Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
33 verses
1دا د اسراییلو د پاچا او د داود د زوی سلیمان متلونه دي.
2د دې متلونو مقصد دا دیچې خلک په حکمت او نصیحت پوره پوه شياو د عقلمندۍ خبرې زده کړي
3ترڅو نصیحت ومني چې هوښیار شياو خپل ژوند په انصاف، عدالت او برابرۍ تېر کړي
4چې ساده خلکو ته پوهه ورکوياو ځوانانو ته علم او لیاقت وربخښي
5نو هوښیاران دې واوري او خپل تعلیم دې زیات کړياو عقلمندان دې له نورو ښې مشورې واخلي
6د دې دپاره چې د متلونو او نصیحتونو په اهمیت پوه شياو د حکمت د خاوندانو خبرې او رازونه هم وپېژني.
7له څښتن څخه وېره د علم او پوهې شروع دهخو جاهلان حکمت او نصیحت ته په سپکه سترګه ګوري.
8ای زما زویه! د خپل پلار نصیحت ته غوږ ونیسهاو د خپلې مور روزنه له پامه مه غورځوه
9ځکه دا ستا دپاره د افتخار شمله دهاو ستا د غاړې دپاره ښکلی هار دی.
10نو ای زما زویه! که ګناهکاران تا هڅوينو د هغوی خبرې هېڅکله مه منه.
11که هغوی تاته ووایي: «زمونږ سره راځهچې د چا د وینو د تویولو دپاره کمین ونیسواو په یو بې ګناه انسان ناحقه یرغل وکړو.
12راځه چې هغوی د قبر په څېر ژوندي تېر کړولکه هغه خلک چې روغ رمټ د مرګ کندې ته ښکته کیږي.
13مونږ به هر ډول قیمتي مال دولت تر لاسه کړواو خپل کورونه به د لوټ شوې شتمنۍ نه ډک کړو.
14راځه، مونږ سره مل شهاو لوټ شوی مال به په خپل منځ کې ووېشو.»
15نو ای زما زویه! د هغوی سره په لار مه ځهاو د هغوی په پل قدم مه ږده
16ځکه د هغوی پښې د بدۍ او زیان په لور منډې وهياو د وینو تویولو طرف ته په بیړه روان دي.
17نو د یو وزر لرونکي په مخکېجال غوړول بې ګټې کار دی.
18داسې خلک چې نورو ته په کمین کې ناست وينو خپله وینه تویوياو هغوی چې په نورو یرغل کوينو خپل ځانونه په دام کې نښلوي.
19نو بیا ټول ټګان چې د داسې لارو ناروا ګټه تر لاسه کوينو په داسې ګټې سره خپل ژوند له لاسه ورکوي.
20حکمت په لارو کوڅو کې چیغې وهياو په چوکونو کې په لوړ اواز نارې وهي.
21د ګڼې ګوني په ځایونو کې خپل غږ پورته کوياو د ښار د دروازو دننه خپله وینا کوي:
22«ای ساده خلکو، ترڅو به تاسو له ناپوهۍ سره مینه لرئ؟ترڅو به ملنډې وهونکي له ملنډو نه خوند اخلياو کم عقل خلک به له علم نه کرکه کوي؟
23ماته مخ راواړوئ او زما سختې خبرې واورئنو زه به د خپل زړه دروازه تاسو ته بېرته کړماو خپل کلام به تاسو ته ښکاره کړم.
24ما تاسو ته غږ وکړخو غوږونه مو بند کړي وو.کله چې مې لاس در وغزولونو سترګې مو ورباندې پټې کړې.
25زما ټولې لارښوونې مو له پام نه وغورځولېاو زما سختې خبرې مو ونه منلې.
26کله چې په تاسو لوی مصیبت راشيزه به په تاسو پورې وخاندماو کله چې په تاسو لویه بلا راشيتاسو پورې به ملنډې ووهم
27کله چې په تاسو لویه بلا د توفان په شان راشيکله چې لوی مصیبت لکه د سختې سیلۍ په څېر په تاسې نازل شياو کله چې سختي او تکلیف په تاسو راشي.
28نو بیا به هغوی ماته چیغې وهي خو زه به ځواب نه ورکوماو په سختۍ به ما لټوي خو پیدا به مې نه کړي
29ځکه چې هغوی له علم نه کرکه وکړهاو له څښتن څخه یې وېره غوره نه کړه.
30هغوی زما لارښوونه ونه منلهاو زما ټولو سختو خبرو ته یې په سپکه وکتل
31نو بیا به د خپلې کړنې مېوه وخورياو د خپلو دسیسو په ترخه مېوه به ماړه شي.
32نو د ساده خلکو سرکښي به د دوی د مرګ سبب شياو د کم عقلانو بې پروایي به دوی تباه کړي
33خو هرڅوک چې زما واوري هغه به په امن کې ژوند کوياو له زیان څخه به وېره ونه لري.»