Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
35 verses
1ای زما زویه! که د چا ضمانت دې په غاړه اخیستی ويیا دې د پردي سړي په قرض کې چا ته لاس ورکړی وي
2نو د خپلې ژبې د خبرې له امله په دام کې رانیول شوی یېاو د خپلې خولې د خبرو په لومه کې نښتی یې.
3نو ای زما زویه! بیا داسې وکړه چې ځان ترې وژغورهځکه چې ته د هغه سړي په لاسونو کې لوېدلی یې:هغه ته په ډېره عاجزۍ ورشه او عذر زاري ورته وکړه.
4مه ویده کېږهاو یوه شېبه هم ارام مه کوه.
5لکه د هوسۍ په شان ځان د ښکاري له منګولو وژغورهاو د مرغۍ په څېر ځان د دام لرونکي له لاسه خلاص کړه.
6ای لټ سړیه! د مېږي له ژوند نه عبرت واخلهد هغه په لارو چارو غور وکړه او حکمت پیدا کړه!
7میږی نه کوم قوماندان لرياو نه کوم مشر او نه کوم آمر لري
8خو د لو په وخت کې خپل خواړه راټولوياو په اوړي کې ځان ته خوراک ذخیره کوي.
9نو ته لټ به ترڅو پورې پروت یېاو کله به له خوبه راپاڅېږې؟
10که ته وایې: «نور به هم ویده شماو لاس به د سر لاندې کېږدم چې ارام وکړم»
11نو غریبي به د داړه مار په شان په تا راشياو نېستي به د وسله وال غل په څېر درباندې یرغل وکړي.
12شر اچوونکی انسان بېکاره او بېځایه ګرځياو په خوله کږې وږې خبرې کوي.
13هغه سترګې وهياو بېځایه پښې دربوياو په ګوتو اشارې کوي.
14په خپل زړه کې تل بدې نقشې جوړوياو جنګ او جګړې ته لمن وهي.
15نو ځکه به سمدلاسه لوی مصیبت پرې نازل شياو ناڅاپه به ټوټې ټوټې شي چې د جوړېدو به نه وي.
16شپږ شیان دي چې څښتن ترې نفرت کوياو اووه شیان دي چې د هغه په نظر د کرکې وړ دي:
17کبرجنې سترګې او دروغجنه ژبهاو هغه لاسونه چې بې ګناه وینه تویوي
18هغه زړه چې بدې نقشې جوړوياو هغه پښې چې د بدۍ په لور په بیړه منډې وهي
19هغه دروغجن شاهد چې تل دروغ بادوياو هغه څوک چې د ورونو ترمنځ جګړو ته لمن وهي.
20نو ای زما زویه! د خپل پلار په حکم عمل وکړهاو د خپلې مور روزنه له پامه مه غورځوه.
21د هغوی خبرې تل په خپل زړه کې یاد ساتهاو د هار په شان یې په خپله غاړه کې ګرځوه.
22کله چې ګرځې نو خبرې به یې درته لارښوونه کويکله چې ویده شې نو روزنه به یې ستا ساتنه کوياو کله چې راویښ شې نو حکم به یې مشوره درکوي.
23ځکه حکم یې ډېوه او روزنه یې رڼا دهنصیحت او سختې خبرې یې د ژوندون لار ده
24ترڅو تا د بدلمنې ښځې نه وساتيله هغې ښځې نه چې نرمه ژبه لري.
25په زړه کې د هغې د ښایست شوق مه کوهاو هغه مه پرېږده چې په سترګې وهلو دې د ځان غلام کړي
26ځکه بدلمنه ښځه د یوې ډوډۍ په بیه اخیستل کیږيخو د بل چا ښځه به دې قیمتي ژوند ښکار کړي.
27څوک په خپل لمن کې بل شوی اور وړلی شياو کالي یې ونه سوځیږي
28او یا څوک په سرو سکروټو ګرځېدلی شيچې پښې یې په اور تڼاکې نه شي؟
29نو دا د هغه چا په شان دی چې د بل له ښځې سره څمليهرڅوک چې هغې ته لاس وروړي بې سزا به پاتې نه شي.
30څوک چې د نس د مړېدو په خاطر غلا کوينو خلک هغه غل ته په سپکه سترګه نه ګوري
31��و که ونیول شي نو اووه چنده بیه به ورکوياو په بدل کې به یې د خپل کور ټوله شتمني خرڅوي.
32څوک چې د بل له ښځې سره زنا کوي نو ناپوهه دیڅوک چې داسې کوي نو په حقیقت کې ځان تباه کوي.
33هغه به له رسوایۍ او وهلو څخه خلاص نه شياو بې عزتي به ترې لېرې نه شي.
34نو کینه او غیرت به یې په مېړه اور بل کړياو زړه به یې په بدل اخیستلو کې هېڅکله ونه سوځیږي.
35هغه به د دې په بدل کې هېڅ ډول قرباني قبوله نه کړياو هرڅه چې ورکړې وبه یې نه مني.