Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
24 verses
1ځان غوښتونکی انسان د خلکو نه ځان لېرې ساتياو تل د حکمت مخالفت کوي.
2کم عقل سړی د پوهې سره مینه نه لرياو یوازې د خپل نظر په څرګندولو خوشحالیږي.
3کله چې شرارت راشي نو رسوایي هم راځياو شرم او سپکاوی هم ورسره ملګري وي.
4د انسان د خولې خبرې د ژورې څاه اوبه ديد حکمت چینه د تنګې درې روان خوړ دی.
5دا ښه کار نه دی چې د مجرم طرفداري دې وشياو یا د بې ګناه حق تر پښو لاندې شي.
6د کم عقل خبرې جنجالونه جوړوياو خوله یې وهلو ته بلنه ورکوي.
7د کم عقل انسان خپله ژبه بلا دهاو شونډې یې د ځان دپاره دام دي.
8د غیبت کوونکي خبرې د خوندور خوراک په شان ديچې د انسان له ستوني تېریږي او د ګېډې تل ته ښکته کیږي.
9څوک چې په خپل کار کې لټي کوينو د ورانکارو سره ورورولي کوي.
10د څښتن نوم ټینګ او قوي مورچل دیچې نېک انسان هلته پناه اخلي او په امن کې وي.
11د شتمن مال دولت د هغه دپاره ټینګه کلا دهاو فکر کوي چې د هغه دپاره یو لوړ دېوال دی.
12کبر د تباهۍ سبب کیږياو عاجزي د سرلوړۍ.
13څوک چې د خبرو د اورېدو نه مخکې ځواب ورکوينو دا د هغه دپاره جهالت او رسوایي راولي.
14د انسان روح ناروغي زغملی شيخو خفه روح هېڅوک زغملی نه شي.
15عقلمن انسان تل د علم حاصلولو په لټون کې وياو د هوښیار انسان غوږونه تل د علم زده کړې ته تیار وي.
16تحفه ورکول د انسان دپاره لار خلاصوياو د لویو خلکو سره پېژندګلوي پیدا کوي.
17څوک چې په محکمه کې لومړی خبرې کوي بې ګناه ښکاريترڅو بل څوک د هغه څېړنه ونه کړي.
18د پچې په اچولو جګړې ختمیږياو د مخالفینو ترمنځ پرېکړې کیږي.
19د مرور ورور پخلا کول د قوي ښار د فتح کولو نه سخت دياو شخړې کول د کلا دروازو ته د اړمونو ایښودلو په څېر دي.
20هوښیارې خبرې د ښې ډوډۍ په شان انسان مړوياو سمې خبرې د خلکو د رضایت سبب ګرځي.
21په مرګ او ژوند کې د ژبې اختیار شتهڅوک چې ورسره مینه لري، د خپلو خبرو مېوه به وخوري.
22چا ته چې ښځه پیدا شي د نعمت خاوند شياو د څښتن رضا او خوشحالي حاصله کړي.
23مسکین په عاجزۍ زاري کويخو شتمن سخت ځواب ورکوي.
24تش په نامه دوستان یو بل ته کنده کینديخو رښتینی ملګری د خپل ورور نه هم نژدې وي.