Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
33 verses
1انسان په خپل زړه کې ډېرې نقشې جوړويخو وروستۍ خبره د څښتن په لاس کې ده.
2د انسان په نظر خپلې ټولې لارې پاکې ښکاريخو څښتن د زړونو په رازونو قضاوت کوي.
3خپل ټول کارونه څښتن ته وسپارهنو ستا نقشې به بریالې شي.
4څښتن هرڅه د خپل مقصد دپاره پیدا کړي دياو حتی بدکاران یې د تباهۍ د ورځې دپاره پیدا کړي دي.
5څښتن له ټولو کبرجنو خلکو نه کرکه کوياو باور ولره چې بې سزا به پاتې نه شي.
6د مینې او وفادارۍ له امله ګناه بخښل کیږيد څښتن له وېرې انسان له بدۍ او بلاګانو ساتل کیږي.
7کله چې څښتن د انسان له کړو نه راضي وينو دښمنان یې هم له هغه سره په امن کې وي.
8په صداقت سره لږه ګټه ښه ويله هغې ډېرې ګټې نه چې په بې انصافۍ سره وي.
9انسان په زړه کې ځان ته د تګ لارې جوړويخو څښتن د هغه د قدمونو لارښوونه کوي.
10د پاچا خبرې د وحې په څېر دياو په قضاوت کې هېڅ بې انصافي نه کوي.
11سمه تله او تول د څښتن د قضاوت نښه دهاو د وزن کولو دپاره یې ټول کاڼي جوړ کړي دي.
12پاچاهان د بدو کارونو نه کرکه کويځکه د پاچاهۍ تخت یې د عدالت په بنیاد ولاړ دی.
13پاچاهان په رښتینو خبرو خوشحالیږياو له هغه چا سره مینه کوي چې رښتیا وایي.
14د پاچا غوسه د مرګ پیغام دیخو د حکمت خاوند د هغه قهر سړوي.
15د پاچا په ورین تندي کې د ژوندون زېری وياو رحم یې د پسرلي د ورېځې په څېر باران وروي.
16د حکمت حاصلول له سرو زرو نه څو چنده بهتر دياو عقل لاسته راوړل له سپینو زرو نه غوره دي.
17د صادقانو سمه لار انسان د بدۍ او بلا نه ساتيڅوک چې خپلې لارې ته پام کوي نو خپل ځان ساتي.
18مغرور تباه کیږيکبرجن راغورځیږي.
19ښه ده چې انسان عاجز وي او د غریبانو سره اړیکې ولريله دې نه چې د مغرورانو سره په غنیمت کې شریک شي.
20بریالی دی هغه څوک چې کلام اورياو بختور دی هغه چې په څښتن باور کوي.
21د حکمت خاوند له خپل عقل څخه پېژندل کیږياو خوږه ژبه په زده کړه کې ډېره قناعت بخښونکې وي.
22څوک چې هوښیاري لري هغه یې د ژوند سرچینه دهخو جهالت د جاهلانو دپاره د سزا لښته ده.
23د حکمت د خاوند زړه د هغه ژبه هوښیارويچې هرې خبرې ته یې په قناعت ورکولو کې ګټه رسوي.
24مهربانې خبرې د شاتو د مچیو د ډک چک په شان ديچې د روح دپاره خواږه او د بدن دپاره شفا ده.
25د یو انسان په نظر یوه لار سمه ښکاريخو په اخر کې هغه په مرګ پای ته رسیږي.
26د یو مزدور لوږه هغه سخت کار ته مجبوروياو وږې ګېډه سړی نور ډېر کار ته هڅوي.
27بېکاره انسان بدې نقشې جوړوياو خبرې یې د اور په شان سوځول کوي.
28بې لارې سړی شخړو ته لمن وهياو غیبت کوونکی نژدې دوستان جدا کوي.
29ظالم خپل ملګری بې لارې کوياو بدې لارې ته یې هڅوي.
30څوک چې سترګې او وروځې وهي بدې نقشې جوړوياو د شونډو په چیچلو نورو ته تاوان رسوي.
31سپین ویښته د عزت تاج دیچې د صداقت له لارې تر لاسه کیږي.
32څوک چې زر نه په قهریږي له یو قوي جنګیالي نه ښه دید خپلې غوسې سړوونکی د یو ښار له فتح کوونکي نه بهتر دی.
33انسان خو پچه میدان ته اچويخو وروستۍ پرېکړه د څښتن په لاس کې ده.