Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1په سکون سره د سپورې ډوډۍ خوړل ښه ديد هغه کور نه چې په کې کڅپرکیونه د جنګونو سره وي.
2هوښیار نوکر به د پلار په شرمېدلي زوی باندې حکم وکړياو د کورنۍ د نورو غړو په شان به په میراث کې برخه واخلي.
3سره او سپین زر په اور ازمایل کیږيخو د انسان د زړه امتحان څښتن اخلي.
4بدکاره انسان د شرارت خبرو ته غوږ نیسياو دروغجن انسان د تباهۍ خبرې اوري.
5څوک چې په خوارانو ملنډې وهينو د هغوی د خالق سپکاوی کوياو څوک چې د بل په مصیبت خوشحالیږينو بې سزا به پاتې نه شي.
6لمسیان د خپلو مشرانو د سر تاج وياو ماشومان په خپل مور او پلار فخر کوي.
7که د بې عقله سړي دپاره لویې خبرې ښه کار نه وينو د یو مشر سړي دپاره به دروغجنه ژبه څومره نامناسبه وي.
8رشوت د ورکوونکي په نظر د جادو په څېر دیهغه چې هر کار کوي نو بریالی کیږي.
9د مینې غوښتونکی د نورو په ګناه پرده اچوياو د یوې خبرې تکراروونکی نژدې دوستان بېلوي.
10په عقلمن انسان یوځل سزا ډېر تاثیر کويخو کم عقل که سل لښتې ووهل شي بیاهم اصلاح به نه شي.
11بدکاره انسان یوازې د سرکښۍ په لټه کې ويخو سخته سزا به ورته ورکړل شي.
12د یوې ایږې سره چې بچي یې چا پټ کړي ويمخامخ کېدل ښه دينه د یو کم عقل سرهچې په خپل جهالت ټینګ ولاړ وي.
13که څوک د نېکۍ په بدل کې بدي کوينو له کور نه به یې هېڅکله بدي لېرې نه شي.
14د دعوې شروع د اوبو د بند د سوري په شان دهنو د شخړو د شروع نه مخکې بحث بند کړه.
15مجرم پرېښودل او د بې ګناه محکومولد دواړو نه څښتن کرکه کوي.
16کم عقل انسان حکمت په پیسو نه شي اخیستلیځکه چې هغه د پوهې د تر لاسه کولو دپاره هېڅ نیت نه لري.
17یو ملګری هر وخت مینه کوياو ورور د سختې ورځې دپاره پیدا شوی دی.
18بې عقله سړی د بل چا په قرض کې لاس ورکوياو ناپوهه انسان د بل چا ضمانت په غاړه اخلي.
19جګړه خوښوونکی ګناه خوښوياو په لوړو دېوالونو تکیه کوونکی ځان تباه کوي.
20دروغجن انسان خیر او برکت نه مومياو د کږې ژبې خاوند په بدۍ او بلا اخته کیږي.
21څوک چې کم عقل زوی زېږوي خپل غم زیاتوياو د بې عقله زوی پلار خوشحاله نه وي.
22خوشحاله زړه شفا ورکوونکې دوا دهخو خفه روح د انسان هډوکي وچوي.
23بدکاره انسان په پټه رشوت اخلياو انصاف تر پښو لاندې کوي.
24د عقل خاوند حکمت ته تل سترګې په لار ويخو د کم عقل نظر د ځمکې هرې خواته وي.
25کم عقل زوی د پلار غم زیاتوياو د مور دپاره دردونه پیدا کوي.
26که یو بې ګناه انسان ته سزا ورکول ښه کار نه وينو رښتیني عزتمن خلک په لښته وهل هم مناسب نه دي.
27د علم خاوند خپله ژبه په خپل واک کې ساتياو پوه سړی د ارام روح خاوند وي.
28که حتی جاهل هم چوپ پاتې شي نو د حکمت خاوند شمېرل کیږياو هغه جاهل چې خوله پټه ساتي نو د عقل خاوند ګڼل کیږي.