Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
33 verses
1نرم ځواب د غوسې اور سړويخو سخته خبره سمدلاسه د قهر لمبې پورته کوي.
2د هوښیارانو ژبه علم ته ښایست ورکويخو د کم عقلانو له خولې نه جهالت توییږي.
3هرځای د څښتن تر نظر لاندې دیاو په ښو او بدو باندې ټینګ پام ساتي.
4نرمه ژبه د ژوندانه د ونې په څېر دهخو سخته ژبه زړه ماتوي.
5جاهل انسان د خپل پلار نصیحت سپک ګڼيخو ځیرک سړی تل ملامتیا مني.
6د نېک سړي په کور کې لویه خزانه ويخو د بدکاره شتمني د تکلیف سبب ګرځي.
7علم د هوښیارانو په خوله خپریږيخو د کم عقلانو په زړونو کې رښتینولي نه وي.
8څښتن د بدکارانو له قربانۍ نه کرکه کويخو د صادقانو په دعا خوشحالیږي.
9څښتن د بدکارانو له چلند نه کرکه کويخو څوک چې په صداقت پسې روان وي ورسره مینه کوي.
10د سمې لار نه مخ اړوونکی به له سختې سزا سره مخامخ شياو څوک چې له ملامتیا او رټنې نه کرکه کوي نو هغه به مړ شي.
11څښتن ته قبر او د تباهۍ کنده دواړه ښکارينو د انسانانو زړونه به ورته څومره ښکاره وي؟
12ملنډې وهونکی اصلاح نه خوښوياو د هوښیارانو له مشورې نه ځان لېرې ساتي.
13خوشحاله زړه مخ نوراني کويخو پرېشانه زړه روح ماتوي.
14عقلمن انسان د علم تږی ويخو کم عقل د جهالت وږی وي.
15د مظلومانو د ژوند ټولې ورځې سختې ويخو خوشحاله زړه هر وخت له ژوند نه خوند اخلي.
16د څښتن له وېرې سره لږه شتمني ښه دهله هغو ډېرو خزانو نه چې ورسره وېره او اندېښنه وي.
17له مینې سره سابه او سوکړک خوړل ښه ديد هغې غوړې غوښې نه چې ورسره کرکه وي.
18غوسه ناک سړی جنجال جوړويخو څوک چې زر نه په قهریږي شخړې سړوي.
19د لټ سړي په لار کې د اغزو ډک انګړ ويخو د صادقانو لاره د پوخ سرک په شان هواره وي.
20هوښیار زوی خپل پلار خوشحالويخو کم عقل سړی د خپلې مور سپکاوی کوي.
21ناپوهه انسان له جهالت نه خوند اخليخو د پوهې خاوند په سمه لار روان وي.
22له مشورې پرته ټولې نقشې شنډیږيخو له ډېرو مشوره ورکوونکو سره بریالې کیږي.
23انسان په مناسب ځواب ورکولو خوشحالیږينو په مناسب وخت کې سمه خبره کول څومره ښه وي.
24د هوښیارانو لار انسان تلپاتې ژوند ته بیایياو هغه د قبر په لور د لاندې تګ نه ساتي.
25څښتن د کبرجنو کور ورانويخو د کونډې د جایداد پوله ټینګه ساتي.
26څښتن د بدکارانو له فکرونو نه کرکه کويخو مهربانې خبرې پاکې ګڼي.
27څوک چې په ناروا ګټې پسې ګرځيخپلې کورنۍ ته مصیبت رسويخو څوک چې له رشوت نه کرکه کويهغوی به ژوندي پاتې شي.
28نېک سړی له ځواب ورکولو نه مخکې فکر کويخو د بدکارانو له خولې نه بدې خبرې راوځي.
29څښتن له بدکارانو نه لېرې دیخو د نېکانو دعاګانې تل اوري.
30په ورین تندي کتل زړه ته خوشحالي ورکوياو د ښې خبرې اورېدل بدن تازه کوي.
31څوک چې جوړوونکې نیوکې ته غوږ نیسينو د هوښیارانو په ډله کې شمېرل کیږي.
32څوک چې له نصیحت نه ډډه کوي خپل ځان سپکويخو څوک چې ملامتیا مني نو عقل او پوهه حاصلوي.
33له څښتن څخه وېره انسان ته د حکمت ډک نصیحت دیاو عاجزي د سرلوړۍ سبب ده.