شياو ډېر خوب به هغوی ته زاړه کالي واغوندي.
22د خپل پلار خبرو ته دې غوږ ونیسه چې تاته یې ژوند درکړی دیاو د خپلې بوډۍ مور سپینو ویښتو ته په سپکه سترګه مه ګوره.
23حقیقت حاصل کړه او هغه په بیه واخلهاو د پیسو په خاطر حکمت، نصیحت او عقل مه خرڅوه.
24د نېک سړي پلار ډېر خوشحاله وياو هوښیار زوی د خپل پلار دپاره د خوښۍ سبب وي.
25پرېږده چې ستا مور او پلار په تا خوښ اوسياو مور دې چې ته یې زېږولی یې خوشحالي وکړي.
26نو ای زما زویه! خپل زړه دې ماته راکړهاو په ډېره خوشحالۍ زما په لارو قدم کېږده
27ځکه زناکاره ښځه ستا دپاره ژوره کنده دهاو هغه د یوې تنګې څاه په څېر ده.
28هغه د یو داړه مار په شان په کمین کې ناسته وياو د خلکو ترمنځ خیانت زیاتوي.
29څوک دی چې افسوس کوياو څوک دی چې غمجن دی؟څوک دی چې شخړې جوړوياو څوک دی چې شکایت کوي؟څوک دی چې ناحقه زخمونه لرياو څوک دی چې سترګې یې سرې دي؟
30دا هغه څوک دي چې تل شراب خورياو هر ډول شراب څښي او تل ورپسې ګرځي.
31د شرابو سور رنګ ته په شوق مه ګورهچې په پیاله کې ځلیږياو په اسانۍ له ستوني نه تېریږي
32خو په اخر کې د مار په شان چیچل کوياو د منګري په څېر د زهرو ډک وي.
33ستا سترګې به هر ډول حیرانوونکي شیان وینياو په زړه کې به دې ګډې وډې خبرې ګرځي.
34د هغه چا په شان به شې چې د دریاب دپاسه خوب کوياو د څپو په سر پروت ټالۍ وهي.
35ته به ووایې: «هغوی زه ووهلم خو زه دردمند نه شوم.زه یې وټکولم خو پوه پرې نه شوم.کله به راویښ شم چې د شرابو یوه بله پیاله وڅښم؟»