Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
27 verses
1ای زما زویه! زما خبرې په یاد ساتهاو حکمونه مې د خزانې په څېر په خپل زړه کې وساته.
2زما په حکمونو عمل کوه چې نېکمرغه ژوند ولرېاو زما تعلیم د خپلو سترګو د کسي په شان وساته.
3هغه په خپلو ګوتو پورې وتړهاو د خپل زړه په تخته یې ولیکه.
4حکمت ته خپله خور ووایهعقل او پوهه ډېر نژدې خپلوان وګڼه
5نو دوی به تا د بل چا د ښځې نه لېرې وساتيد هغې ښځې نه چې غوړې خبرې کوي.
6زه یو وخت د خپل کور په کړکۍ کې ولاړ وماو د کړکۍ له جالۍ نه مې لاندې کتل
7نو ساده ځوانان مې ولیدلاو د هغوی په منځ کې مېیو ناپوهه ځوان په نظر راغی.
8هغه د هغې ښځې د کور په نژدې کوڅه کې روان ؤاو د هغې د کور په لور یې په ډاډه ډول قدمونه اخیستل.
9د ماښام په وخت کې چې لمر پرېوتهتوره تیاره راغله او نیمه شپه شوه.
10ناڅاپه یوه ښځه له هغه سره مخامخ شوهچې د بدلمنۍ کالي یې اغوستي وو او نیت یې ښه نه ؤ.
11دا ښځه ډېره بې حیا او بې شرمه وهاو له کور نه بیرون تل سرګردانه ګرځېدله
12او هر وخت به کوڅو او چوکونو ته تللهاو د ښار په هر ګوټ کې به په کمین کې ولاړه وه.
13نو هغې له هغه نه په زور غاړه چاپېر کړه او ښکل یې کړاو په سپین سترګۍ یې هغه ته وویل:
14«نن ما د قربانۍ غوښه پخه کړې دهاو خپل نذر مې پوره کړی دی.
15په دې خاطر زه راووتلم چې ستا سره وګورماو غوښتل مې چې تا ولټوم او پیدا مې کړې.
16ما د مصر قیمتي ټوکرونه او رنګارنګ څادرونهاو ښکلي پوښونه په خپل کټ باندې غوړولي دي.
17ما په خپله بستره عطرکنډ، عود او دالچیني شیندلي دي.
18زما سره لاړ شه چې تر سهاره په عشق ماړه شواو د یو بل له مینې نه خوند واخلو
19ځکه مېړه مې په کور کې نشتههغه په یو لېرې سفر تللی دی.
20د پیسو ډکه کڅوړه یې له ځان سره وړې دهاو د پنځلسمې سپوږمۍ تر راختلو پورې بېرته نه راځي.»
21نو ښځې په خپلو ډېرو خوږو خبرو هغه مجبور کړاو په خپلو نرمو خبرو یې هغه بې لارې کړ.
22نو هغه سمدلاسه په هغې پسې روان شولکه غویی چې حلالېدو ته روان شياو د غرڅه په شان چې په ټوپونو دام ته روان وي
23ترڅو چې غشی یې ځیګر سوری کړيلکه مرغۍ چې د دام خواته په منډه روانه وياو نه پوهیږي چې خپل ژوند به له لاسه ورکړي.
24نو ای زما زامنو! ماته غوږ ونیسئاو زما خبرو ته پوره پام وکړئ.
25خپل زړه مه پرېږدئ چې د داسې ښځې طرف ته وګرځياو یا د هغې په غلطو لارو روان شي.
26ځکه چې ډېر خلک یې ژوبل کړي دياو بې شمېره خلک یې وژلي دي.
27د هغې د کور لارې د ګور په لور تللې ديچې د مرګ ژورې کندې ته لاندې کوزیږي.