Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1ای زما زویه! زما د حکمت خبرو ته پام کوهاو د پوهې خبرو ته مې ښه غوږ ونیسه
2نو ته به د دې لایق شې چې خپله خوله پټه وساتېاو شونډې به دې علم ټینګ وساتي.
3د بدلمنې ښځې له شونډو نه شات څڅیږياو د خولې خبرې یې د زیتونو له تېلو نه غوړې دي
4خو په اخر کې د زهرو او زقوم په شان ترخه وياو خوله یې د دوه مخې تورې په څېر تېره وي.
5د داسې ښځې پښې د مرګ په لور روانې دياو مخامخ د ګور په لور قدمونه اخلي.
6هېڅکله د ژوند په سمه لار فکر نه کوياو نه پوهیږي چې لارې یې له سرګردانۍ ډکې دي.
7نو ای زما زامنو! ماته غوږ ونیسئڅه چې درته وایم، له هغه نه مخ مه اړوئ.
8ای زما زویه! له داسې ښځې نه ځان لېرې ساتهاو د کور دروازې ته یې هم مه ورنژدې کېږه
9هسې نه چې خپل عزت له لاسه ورکړېاو ځواني دې د بې رحمه انسان په لاس کې ولویږي
10او په شتمنۍ دې پردي ماړه شياو د زحمت نتیجه دې د بل چا کور ته لاړه شي.
11کله چې دې د بدن غوښې له کټ نه وڅڅیږينو په اخر کې به فریادونه کوې
12او بیا به افسوس کوې چې «ولې مې نصیحت نه اورېدهاو څومره به مې زړه اصلاح سپکه ګڼله؟
13د خپلو ښوونکو خبره به مې نه منلهاو د خپلو استاذانو خبرو ته به مې غوږ نه نیوه.
14ناڅاپه د بربادۍ کندې ته وغورځېدماو د جرګې او خلکو په مخکې وشرمېدم.»
15یوازې له خپلې ذخیرې نه د مینې اوبه څښهلکه څنګه چې له خپلې څاه نه اوبه څښې.
16نو دا مناسب ده چې ستا د اوبو چینې دې په لارو کې تویې شياو د لښتیو په څېر دې په کوڅو کې روانې وي؟
17دا د مینې اوبه دې یوازې ستا وياو له پردیو سره دې شریکې نه شي.
18نو ستا د اوبو په چینه دې برکت شياو د ځوانۍ د وخت له خپلې ښځې نه دې خوند واخلې.
19هغه یوه مینه ناکه هوسۍ او ښکلې غرڅنۍ دهاو د بدن په ښکلا به یې هر وخت موړ شېاو د هغې مینه به دې تل سرګردانه کړي.
20نو ای زما زویه! ولې د بل د ښځې په مینه کې سرګردانه یېاو د هغه د ښځې سره یو ځای غاړه په غاړه ویده کېږې؟
21نو د انسان ټولې لارې د څښتن تر نظر لاندې دياو هغه په خپله د انسان ټولې لارې چارې څاري.
22د بدکاره انسان بدکاري هغه په دام کې نښلويچې د خپلې ګناه په رسۍ کې به ټینګ ونیول شي.
23هغه به د اصلاح له نشتوالي نه مړ شياو د خپل جهالت له ډېروالي نه به سرګردانه شي.