Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1ای زما زویه! که ته زما خبرې ومنېاو حکمونه مې د زړه په تل کې ذخیره کړې
2نو زما د حکمت خبرو ته غوږ ونیسهاو خپل زړه پوهې ته رامات کړه.
3که په حقیقت کې د عقل غوښتلو دپاره خپل غږ پورته کړېاو د پوهې دپاره په لوړ اواز نارې ووهې
4که د سپینو زرو په شان یې لټون وکړېاو د پټو خزانو په څېر ورپسې وګرځې
5نو په دې به پوه شې چې څنګه له څښتن څخه ووېرېږېاو د خدای پېژندلو علم به حاصل کړې.
6ځکه دا څښتن دی چې حکمت ورکوياو د هغه له خولې نه علم او پوهه راوځي.
7هغه رښتینو خلکو ته د حکمت خزانې ورکوياو د هغوی دپاره سپر دی چې خپل ژوند په صداقت تېروي.
8ترڅو د انصاف کوونکو د لارو حفاظت وکړياو د خپلو وفادارانو د لارې ساتنه وکړي.
9نو بیا به ته په انصاف، عدالت او برابرۍ پوه شېاو ته به ټولې ګټورې لارې وپېژنې.
10نو حکمت به ستا د زړه تل ته ښکته شيعلم به ستا روح خوشحاله کړي.
11لیاقت به تا د خپل نظر لاندې وساتياو پوهه به دې ټینګ حفاظت وکړي.
12نو بیا به حکمت تا د بدکارو خلکو نه وژغوريله هغه خلکو نه چې بدې خبرې کوي
13څوک چې د صداقت لارې پرېږدياو په تورو تیارو لارو تلل کوي
14څوک چې د بدو کارونو په کولو خوشحالیږينو له کږو لارو نه خوند اخلي
15د چا لارې چې کږې وږې دينو ټولې چارې یې غولوونکې دي.
16نو حکمت به تا د بل چا له ښځې نه وژغوريد هغې ښځې نه چې غوړې خبرې کوي
17چا چې د ځوانۍ د وخت مېړه پریښیاو خپل لوظ یې هېر کړی چې د خدای سره کړی ؤ.
18ځکه د هغې د کور لار د مرګ لور ته ښکته کیږياو لارې یې د مړو دنیا په لور لاندې تللې دي.
19هرڅوک چې د هغې غېږ ته ورشي بیا بېرته نه راځياو هېڅکله به هغوی د ژوند لارو ته ونه رسیږي.
20نو بیا به ته د ښو خلکو په لار روان شېاو د نېکانو په لارو کې به پاتې شې.
21نو په حقیقت کې به رښتیني خلک په دې ځمکه کې واوسیږياو هغه څوک به په کې پاتې شي چې د پاکو زړونو خاوندان وي
22خو بدکاران به د ځمکې له سر نه لېرې شياو خاینان به ترې له ریښې نه وویستل شي.