Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
29 verses
1هغه غریب چې خپل ژوند په صداقت تېرويله هغه چا نه ښه دی چې کم عقل او دروغجن وي.
2له علم پرته د خپلو غوښتنو ښکاره کول ښه کار نه دیځکه څوک چې بیړه کوي خپله لار خطا کوي.
3انسان په خپل جهالت ځان تباه کوياو بیا ګناه او ملامتیا په څښتن اچوي.
4شتمن سړی ډېر دوستان پیدا کويخو غریبي له انسان نه خپل ورور هم جدا کوي.
5دروغجن شاهد به بې سزا پاتې نه شياو څوک چې دروغ بادوي د سزا نه به خلاص نه شي.
6ډېر خلک له مشرانو نه مرسته غواړياو د تحفې ورکوونکي سره هرڅوک دوستي کوي.
7که د غریب سړي نه ټول خپلوان کرکه کوينو دوستان به څومره ترې ځان لېرې ساتياو حتی د خبرو کولو کوښښ یې هم ځای ته نه رسیږي.
8څوک چې پوهه حاصلوي نو د خپل ځان سره مینه کويبریالی دی هغه څوک چې پوهې ته په درنه سترګه ګوري.
9دروغجن شاهد به بې سزا پاتې نه شياو څوک چې دروغ بادوي هغه به تباه شي.
10که د کم عقل سره د عیش او عشرت ژوند ښه نه ښکارينو په شهزادګانو به د غلام حکومت کول څومره نامناسبه وي.
11هوښیاري انسان له غوسې نه لېرې ساتياو څوک چې د بل په ګناه پرده اچوي سرلوړې به شي.
12د پاچا قهر د غړمبېدونکي زمري په څېر دیخو رحم یې د پرخې په شان په شنو واښو وریږي.
13کم عقل زوی د خپل پلار دپاره لوی مصیبت دیاو د جګړه مارې ښځې جنګ د تل څڅېدونکي چت په څېر دی.
14کور او مال د مور او پلار نه په میراث پاتې کیږيخو هوښیاره ښځه د څښتن له خوا ښه تحفه ده.
15لټي په انسان دروند خوب راولياو ناراسته انسان وږی پاتې کیږي.
16څوک چې د څښتن په حکمونو عمل کوي نو خپل ځان ساتيڅوک چې د هغه لارو ته په سپکه سترګه ګوري نو مړ به شي.
17څوک چې په غریب رحم کوي لکه څښتن ته چې پور ورکوياو څښتن به ورته د دې اجر ورکوي.
18په پوره امید خپل زوی ته نصیحت کوههسې نه چې په اخر کې یې ژوند تباه شي.
19پرېږده چې غوسه ناک انسان د خپل قهر نتیجه وګوري.که یوځل یې د سزا نه وژغورې نو بیا به یې تل ژغورې.
20لارښوونه قبوله کړه او نصیحت واورهنو په اخر کې به د حکمت خاوند شې.
21د انسان په زړه کې ډېرې نقشې ويخو هغه څه کیږي چې د څښتن خوښه وي.
22مینه او وفا د انسان ښکلا دهاو یو غریب انسان د دروغجن نه غوره دی.
23له څښتن څخه وېره انسان ته ژوند وربخښياو په مړه ګېډه شپه تېروياو د هرې بلا نه یې خوندي ساتي.
24لټ انسان کاسې ته لاس غزولی شيخو خپله مړۍ خولې ته وړلی نه شي.
25ملنډې وهونکي ته په لښته سزا ورکړهچې د ساده سړي د عبرت سبب شياو که د عقل خاوند اصلاح کړېهغه به نور هم علم حاصل کړي.
26څوک چې په پلار لاس اوچتوي او مور له کوره شړينو داسې زوی شرم او رسوایي راوړي.
27نو ای زما زویه! که ته نصیحت ته غوږ ونه نیسېنو د علم د خبرو نه به بې لارې شې.
28بدکاره شاهد په انصاف پورې خندا کوياو بدکاران د شرارت نه خوند اخلي.
29د ملنډو وهونکو دپاره سزا دهاو د کم عقلانو د ملا دپاره لښته ده.