Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1ای خویندو او ورونو! که چېرې څوک په کومې ګناه کې راګېر شي، نو تاسو چې روحاني خلک یئ، هغه په نرمۍ سره سمې لارې ته راوګرځوئ. په خپلو ځانونو باندې پام کوئ، که نه، نو تاسو به هم وسوسه شئ.
2یو د بل سره د بار په وړلو کې مرسته کوئ، نو په دې ډول به تاسو د مسیح شریعت پوره کړئ.
3که چېرې څوک خپل ځان لوی ګڼي او په حقیقت کې هغه هېڅ هم نه وي، نو هغه خپل ځان غولوي.
4هرڅوک دې خپل عمل په خپله وازمایي. که چېرې ښه وي نو بیا کولای شي په خپل ځان فخر وکړي، خو خپل ځان د نورو سره مه پرتله کوئ.
5ځکه چې هرڅوک باید خپل کار په خپله سرته ورسوي.
6څوک چې د خدای کلام زده کوي، نو په خپلو ټولو ښو شیانو کې دې خپل ښوونکی شریکوي.
7مه بې لارې کېږئ، هېڅوک نه شي کولای چې خدای وغولوي، ځکه څوک چې څه کري هغه به رېبي.
8خو څوک چې د خپلو نفساني غوښتنو په کرونده کې کوم څه وکري، نو د هغه څخه به د مرګ حاصل راټول کړي او څوک چې د روح القدس د خوشحالولو دپاره کوم څه وکري، نو د هغه روح القدس څخه به د تلپاتې ژوندون حاصل راټول کړي.
9نو مونږ باید په ښه کار کولو ستړي نه شو او د دې کارونو څخه لاس وانخلو، نو په سم وخت به خپل حاصل راټول کړو.
10نو ترڅو پورې چې زمونږ سره موقعه وي، باید د هرچا سره نېکي وکړو او په ځانګړې توګه د هغوی سره چې د ایماندارانو په یوه کورنۍ کې زمونږ سره شریک دي.
11وګورئ، زه تاسو ته په خپل لاس په څومره غټو ټکو سره لیکم.
12کوم خلک چې تاسو په سنتولو مجبوروي، دا هغه خلک دي چې د نورو په مخکې خپل ځانونه داسې ښایي چې دوی ښه خلک دي. ځکه دوی نه غواړي چې د مسیح د صلیب په خاطر وځورول شي.
13ځکه حتی هغه خلک چې سنت شوي دي، هغوی په خپله په شریعت باندې عمل نه کوي، خو هغوی ستاسو سنتېدل د دې دپاره غواړي چې ستاسو په دې کار هغوی فخر وکړي.
14خو خدای دې نه کړي چې زه دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح د صلیب څخه پرته په کوم بل شي باندې فخر وکړم. ځکه چې د هغه د صلیب په وسیله نړۍ زما دپاره مړه شوه او زه د نړۍ دپاره.
15ځکه چې سنتېدل یا نه سنتېدل کومه مهمه خبره نه ده، بلکې نوی پیدایښت مهم دی.
16سلامتي او رحم دې وي په هغه چا باندې چې د دې قانون سره سم ژوند تېروي او هم د خدای په ټولو حقیقي اسراییلو باندې.
17له دې نه وروسته دې هېڅوک ما نه په تکلیفوي، ځکه زما په بدن چې کوم داغونه دي د هغې نه معلومیږي چې زه د عیسی یم.
18ای خویندو او ورونو! په تاسو ټولو باندې دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل وي. امین.