Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
35 verses
1اای زما زویه! زما تعلیم مه هېروهاو زما حکمونه په خپل زړه کې ټینګ وساته
2ځکه دا به ستا د عمر ورځې او کلونه ډېر کړياو سوله او سلامتي به در په برخه کړي.
3مینه او وفا د خپل ځانه مه لېرې کوههغه د تل دپاره د خپلې غاړې هار کړهاو د خپل زړه په تخته یې ولیکه.
4نو بیا به ته د خدای او انسان په نظر کې نېک وګڼل شېاو د یو هوښیار انسان په توګه وپېژندل شې.
5په خپل ټول زړه په څښتن توکل کوهاو په خپل عقل او پوهه تکیه مه کوه.
6په هر کار کې د هغه د حضور غوښتنه کوهنو هغه به ستا لارې هوارې کړي.
7په خپل فکر ځان د حکمت خاوند مه ګڼهله څښتن څخه وېره کوه او له بدۍ نه مخ واړوه.
8نو په دې به ستا بدن تل روغ وياو ټول وجود به دې تازه شي.
9په خپلې شتمنۍ سره د څښتن عزت کوهاو د خپل ټول فصل لومړنۍ مېوه ورکوه
10نو بیا به ستا ګودامونهله غلي دانې نه ډک شياو چاټۍ ګانې به دېد انګورو له شیرې څخه له خولې نه واوړي.
11نو ای زما زویه! د څښتن اصلاح ته په سپکه سترګه مه ګورهاو کله چې تا رټي نو هېڅکله مه خفه کېږه
12ځکه څښتن چې له چا سره مینه کوينو هغه ته سزا ورکويلکه یو پلار ته چې کوم زوی منلی وينو رټنه یې د محبت نښه ده.
13بختور دی هغه څوک چې حکمت حاصل کړياو هغه څوک چې پوهه پیدا کړي
14ځکه چې د هغې ثمره له سپینو زرو نه غوره دهاو حاصل یې له سرو زرو نه ډېر زیات دی.
15هغه د لعلونو نه ډېر قیمتي دیچې له ارزښت سره یې ستا له خوښې هېڅ ګټه برابره نه ده.
16د هغې په یو لاس کې اوږد ژوند دیاو په بل لاس کې یې دولت او عزت دی.
17لارې یې خوشحالوونکې دياو ټولې لارې یې د سولې او سلامتۍ دي.
18څوک چې هغې ته غېږ ورکوينو د هغوی دپاره د ژوندانه ونه دهاو بختور دي هغه څوکچې هغې ته ټینګه غاړه ورکوي.
19څښتن په خپل حکمت سره د ځمکې بنیاد کېښوداو اسمانونه یې د خپلې پوهې په وسیله پیدا کړل.
20د هغه د علم په وسیله د ځمکې په تل کې د اوبو چینې روانیږياو له ورېځو نه یې باران او پرخه په ځمکه راوریږي.
21نو ای زما زویه! پوهه له خپله نظره مه لېرې کوهاو په خپل ځان کې د حکمت او لیاقت ټینګه ساتنه کوه.
22دوی به ستا روح تازه ساتياو دا به ستا د غاړې د فضل هار وي.
23نو بیا به په ډاډه زړه په خپله لار روان شېاو ستا پښه به په تیږه نه لګیږي.
24کله چې ته ویده کېږې نو نه به وېرېږېاو د څملاستو په وخت کې به په خواږه خوب ویده کېږې.
25نو له ناڅاپي بلا نه مه وېرېږه کله چې په تا راشياو نه د هغه توفان له تباهۍ نه چې په بدکارانو راځي
26ځکه څښتن به تل ستا ساتونکی ويچې پښه دې په دام کې ونه نښلي.
27ترڅو چې د نېکۍ کولو توان لرېنو د مسکینانو سره له مرستې نه ډډه مه کوه.
28کله چې څوک ستا نه څه وغواړي او ته یې ولرېنو ورته مه وایه چې نن لاړ شه او سبا راشه، بیا به یې درکړم.
29د خپل ګاونډي په خلاف د زیان رسولو اراده مه لرهڅوک چې ستا په خوا کې اوسیږي او په تا باور کوي.
30ترڅو چې چا تاته زیان نه وي رسولینو په هغه باندې بېځایه تور مه لګوه.
31د ظالم انسان سره بخیلي مه کوهاو د هغه د لارې پیروي مه کوه.
32ځکه څښتن له هغه چا نه کرکه کوي چې په غلطه لار روان ويخو هغه د رښتینو خلکو سره د دوستۍ اړیکې لري.
33د څښتن لعنت د بدکاره انسان په کور باندې وریږيخو هغه د نېکو خلکو په کورنیو باندې برکت وروي.
34هغه په ملنډو وهونکو خندا کويخو په عاجزانو خپل فضل کوي.
35د حکمت خاوندانو ته عزت په میراث کې رسیږيخو کم عقلان به د شرم سره مخامخ کیږي.