Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1حکمت د یوې ښځې په څېر خپل کور ودان کړی دیاو اووه ستنې یې توږلې او بیا یې ودرولې دی.
2هغې د مېلمستیا دپاره غوښه تیاره کړېاو د انګورو شیره یې جوړه کړې دهاو دسترخوان یې هوار کړی دی.
3هغې خپلې وینځې ورولېږلېچې د ښار له لوړو ځایونو نه خپل غږ پورته کړي:
4«هرڅوک چې ساده وي، دلته دې راشي!»او بیا ناپوهه خلکو ته وایي:
5«راشئ! زما ډوډۍ وخورئاو لږه د انګورو شیره وڅښئ کوم چې ما جوړه کړې ده.
6خپله د ناپوهۍ لار پرېږدئ نو تاسو به نېکمرغه ژوند ولرئاو د عقل په لار به روان شئ.
7څوک چې ملنډې وهونکی اصلاح کوي نو ځان شرموياو څوک چې بدکار رټي نو ځان ته زیان رسوي.
8د ملنډې وهونکی رټنه مه کوه هسې نه چې ستا نه کرکه وکړيد حکمت د خاوند رټنه کوه نو ستا سره به مینه وکړي.
9د حکمت خاوند ته لارښوونه وکړهنو نور به هم خپل حکمت ډېر کړينېک سړي ته تعلیم ورکړهچې خپله پوهه نوره هم زیاته کړي.
10له څښتن څخه وېره د حکمت شروع دهاو عقل د سپېڅلي ذات د پېژندلو علم دی.
11ځکه زما په مرسته به ستا د ژوند ورځې ډېرې شياو ستا د عمر کلونه به نور هم زیات شي.
12که د حکمت خاوند یې نو دا به دې په ګټه وياو که ته ملنډې وهونکی یې نو یوازې زیان به زغمې.»
13کم عقلتوب د یوې بې حیا ښځې په څېر دیچې ډېره ساده او په هېڅ نه پوهیږي.
14هغه د خپل کور د دروازې تر څنګ ناسته دهاو بیا د ښار په لوړو ځایونو کې په تخت کښېني.
15څوک چې په خپله لار سم ځينو هغوی ته نارې وهي:
16«هرڅوک چې ساده وي، دلته دې راشي!»او بیا ناپوهه انسان ته وایي:
17«د غلا اوبه خوږې وياو په پټه تر لاسه شوې ډوډۍ خوندوره وي.»
18هغوی نه پوهیږي چې د هغې په کور کې ټول وژل شوي دياو مېلمانه یې د قبر په ژوره کنده کې پراته دي.