Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
26 verses
1مسیح مونږ د ازاد اوسېدلو دپاره ازاد کړي یو. نو اوس په خپلې ازادۍ کې ټینګ پاتې شئ او مه پرېږدئ چې یوځل بیا د غلامۍ جغ ستاسو په غاړه کې کېښودل شي.
2ماته غوږ ونیسئ! زه پولوس تاسو ته وایم، که چېرې تاسو سنتول د خلاصون یوه وسیله ګڼئ، نو مسیح چې ستاسو دپاره کوم څه کړي دي، تاسو ته یې هېڅ ګټه نشته.
3زه یوځل بیا په تاسو ټینګار کوم، که چېرې څوک سنت شي، نو هغه مجبور دی چې د شریعت په ټولو حکمونو باندې عمل وکړي.
4که چېرې په تاسو کې څوک کوښښ کوي چې په شریعت باندې په عمل کولو سره نېک وګڼل شي، نو خپله اړیکه د مسیح سره پرې کوئ او د خدای د فضل څخه لېرې پاتې کېږئ.
5ځکه چې زمونږ هیله دا ده چې خدای به مونږ په خپل نظر کې عادل وګڼي او له دې امله مونږ د روح القدس په وسیله چې زمونږ د ایمان له لارې په مونږ کې کار کوي، انتظار وباسو.
6ځکه کله چې مونږ په عیسی مسیح باندې ایمان ولرو، نو سنتېدل یا نه سنتېدل کومه مهمه خبره نه ده. کوم شی چې مهم دی هغه ایمان دی چې ځان نورو ته په مینه کې څرګندوي.
7تاسو خو په روحاني توګه ښه پرمختګ کاوه، نو بیا چا ستاسو مخه ونیوله چې د حقیقت پیروي ونه کړئ؟
8دا کار د خدای له خوا چې تاسو یې رابللي یئ، نه دی.
9لکه څنګه چې خلک وایي: «لږه خمیره ټول اوړه خمیره کوي.»
10زه باور لرم چې تاسو به د څښتن سره په یووالي کې کومه بله عقیده ونه منئ. خدای به هر هغه چاته چې تاسو یې اندېښمن کړي یئ، که هغه هرڅوک وي، سزا ورکړي.
11ای خویندو او ورونو! د خپل ځان په هکله باید ووایم، که زه تر اوسه د سنتېدلو په هکله وعظ کوم چې دا کار ضروري دی، نو بیا ولې تر اوسه ځورول کېږم؟ که چېرې هغه رښتیا وو، نو بیا به هېڅوک د مسیح د صلیب په هکله زما په وعظ خفه شوی نه وای.
12کاشکې هغه څوک چې تاسو د دې دپاره پرېشانه کوي چې باید سنت شئ نو هغوی دې خپل ځانونه خصیان کړې.
13ای خویندو او ورونو! تاسو د دې دپاره رابلل شوي یئ چې ازاد اوسئ. خو د دې ازادۍ څخه یوازې د خپلو نفساني غوښتنو په خاطر کار مه اخلئ، بلکې په مینه د یو بل خدمت وکړئ.
14ځکه چې ټول شریعت په یو حکم کې خلاصه کیږي: «د خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه کوه.»
15خو که چېرې تاسو په یو بل باندې خوله لګوئ او یو بل ته زیان رسوئ، نو بیا پام کوئ، که نه، نو یو بل به بالکل له منځه یوسئ.
16نو زه دا وایم، که چېرې تاسو خپل ژوند د روح القدس د لارښوونې سره سم تېر کړئ، نو بیا به د خپلو نفساني غوښتنو له مخې کوم کار نه کوئ.
17ځکه چې نفساني غوښتنې د روح القدس د غوښتنو په خلاف دي او څه چې روح القدس غواړي هغه د نفساني طبیعت په خلاف دي. له دې امله تاسو نه شئ کولای هرڅه چې مو زړه وغواړي هغه وکړئ.
18خو که چېرې تاسو د خدای د روح القدس په لارښوونه روان یئ، نو بیا مجبوره نه یئ چې د شریعت تابع اوسئ.
19د نفساني غوښتنو کارونه ښکاره دي: جنسي بد اخلاقي، ناپاکي، عیاشي،
20بت پرستي، جادوګري، دښمني، جګړې، بخیلي کول، قهر او غضب، ځان خوښونه، بې اتفاقي، ډله بازي،
21بخیلي، نشه، مستي او داسې نور. زه تاسو ته خبرداری درکوم لکه څنګه چې مخکې ما تاسو ته هم درکړی ؤ، څوک چې داسې کارونه کوي د خدای د پاچاهۍ په میراث کې به برخه ونه لري.
22خو د روح القدس ثمره دا ده: مینه، خوشحالي، ارامي، صبر، مهرباني، نېکي، وفاداري،
23نرمي او په خپل نفس باندې واک لرل. هېڅ شریعت د دې کارونو په خلاف نه دی.
24نو څوک چې د عیسی مسیح پیروان دي، هغوی خپل انساني طبیعت د خپلو ټولو هوسونو او غوښتنو سره په صلیب کړی دی.
25که چېرې مونږ د روح القدس په وسیله ژوند کوو، نو باید خپل ژوند د روح القدس د لارښوونې له مخې جوړ کړو.
26نو باید غرور ونه کړو، یو بل ونه ځوروو او د یو بل سره بخیلي ونه کړو.