Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1دد حکمت خاوند د خپل پلار نصیحت قبلويخو ملنډې وهونکی خپله ملامتیا نه مني.
2د ښه سړي د خولې له هوښیارو خبرو ښه خوند اخیستل کیږيخو د خاینانو زړونه د ظلم تږي دي.
3څوک چې ژبه په واک کې ساتي نو خپل ځان ساتيخو څوک چې بېځایه خبرې کوي نو خپل ځان تباه کوي.
4لټ انسان چې هرڅه غواړي ورته نه رسیږيخو د خواریکښ انسان غوښتنې تل پوره کیږي.
5نېک انسان له دروغو نه کرکه کويخو بدکاره انسان شرم او رسوایي راولي.
6صداقت د پاک انسان لارې ټینګې ساتيخو ګناه بدکاره انسان له منځه وړي.
7یو انسان خپل ځان شتمن ښایي خو هېڅ نه لريبل انسان خپل ځان غریب ښایي خو هرڅه لري.
8د یو انسان شتمني د هغه د ژوند کفاره ورکولای شيخو غریب انسان ته هېڅ ګواښ نشته.
9د نېکانو ژوند د لمر د رڼا په څېر ځلیږيخو د بدکارانو ډېوه مخ په مړه کېدو وي.
10کبر او غرور حتمي جنجال پیدا کويحکمت له هغه چا سره وي څوک چې لارښوونه مني.
11کوم مال دولت چې د باد په شان راځي نو د باد په شان فنا کیږيخو کومه شتمني چې ورو ورو لاسته راځي نوره هم زیاتیږي.
12کومه هیله چې نه پوره کیږي نو زړه ورسره ماتیږيخو کومه غوښتنه چې پوره کیږي د ژوندانه ونه ترې جوړیږي.
13څوک چې کلام سپک ګڼي د تاوان سره مخامخ کیږيخو څوک چې حکمونو ته په درنه سترګه ګوري انعام مومي.
14د حکمت د خاوند تعلیم د ژوند سرچینه دهچې انسان د مرګ له دامونو څخه ژغوري.
15پوهه او هوښیاري انسان ته عزت ورکويخو د خیانت کوونکو لارې د کنډو کپرو په څېر سختې دي.
16ځیرک انسان د خپلې پوهې په وسیله کار کويخو کم عقل سړی خپل جهالت ښکاره کوي.
17بدکاره استازي د مصیبت سره مخامخ کیږيخو وفادار پیغام راوړونکی د شفا سبب ګرځي.
18څوک چې نصیحت له پامه غورځوي هغه به غریب او شرمنده شيخو څوک چې ملامتیا مني هغه به عزتمن شي.
19کومه غوښتنه چې پوره کیږي نو روح خوشحالیږيخو کم عقلان د شرارت له لاس اخیستلو نه کرکه کوي.
20د حکمت له خاوندانو سره مل شه نو حکیم به شېخو د کم عقلانو ملګرتیا سړي ته زیان رسوي.
21بدي په ګناهکارانو پسې ګرځيخو نېکمرغي د نېکانو په برخه وي.
22ښه انسان خپلو لمسیانو ته میراث پرېږديخو د ګناهکارانو شتمني نېک انسان ته پاتې کیږي.
23که د خوارانو خواره ځمکه ډېر خواړه ورکويخو بې انصافه خلک دا هرڅه هم جارو کوي.
24څوک چې له خپل زوی نه د ادب لښته لېرې ساتينو له هغه نه کرکه کويخو څوک چې په سختۍ د هغه د اصلاح دپاره لار لټوينو ورسره مینه کوي.
25نېک انسان په مړه ګېډه ډوډۍ خوريخو د بدکارانو نس به تل وږی وي.