Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1دڅښتن د تلې له غلط استعمال نه کرکه کويخو په پوره کاڼي تول تل خوښوي.
2کله چې غرور راشي نو رسوایي هم راځيخو د عاجزۍ سره حکمت راځي.
3د صادقانو پاک زړه د هغوی لارښوونه کويخو د خاینانو ګمراهي هغوی تباه کوي.
4د عدالت په ورځ دولت ګټه نه لريخو صداقت انسان له مرګ نه ژغوري.
5د پاک انسان صداقت د هغه لار سمويخو د بدکاره انسان بدي هغه راغورځوي.
6د رښتینو خلکو صداقت هغوی ژغوريخو د خاینانو غوښتنې هغوی په دام کې نښلوي.
7کله چې یو بدکاره مري امید یې تباه کیږينو زر او زور او ټول ارمانونه یې هم تباه کیږي.
8نېک انسان له سختۍ نه ژغورل کیږياو په ځای یې بدکاره انسان د تکلیف په لور روانیږي.
9بې ایمانه انسان په خپلو خبرو نور تباه کويخو نېکان د خپل علم له امله ژغورل کیږي.
10نېکان چې بریالي کیږي ټول ښار پرې خوشحالیږياو بدکاران چې تباه کیږي د خوشحالۍ چیغې وهل کیږي.
11ښار د رښتینو خلکو په برکت ودانیږيخو د بدکارانو د خولې په خبرو ورانیږي.
12څوک چې بل ته په سپکه سترګه ګوري ناپوهه دیخو د پوهې خاوند خپله خوله پټه ساتي.
13غیبت کوونکی د نورو راز ښکاره کويخو باوري انسان د بل په راز پرده اچوي.
14کله چې ښې مشورې نه وي نو ولس له پښو غورځیږيخو که مشوره ورکوونکي ډېر وي د بریالیتوب سبب ګرځي.
15په قرض کې د بل چا ضمانت کوونکي به زیان وموميخو په قرض کې له لاس ورکولو نه ډډه کوونکی به ډاډه وي.
16مهربانه ښځه تل عزت ګټيخو ظالمان یوازې دولت ګټي.
17مهربان انسان ځان ته ګټه رسويخو بې رحمه انسان ځان ته زیان رسوي.
18د بدکاره سړي ګټه بې برکته دهخو د نېکۍ کرونکی حقیقي حاصل رېبي.
19څوک چې په صداقت ولاړ وي نېکمرغه ژوند لريشرارت پېښوونکی په خپل مرګ پسې ګرځي.
20څښتن د کږو لارو له خاوندانو نه کرکه کويخو د پاک زړه خاوندان خوښوي.
21باور ولره چې بدکاران به بې سزا پاتې نه شيخو د نېکانو اولادونه به خلاصون ومومي.
22د بې تمیزه او بې حیا ښځې ښکلا داسې دهلکه د خوګ په پوزه کې چې د سرو زرو پېزوان وي.
23د نېکانو هیلې په برکت تمامیږيخو د بدکارانو امیدونه د غضب سبب ګرځي.
24څوک چې سخاوت کوي نور به هم شتمن شيخو څوک چې سختي کوي نور به هم نېستمن شي.
25یو سخي سړی به تل آباد شيڅوک چې د نورو تنده ماتوي خپله تنده به یې هم ماته شي.
26د ګرانۍ په مقصد غله ساتونکي باندې لعنت ویل کیږيخو په خرڅوونکي باندې تل برکت ویل کیږي.
27څوک چې د ښو په لټه کې وينو د نورو په رضا پسې ګرځيخو څوک چې په شرارت پسې ګرځينو له مصیبت سره مخامخ کیږي.
28څوک چې په خپلې شتمنۍ تکیه کوي نو راغورځیږيخو نېکان د شنو پاڼو په شان تازه کیږي.
29خپلې کورنۍ ته مصیبت رسوونکی په باد پسې منډې وهياو جاهل سړی تل د حکمت د خاوند غلام وي.
30د نېک انسان د کار ثمره د ژوندانه ونه دهاو د حکمت خاوند د خلکو زړونه لاسته راوړي.
31که نېکانو ته په دې دنیا کې انعام ورکول کیږينو د بدکارانو او ګناهکارانو به څه حال وي؟