Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
30 verses
1شراب څښل انسان مسخره کوي او نشه شور او شخړې پیدا کوينو هرڅوک چې په دې اخته شي د حکمت خاوند به نه شي.
2د پاچا غوسه د غړمبېدونکي زمري په څېر وېره پیدا کويڅوک چې هغه راپاروي نو خپل ځان تباه کوي.
3د جنګ نه ځان ویستل انسان ته عزت ورکويخو هر جاهل سړی زر جګړې جوړوي.
4لټ انسان د کښت په موسم کې قلبه نه کوياو د لو په وخت کې چې هر شی لټوي هېڅ نه مومي.
5د انسان د زړه خیالونه د ژورې څاه د اوبو په شان ديخو د پوهې خاوند هغه ترې نه بهر راوباسي.
6ډېر خلک د وفادارۍ دعوه کويخو هېڅوک یو وفادار انسان پیدا کولای نه شي.
7نېک انسان خپل ژوند په صداقت تېروياو راتلونکی نسل به یې تل بختور وي.
8کله چې یو پاچا د قضاوت په تخت کښېنينو څه چې یې په نظر بد وي د بوسو په څېر یې بادوي.
9څوک ویلی شي چې زما زړه پاک دیاو زه پاک او بې ګناه یم؟
10په ټګۍ سره اندازه کول او په غلطو کاڼو وزن کولدواړه د څښتن د کرکې سبب ګرځي.
11حتی یو ماشوم هم په خپل سلوک سره ځان داسې ښایيچې ګوندې کارونه یې پاک او رښتیني دي.
12غوږونه چې اوري او سترګې چې ګوريدواړه څښتن جوړ کړي دي.
13که د خوب سره مینه کوې خوار به شېنو تل ویښ اوسه چې په ګېډه موړ شې.
14اخیستونکی تل دا شکایت کوي چې «دا ښه نه دی! دا ښه نه دی!»خو کله یې چې واخلي نو بیا وایي: «ښه سودا مې وکړه!»
15سره زر او قیمتي غمي ډېر زیات پیدا کیږيخو هغه شونډې چې د علم خبرې کوي نه مندونکې ګاڼه ده.
16که څوک د یو پردي سړي ضمانت کوينو کالي دې ترې ګرو واخلياو بیا دې د پردیو په ضمانت کېد ځان سره امانت وساتي.
17حرامه ډوډۍ خوږه ويخو وروسته یې خوله د خاورو ډکیږي.
18خپلې نقشې تل په مشوره جوړوهاو له ښې مشورې پرته جنګ ته مه ځه.
19غیبت کوونکی د نورو راز ښکاره کوينو له بېځایه خبرلوڅ انسان نه ځان لېرې ساته.
20څوک چې په خپل مور او پلار لعنت وایينو د ژوند ډېوه به یې په توره تیاره کې مړه شي.
21کوم میراث چې زر تر لاسه کیږينو په اخر کې به د برکت وسیله نه وي.
22داسې مه وایه چې زه به د دې بدیو بدل اخلم.څښتن ته صبر وکړه چې ستا بدل واخلي.
23څښتن په غلطو کاڼو وزن کولو نه کرکه کوينو د تلې غلط استعمال بد کار دی.
24د انسان د ژوند لاره څښتن ټاکلې دهنو بیا څنګه څوک خپله لار پېژندلی شي؟
25څوک چې په بیړه نذر مني او بیا فکر کوينو خپل ځان په دام کې نښلوي.
26هوښیار پاچا بدکاران د غنمو په شان غوبل کوياو له ښو خلکو نه یې بېلوي لکه باد چې بوس بادوي.
27د څښتن څراغ د انسان د روح لټون کويچې د هغه د زړه ټول رازونه ښکاره کوي.
28مینه او وفا د یو پاچا کلکه ساتنه کويچې د مهربانۍ له امله به یې تخت تل ټینګ وي.
29د ځوانانو عزت د هغوی قوت او قدرت دیاو سپین ویښته د مشرانو شان او شوکت دی.
30د ادب لښته شرارت لېرې کوياو د اصلاح زخمونه د انسان زړه دننه پاکوي.