Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
27 verses
1اَای زما زامنو! د خپل پلار نصیحت ته غوږ ونیسئاو هغه ته پام وکړئ چې عقل زده کړئ
2ځکه چې زه تاسو ته ښه تعلیم درکومنو زما ښوونه او روزنه مه هېروئ.
3کله چې زه د خپل پلار ځوان زوی وماو د خپلې مور په نظر یوازېنی او نازولی ماشوم وم
4پلار مې ماته لارښوونه کوله او راته ویل به یې:«زما خبرې دې په خپل زړه کې ټینګې وساتهاو زما په حکمونو عمل کوه چې نېکمرغه ژوند ولرې.
5حکمت حاصل کړه، عقل پیدا کړهزما کلام مه هېروه او مخ ترې مه اړوه.
6حکمت له لاسه مه ورکوه نو ستا ساتنه به کوياو ورسره مینه کوه نو ستا حفاظت به کوي.
7حکمت تر ټولو لوړ مقام لري نو حاصل یې کړهاو د خپلې ټولې شتمنۍ په بیه عقل تر لاسه کړه!
8په درنه سترګه ورته ګوره نو تا به سرلوړی کړي.که ورته غاړه ورکړې نو ته به عزتمن شې.
9ستا په سر به د افتخار شمله کېږدياو ښکلی تاج به در په سر کړي.»
10نو ای زما زویه! ماته غوږ شه او خبرې مې ومنهنو په دې کار سره به دې عمر ډېر شي.
11تاته مې د حکمت لار وښودلهاو ته مې د صداقت په لارو روان کړې.
12په ګرځېدو کې به دې پښه په څه شي نه لګیږياو په منډه وهلو کې به نه ښویېږې.
13نصیحت ته مې غاړه کېږده او له لاسه یې مه ورکوهټینګه ساتنه یې وکړه ځکه چې هغه ستا ژوند دی.
14د بدکارانو په لار قدم مه ږدهاو د شر اچوونکو په لار تلل مه کوه.
15ځان ترې وساته او پرې مه ځهمخ ترې واړوه او ورڅخه تېر شه.
16ځکه دوی ته خوب نه ورځي چې چا ته یې زیان نه وي رسولیاو تر هغې نه ویده کیږي ترڅو چې بل یې نه وي غورځولی.
17شرارت ورته د ډوډۍ په شان وي چې تل یې خورياو ظلم ورته د شرابو په څېر دی چې تل یې څښي.
18خو د نېکانو لار د سباوون د رڼا په شان دهچې روښنایي یې زیاتیږي ترڅو د غرمې رڼا لګیږي.
19د بدکارانو لار د تورې تیارې په شان دهاو په دې نه پوهیږي چې د لوېدلو سبب یې څه دی.
20نو ای زما زویه! خبرو ته مې پام کوهاو څه چې درته وایم نو په غور یې واوره.
21هغه له خپل نظر نه مه لېرې کوهاو د زړه په تل کې یې تل وساته.
22څوک چې یې مني نو هغه ته اوږد ژوند ورکوياو ټول وجود ته یې شفا وربخښي.
23له هرڅه نه لومړی د خپل زړه پوره پام ساتهځکه چې زړه دې د ټول ژوند سرچینه ده.
24له خپلې خولې نه دې کږې وږې خبرې لېرې کړهاو له غولوونکو خبرو نه خپله ژبه وساته.
25خپلې مخې ته سم او مخامخ ګورهاو سترګې دې هماغه لور ته ونیسه.
26د خپلو قدمونو په لار پوره فکر وکړهنو بیا به دې د ژوند ټولې چارې ډاډمنې شي.
27یو قدم هم ښي او کیڼ خواته مه ګرځهاو خپلې پښې له بدۍ نه لېرې وساته.