Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
29 verses
1نېک نامي د ډېرې شتمنۍ نه غوره دهاو عزت د سرو او سپینو زرو نه بهتر دی.
2شتمن او غریب په یو صفت کې شریک ديځکه چې څښتن د دواړو خالق دی.
3ځیرک انسان بدي او بلا ویني او خپل ځان ترې ساتيخو ساده سړی د هغې په لور روان وي او سزا به یې ویني.
4عاجزي د څښتن له وېرې پیدا کیږيچې انسان ته شتمني، عزت او نېکمرغه ژوند ورکوي.
5د دروغجن انسان لار له اغزو او دامونو نه ډکه ويخو په چا چې خپل ځان ګران وي نو ځان ترې لېرې ساتي.
6ماشوم په سمه لار روان کړه.که سپین ږیری هم شي نو مخ به ترې وانه ړوي.
7شتمن په مسکینانو باندې حکومت کوياو پور اخیستونکی د پور ورکوونکي غلام دی.
8څوک چې د بې انصافۍ تخم کري نو مصیبت به رېبياو د کبر کاسه به یې نسکوره شي.
9بختور دی هغه څوک چې سخاوت کويځکه د خپلو خوړو یوه برخه خوارانو ته ورکوي.
10ملنډې وهونکی وشړه نو شخړې به ورسره ختم شيبحثونه او پېغورونه به ورسره هم بند شي.
11څوک چې د پاک زړه خاوند وي او خوږې خبرې کوينو پاچا به هم د هغه ملګری شي.
12څښتن په علم او پوهه خپل نظر ساتيخو د خاینانو نقشې له منځه وړي.
13لټ سړی له کور څخه نه وځي او وایي: «بهر زمری دی!که کوڅې ته ووځم نو مړ به مې کړي!»
14د زناکارې ښځې خوله د ژورې کندې په څېر دهچا ته چې څښتن په غوسه وي نو په کې غورځیږي.
15جهالت د ماشوم په زړه کې نغښتی ويخو د ادب لښته به یې ترې لېرې وباسي.
16څوک چې په غریب ظلم وکړي او خپله شتمني ډېره کړياو شتمن ته تحفې ورکوي، نو اخر به نېستمن شي.
17د حکمت د خاوندانو خبرو ته غوږ نیسه او ورته پام کوهاو زما تعلیم د زړه له کومي قبول کړه
18نو که دا خبرې د زړه په تل کې وساتې او تل ستا په شونډو وينو خوشحالي به دې په برخه شي.
19نو زه همدا نن تاته تعلیم درکومد دې دپاره چې په څښتن باندې پوره باور ولرې.
20ما ستا دپاره دېرش نصیحتونه لیکلي ديچې د علم او نصیحت نه ډک دي
21ترڅو تا پوه کړم چې رښتیا او د باور وړ خبرې زده کړېاو هغه چا ته رښتینی ځواب ورکړې چې ته یې رالېږلی یې.
22د غریب د غریبۍ نه په غلا غلطه ګټه مه اخلهاو په محکمه کې د مسکینانو حق تر پښو مه لاندې کوه
23ځکه څښتن به د دوی د حق ساتنه وکړياو هغوی به تباه کړي چې د دوی نه یې غلا کړې ده.
24د غوسه ناک انسان سره ناسته ولاړه مه کوهاو د هغه چا سره ملګرتیا مه کوه چې زر په قهریږي
25هسې نه چې د هغه عادتونه زده کړېاو خپل ځان په دام کې ونښلوې.
26د بل چا په قرض کې لاس مه ورکوهاو مه د چا د پور ضمانت په خپله غاړه اخله.
27که ته چېرته دا قرض ورنه کړېنو د خوب کټ او بستره به درنه یوسي.
28د ځمکې د حد پخوانۍ تیږه مه بېځایه کوهکوم چې پلار او نیکه دې پخوا ایښودلې ده.
29څوک چې په خپل کار کې مهارت ولريد پاچاهانو په حضور کې به خدمت کوياو د عامو خلکو خدمت به نه کوي.