Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1د پاچا زړه د اوبو د ویالې په څېر د څښتن په لاس کې دیکوم طرف ته چې یې خوښه وي هلته یې بیایي.
2د انسان په نظر خپلې ټولې لارې سمې ښکاريخو څښتن د زړونو په رازونو قضاوت کوي.
3څښتن د قربانۍ نهعدالت او انصاف کول ډېر خوښوي.
4د بدکارانو کبرجنې سترګې او مغروره زړونهد خوارې ځمکې د حاصل په شان دي.
5د خواریکښ انسان نقشې د آبادۍ سبب ګرځيخو ډېره بې صبري انسان ته نېستي راوړي.
6په دروغجنه ژبه شتمني ګټل داسې ديلکه د مرګ په اخرنۍ سلګۍ پسې ګرځېدل.
7د بدکارانو ظلم به هغوی د تباهۍ په لور راکاږيځکه چې هغوی له هر ښه کار نه انکار کوي.
8د ګناهکار انسان لار کږه وږه ويخو د پاک سړي کارونه رښتیني وي.
9د کوټې د سر دپاسه په یو کنج کې اوسېدلد جګړه مارې ښځې سره په کور کې د اوسېدلو نه ښه دی.
10بدکاره انسان د بدۍ وږی وياو په بل چا هېڅ رحم نه کوي.
11کله چې ملنډې وهونکي ته سزا ورکول کیږينو ساده سړی ترې حکمت حاصلوياو کله چې هوښیار ته لارښوونه وشينو نور علم تر لاسه کوي.
12عادل خدای د بدکاره کورنۍ د نژدې څخه وینياو په بدکارانو باندې بلا او تباهي راولي.
13څوک چې د غریبانو فریاد ته خپل غوږونه بند کړينو د هغه خپل فریاد به هېڅوک هم وانه وري.
14په پرده کې تحفه ورکول د غوسې اور سړوياو په پټه رشوت ورکول سړی د سخت غضب نه ساتي.
15عادل په انصاف کولو خوشحالیږيخو شر اچوونکي ترې وېریږي.
16څوک چې د هوښیارۍ د لارې نه بې لارې شينو هغه به د مړو په ډله کې وشمېرل شي.
17څوک چې عیش او عشرت خوښوي نېستمن به شيڅوک چې شراب او کڅپرکی خوښوي نو شتمن به نه شي.
18د نېکانو په ځای به بدکاران قرباني شياو خاینان به د صادقانو په ځای سزا ومومي.
19د یوې جګړه مارې ښځې سره په غوسه کې اوسېدلو نهپه دښته کې ځانته اوسېدل ښه دي.
20د هوښیار انسان کور د عطرو او د قیمتي خزانو نه ډک ويخو کم عقل چې څه ګټي هغه څټي.
21څوک چې نېکي کوي او په مهربانۍ پسې ګرځينو اوږد ژوند، نېکمرغي او عزت به تر لاسه کړي.
22یو هوښیار انسان د جنګیالیو د ښارپه لویو دېوالونو ختلی شياو هغه کلک دېوالونه یې راغورځولی شيچې هغوی ورباندې ټینګ باور لري.
23څوک چې خوله او ژبه په خپل واک کې ساتينو خپل ځان د سختۍ او تکلیف نه ساتي.
24کبرجن او مغرور سړی به د ملنډې وهونکي په نوم مشهور شيچې چلند به یې تل د غرور او غوسې نه ډک وي.
25د لټ انسان لوږه هغه د مرګ په لور بیایيځکه چې د کار کولو نه انکار کوي.
26د هغه ټوله ورځ ډېرو شیانو ته سخت زړه کیږيخو نېک سړی سخاوت کوي او د سختۍ نه ځان ساتي.
27که څښتن ته د بدکارانو قرباني د کرکې وړ وينو په بدنیتۍ سره قرباني ورکول به څومره نامناسبه وي.
28دروغجن شاهد به تباه شيخو څوک چې نورو ته غوږ نیسي خبرې به یې تلپاتې وي.
29د بدکاره سړي په مخ کې سپین سترګي ښکاريخو رښتینی انسان په خپله لار ډاډمن قدمونه پورته کوي.
30هېڅ داسې حکمت، پوهه او انساني فکر نشتهچې د څښتن په خلاف بریالیتوب ته ورسیږي.
31اس د جنګ د ورځې دپاره تیاریږيخو بریالیتوب د څښتن په لاس کې دی.