Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1دا لیک د پولوس له خوا چې د خدای په ارادې د عیسی مسیح رسول دی، د خدای هغو خلکو ته چې د افسیس په ښار کې دي او عیسی مسیح ته وفادار دي.
2زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.
3ثنا او صفت دې وي خدای ته یعنې زمونږ د څښتن عیسی مسیح پلار ته چې مونږ ته یې په مسیح کې په اسماني ځایونو کې هر ډول روحاني برکتونه راکړي دي.
4ځکه چې هغه مونږ د دنیا د پیدایښت نه مخکې په مسیح کې غوره کړو، ترڅو د هغه په نظر کې سپېڅلي او بې عیبه واوسو.
5د خپلې ارادې او خوښې له مخې یې په مینه د مخکې نه پرېکړه کړې ده چې د عیسی مسیح په وسیله مونږ د خپلو اولادونو په توګه قبول کړي.
6خدای داسې وکړل ترڅو مونږ ته د هغه د جلال نه ډک فضل دپاره چې مونږ ته یې په خپل ګران زوی کې په سخاوتمندانه توګه راکړی دی، ثنا ووایو.
7د هغه د ډېر زیات فضل له مخې مونږ په هغه کې د هغه د زوی د وینې په وسیله خلاصون وموند، یعنې سرغړونو مو وبخښل شول،
8چې هغه په ټول حکمت او پوهې سره په پرېمانه توګه مونږ ته راکړ.
9خدای د خپلې خوښې له مخې چې په مسیح کې عملي کړی ؤ، د خپلې ارادې پټ راز مونږ ته ښکاره کړ.
10دا نقشه به په یو سم وخت کې پوره کیږي چې هغه ټول شیان که په اسمان کې دي یا په ځمکه کې د مسیح د واک او اختیار لاندې سره یوځای شي.
11خدای چې هرڅه د خپلې ارادې او مقصد له مخې سرته رسوي، مونږ یې غوره کړو چې په مسیح کې د هغه خپل خلک واوسو، ځکه چې مونږ یې د مخکې نه د خپلې ارادې له مخې غوره کړي وو.
12نو بیا مونږ چې لومړني خلک وو چې مسیح ته هیله من شولو، باید د هغه د جلال او لویۍ ثنا او صفت وکړو.
13تاسو هم چې کله رښتینی کلام یعنې خپل د خلاصون زېری واورېد او په هغه باندې مو ایمان راوړ، نو خدای تاسو ته د روح القدس په درکولو سره چې مخکې یې وعده کړې وه، په تاسو باندې د خپل ملکیت مهر ولګاوه.
14همدا روح دی چې د خدای له خوا مونږ ته د هغه د میراث ضمانت دی چې مونږ به یې تر لاسه کوو. خدای مونږ په بیه واخیستلو چې د هغه خلک واوسو، ترڅو د هغه د جلال او لویۍ صفت وشي.
15له دې امله کله چې زه ستاسو د ایمان نه چې په څښتن عیسی باندې یې لرئ او د هغې مینې نه چې د خدای د ټولو خلکو سره یې کوئ، خبر شوم،
16نو ستاسو په خاطر مې خدای ته شکر کول پرېنښودل او تاسو تل په خپلو دعاګانو کې یادوم.
17زه د څښتن عیسی مسیح د خدای څخه چې د جلال نه ډک پلار دی، غواړم چې هغه تاسو ته د حکمت او الهام روح درکړي، ترڅو هغه په ښه توګه وپېژنئ.
18زه دعا کوم چې ستاسو د زړونو سترګې دې روښانه شي، ترڅو په دې پوه شئ چې هغه تاسو په کومې هیلې سره رابللي یئ یعنې هغه پرېمانه او شانداره میراث ته چې هغه خپلو خلکو ته ساتلی دی،
19او په دې هم پوه شئ چې زمونږ ایماندارانو دپاره د هغه قدرت څومره بې حده او ډېر لوی دی.
20دا هماغه لوی قدرت دی چې هغه ترې کار واخیست کله چې مسیح یې د مړو نه بېرته راژوندی کړ او په اسماني ځایونو کې یې خپل ښي لاس ته کښېناوه
21او هغه یې د هر حکومت، د واک خاوند، هر قدرت او بل هر لوړ مقام نه چې کولای شو نوم یې واخلو اوچت کړ، یوازې په دې دنیا کې نه بلکې په راتلونکې دنیا کې هم.
22خدای ټول شیان د مسیح په اختیار کې ورکړل او هغه یې د کلیسا دپاره د ټولو شیانو سر کړ
23او کلیسا د مسیح بدن دی چې په خپله د مسیح په وسیله کامل کیږي او په همدې وخت کې ټول شیان د هغه په وسیله کامل کیږي.