Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
35 verses
1هوښیاره ښځه خپل کور ودانويخو جاهله ښځه خپل کور په خپل لاس ورانوي.
2څوک چې له څښتن څخه وېریږي هغه په سمه لار ځيخو څوک چې په غلطو لارو روان وي څښتن سپکوي.
3د جاهل له کبرجنې ژبې نه د سزا شنه لښته جوړیږيخو د هوښیارانو د خولې خبرې له هغوی ساتنه کوي.
4چېرته چې څاروي نه وي هلته اخور خالي ويخو د غویي په زور ډېر حاصل لاسته راځي.
5رښتینی شاهد هېڅکله دروغ نه وایيخو دروغجن شاهد تل دروغ بادوي.
6ملنډې وهونکی حکمت لټوي خو هېڅ نه موميخو د عقل خاوند علم په اسانۍ لاسته راوړي.
7له کم عقل نه لېرې لاړ شهځکه چې له خولې نه به یې علم حاصل نه کړې.
8ځیرک انسان په خپل حکمت خپله لار پېژنيخو د کم عقلانو جهالت د ګمراهۍ سبب ګرځي.
9جاهل د ګناه د تاوان په نذرانه پورې خانديخو صادقان د څښتن رضا او خوشحالي غواړي.
10یوازې د انسان زړه په خپل خفګان ښه پوهیږياو هېڅوک د هغه په خوشحالۍ کې برخه نه شي اخیستلی.
11د بدکارانو کور به وران شيخو د صادقانو خېمه به ودانه شي.
12د یو انسان په نظر یوه لار سمه ښکاريخو په اخر کې هغه په مرګ پای ته رسیږي.
13حتی په خندا کې زړه هم خفه کیږياو د خوشحالۍ په اخر کې خفګان پاتې کیږي.
14له سمې لارې نه مخ اړوونکی به د خپل کار حاصل وګوريخو نېک انسان به د خپل عمل په مېوه نور هم موړ شي.
15ساده سړی په هرڅه باندې باور کويخو ځیرک انسان د هر قدم په اخیستلو کې فکر کوي.
16د حکمت خاوند په احتیاط له بدو نه خپل ځان ساتيخو کم عقل انسان په ځان ډاډمن او د هېڅ شی پروا نه لري.
17غوسه ناک خلک د جهالت کارونه کوياو له مکرجن انسان نه خلک کرکه کوي.
18جهالت د ساده خلکو په نصیب ويخو د ځیرکه خلکو په سر به د علم تاج وي.
19بدکاران به د ښو خلکو په مخکې سر ټیټې شياو شر اچوونکي به د نېکانو په دروازو کې په ګونډو شي.
20د مسکین انسان نه خپل ګاونډي هم کرکه کويخو شتمن انسان ډېر دوستان لري.
21څوک چې خپل ګاونډي سپک ګڼي نو ګناه کوياو بختور دی هغه څوک چې په عاجزانو رحم کوي.
22څوک چې بدې ارادې لري بې لارې کیږيخو څوک چې نېکې ارادې لري نو مینه او وفا یې په برخه کیږي.
23ټول سخت کارونه د آبادۍ سبب ګرځيخو تشې خبرې حتمي نېستي راولي.
24د هوښیارانو دولت د هغوی د سر تاج دیخو د کم عقلانو ناپوهي د هغوی جهالت دی.
25رښتینی شاهد د خلکو ژوند ژغوريخو د دروغجن له خولې نه د ټګۍ خبرې راوځي.
26له څښتن څخه وېره د انسان دپاره د امن ټینګه کلا دهاو د هغه د اولادونو دپاره کلکه پناه ګاه ده.
27له څښتن څخه وېره د ژوند سرچینه دهچې انسان د مرګ له دامونو څخه ژغوري.
28د پاچا شان او شوکت په ډېرو خلکو جوړ ويخو بې ولسه مشر له تباهۍ سره مخامخ کیږي.
29څوک چې زر نه په قهریږي د ډېرې پوهې خاوند ويخو غوسه ناک سړی خپل جهالت ښکاره کوي.
30ارام فکر بدن ته روغتیا ورکويخو کینه هډوکي وراسته کوي.
31څوک چې په غریبانو ظلم کوي نو د هغوی د خالق سپکاوی کويخو څوک چې په مظلومانو رحم کوي نو د خالق درناوی کوي.
32بدکاره انسان په خپلو عملونو ځان تباه کويخو نېک انسان د مرګ په خوله کې هم پناه اخلي.
33حکمت د عقلمن انسان په زړه کې تلپاتې وياو د کم عقلانو په منځ کې هم خپل ځان څرګندوي.
34په صداقت سره یو قوم سرلوړی کیږيخو ګناه د هغوی د رسوایۍ سبب ګرځي.
35پاچا د هوښیار خدمتګار څخه خوشحالیږيخو څوک چې د شرم کارونه کوي د هغه د قهر سبب کیږي.