Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
36 verses
1حکمت د یوې هوښیارې ښځې په څېر نارې وهياو پوهه په لوړ اواز خپل غږ پورته کوي.
2هغه د لارې په غاړه په لوړو ځایونو ولاړه وياو د څلور لارو په سر ودریږي.
3هغه د ښار د دروازو دننهد تګ راتګ د لارو په خوا کې نارې وهي:
4«ای سړیو! زه په تاسو ټولو ته غږ کوماو په تاسو ټولو باندې اواز کوم.
5ای ساده خلکو! په خپل ځان کې ځیرکتیا پیدا کړئ!ای کم عقلانو! د ښو او بدو ترمنځ فرق وکړئ!
6غوږ ونیسئ! زه ستاسو دپاره ښې خبرې لرمچې په رښتینې ژبه به یې درته بیان کړم.
7زه چې څه په خوله وایم، هغه رښتیا دياو ژبه مې له بدو خبرو نه کرکه کوي.
8د خولې ټولې خبرې مې سمې ديیوه هم په کې کږه او غولوونکې نه ده
9چې عقلمن انسان ته ټولې روښانه ديڅوک چې علم لري نو پوهیږي چې دا خبرې سمې دي.
10د سپینو زرو په ځای زما نصیحت غوره کړئاو د سوچه سرو زرو په ځای علم حاصل کړئ
11ځکه حکمت د لعلونو نه ډېر قیمتي دیچې له ارزښت سره یې ستا د خوښې هېڅ شی برابر نه دی.
12زه حکمت یم او له ځیرکتیا سره یو ځای اوسېږماو علم او لیاقت تر لاسه کوم.
13له څښتن څخه وېره له شرارت نه نفرت کول دينو ځکه له کبر، غرور، بدۍ او کږو خبرو نه کرکه کوم.
14مشوره او حکمت زما کار دیزه عقلمن یم او زما سره قدرت دی.
15پاچاهان زما په مرسته پاچاهي کوياو حکمرانان د انصاف پرېکړې کوي.
16شهزادګان زما په مرسته حکومت کويواکداران او ټول عادل قاضیان فیصلې کوي.
17زه له خپلو مینوالو سره مینه کومڅوک چې ما لټوي نو ما پیدا کوي.
18دولت او عزت زما سره دیعدالت او تلپاتې شتمني زما ده.
19زه د خالصو سرو زرو نه غوره مېوه ورکومچې حاصل یې له سوچه سپینو زرو نه بهتر دی.
20د عدالت په لار روان یماو د انصاف په لارو تګ کوم
21نو ځکه خپلو مینوالو ته شتمني ورکوماو د هغوی خزانې ډکوم.
22څښتن له ټولو نه لومړیچې نور څه یې لا نه وو پیدا کړی، له هرڅه نه مخکېزه پیدا کړم.
23له ازله یې زما د بدن برخې یوځای کړلېاو د دنیا له جوړېدو او د هرڅه نه مخکېزه موجود وم.
24کله چې لا ژور دریابونه نه وو پیدا شوياو له چینو څخه اوبه نه وې راوتلېزه زېږېدلی وم.
25مخکې له دی چې غرونه په خپل ځای ودریږياو غونډۍ رامنځته شيزه زېږېدلی وم.
26مخکې له دی چې څښتن ځمکه او پراخه کروندې جوړ کړياو د دنیا لومړنۍ خاوره پیدا کړيزه زېږېدلی وم.
27کله چې هغه اسمانونه په خپل ځای ودرولاو د دریاب په مخ یې د اسمان لمن راچاپېر کړهزه هلته وم.
28کله چې هغه په اسمان کې ورېځې ځای په ځای کړېاو د ځمکې په مخ یې د اوبو چینې روانې کړېزه حاضر وم.
29کله چې هغه دریابونو ته خپل حدود وټاکلچې اوبه یې له حکم نه سرغړونه ونه کړياو د ځمکې بنیاد یې کېښودزه هلته وم.
30زه هر وخت د هغه په څنګ کې وماو زه هره ورځ خوشحالېدماو تل د هغه په حضور کې خوشحاله وم.
31د نړۍ په ټوله ځمکه کې یې خوشحاله وماو د ټولو انسانانو نه خوشحالېدم.
32نو ای زما زامنو! اوس ماته غوږ ونیسئبختور دي هغوی چې زما په لارو ځي.
33زما نصیحت ته غوږ شئ او حکمت پیدا کړئهغه له پام نه مه غورځوئ او مخ ترې مه اړوئ.
34بختور دی هغه څوک چې ماته غوږ نیسياو هره ورځ زما د کور په مخ کې ولاړ وياو زما د دروازې په درشل کې انتظار وباسي.
35ځکه څوک چې ما پیدا کړي نو ژوند پیدا کوياو د څښتن رضا او خوشحالي حاصلوي
36خو څوک چې ما نه پیدا کوي له ځان سره ظلم کويهرڅوک چې زما نه کرکه کوي له مرګ سره مینه کوي.»