Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1څوک چې نصیحت مني نو د علم سره مینه لريخو څوک چې له اصلاح نه کرکه کوي بې عقله دی.
2ښه انسان د څښتن رضا او خوشحالي حاصلويخو هغه انسان ته سزا ورکوي چې بدې نقشې جوړوي.
3هېڅوک د بدۍ له امله ټینګ نه پاتې کیږيخو د نېکانو ریښه هېڅکله له بېخه نه ویستل کیږي.
4یوه مېړنۍ او پتمنه ښځهد خپل مېړه د سر تاج دهخو هغه ښځه چې د خپل مېړه د شرم سبب ګرځيد هډوکو د سرطان په شان ده.
5د نېکانو ارادې په انصاف سره جوړیږيخو د بدکارانو بدې مشورې انسان غولوي.
6د بدکارانو ژبه وینو تویولو ته تل په کمین کې دهخو د صادقانو ژبه د خلکو ژوند ژغوري.
7بدکاران مړه کیږي او له منځه ځيخو د نېکانو د کور بنیاد به ټینګ ولاړ وي.
8د انسان ستاینه د هغه د هوښیارۍ له مخې کیږيخو د غلط فکر خاوند ته په سپکه سترګه کتل کیږي.
9ښه ده چې انسان عاجز وي او نوکر ولريله هغه چا نه چې ځان لوړ ګڼي او ډوډۍ نه لري.
10نېک انسان په خپلو حیواناتو باندې هم پام کويخو د بدکارانو رحم هم له ظلم نه ډک وي.
11څوک چې په خپله ځمکه کې کار کوي په ګېډه به موړ شيخو څوک چې د ورځې خوبونه کوي نو ناپوهه دی.
12بدکاران له شر اچوونکو نه د لوټ شوي مال تمه کويخو د نېکانو ریښې تل تازه او حاصل ورکوي.
13بدکاره سړی د خپلو بدو خبرو په دام کې نیول کیږيخو نېک انسان له سختۍ نه ژغورل کیږي.
14انسان د خپلې خولې په هوښیارو خبرو مړیږياو د خپلو لاسونو د کار ثمره ورکول کیږي.
15جاهل سړي ته خپلې لارې چارې سمې ښکاريخو د حکمت خاوند د نورو لارښوونې ته غوږ نیسي.
16جاهل سړی خپل قهر زر ښکاره کويخو ځیرک انسان په خپله بې عزتۍ پرده اچوي.
17رښتینی انسان په صداقت شهادت ورکويخو دروغجن شاهد د ټګۍ خبرې کوي.
18د بې پروایۍ خبرې د تورې په څېر غوڅول کويخو د حکمت د خاوندانو ژبه زخمونو ته شفا ورکوي.
19رښتینې خبرې تل ټینګې پاتې کیږيخو د دروغو مزل لنډ وي.
20څوک چې بدې نقشې جوړوي په زړونو کې یې ټګي ويخو د سولې او سلامتۍ غوښتونکي به خوشحاله وي.
21نېک انسان ته هېڅکله زیان نه رسیږيخو بدکاران به تل له مصیبت سره مخامخ وي.
22څښتن له دروغ ویلو نه کرکه کويخو له رښتینو خلکو خوشحاله وي.
23ځیرک انسان خپله پوهه پټه ساتيخو کم عقل خلک خپل جهالت ښکاره کوي.
24زحمت انسان لوړ مقام ته رسويخو لټي د انسان نه غلام جوړوي.
25اندېښمن زړه انسان په غم ککړويخو د زړه ښې خبرې انسان خوشحالوي.
26نېک سړی د خپل ملګري په پېژندلو کې احتیاط کويخو د بدکارانو کړه وړه هغوی بې لارې کوي.
27لټ انسان حتی خپل ښکار هم نه شي پخولیخو خواریکښ انسان خپل حاصلات زیاتوي.
28د صداقت په لاره کې ژوندون دیاو په سمه لاره کې هېڅکله مرګ نشته.