Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
32 verses
1دا د سلیمان متلونه دي.هوښیار زوی خپل پلار خوشحالويخو کم عقل زوی خپله مور په غم اخته کوي.
2هغه دولت چې د ناروا لارې تر لاسه کیږي ګټه نه لريخو صداقت انسان له مرګ نه ژغوري.
3څښتن نېک انسان لوږې ته نه پرېږديخو د بدکارانو غوښتنې شنډوي.
4بېکاره لاسونه انسان خوارويخو زحمت کښه لاسونه انسان شتمن کوي.
5هوښیار زوی په اوړي کې خپل فصل راټولويخو د لو په وخت کې ویده شوی زوی شرم راوړي.
6برکت د نېک سړي د سر تاج دیخو د بدکارانو ظلم د هغوی په خوله پرده اچوي.
7د نېک سړي یادول د برکت سبب کیږيخو د بدکارانو د نوم نه زړه بدیږي.
8د حکمت خاوند حکمونه منيخو د جاهل انسان خپله ژبه بلا ده.
9څوک چې خپل ژوند په صداقت تېروي ډاډه ګرځيخو د کږو لارو خاوند به رسوا شي.
10څوک چې سترګې وهي دردونه جوړوياو د جاهل انسان خپله ژبه بلا ده.
11د نېک انسان خوله د ژوند سرچینه دهخو د بدکارانو خوله په ظلم پرده اچوي.
12کرکه جګړو ته لمن وهيخو مینه په ټولو ګناهونو پرده اچوي.
13حکمت د عقلمن په خبرو کې موندل کیږيخو د ناپوه د ملا دپاره لښته ده.
14د حکمت خاوندان خپل علم ذخیره کويخو د جاهلانو د خولې خبرې بربادي راوړي.
15د شتمن مال دولت د هغه دپاره کلا دهخو غریبي د غریبانو دپاره بلا ده.
16د نېک انسان انعام ژوندون دیخو د بدکاره انسان ګټه ګناه ده.
17نصیحت منونکی نور خلک د ژوندون په لار روانويخو اصلاح نه منونکی نور خلک بې لارې کوي.
18څوک چې په دروغو خپله کرکه پټوياو په نورو تور لګوي، هغه کم عقل دی.
19ډېرې خبرې کول د ګناه سبب ګرځيخو څوک چې ژبه په خپل واک کې ساتي هوښیار دی.
20د نېک سړي د خولې خبرې سوچه سپین زر ديخو د بدکارانو د زړه خیالونه ارزښت نه لري.
21د نېک سړي د خولې خبرې خلک مړويخو د جاهلانو ناپوهي هغوی مړه کوي.
22د څښتن برکت انسان شتمن کويخو زحمتونه هېڅ شی نه شي زیاتولی.
23کم عقل د خپل بد عمل نه خوند اخليخو د پوهې خاوند له حکمت نه خوند اخلي.
24له هغې بلا نه چې بدکاره وېریږي هغه پرې نازلیږيخو نېکان چې څه شی غواړي هغه ورته ورکول کیږي.
25کله چې سخت توفان راشي نو بدکاره انسان به تباه شيخو د نېک انسان بنیاد به تل ټینګ وي.
26لټ انسان د کار ورکوونکو دپاره داسې دیلکه سرکه چې غاښونه برېښوي او لوګی سترګې سوځوي.
27له څښتن څخه وېره عمر اوږدويخو د بدکارانو عمر به لنډ وي.
28د نېکانو ارمانونه چې پوره کیږي نو خوشحالیږيخو د بدکارانو امیدونه تباه کیږي.
29د څښتن لار د پاک زړه د خاوند دپاره کلا دهخو د شر اچوونکو دپاره بلا ده.
30د نېک انسان بنیاد به هېڅکله ونه لړزیږيخو بدکاران به د ځمکې په سر پاتې نه شي.
31د نېک انسان خوله د حکمت خبرې کويخو کږه ژبه به پرې کړل شي.
32د نېک انسان د خولې خبرې خوږې ويخو د بدکارانو د خولې خبرې کږې وږې وي.