Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1خو زه تاسو ته وایم چې ترڅو پورې چې میراث خور صغیر وي، نو د یو غلام سره فرق نه لري، که څه هم هغه د ټول جایداد خاوند وي.
2پلار یې چې کوم وخت د هغه دپاره ټاکلی دی تر هغې پورې به د سرپرستانو او ساتونکو د څارنې لاندې وي.
3په همدې ډول کله چې مونږ هم په روحاني توګه ماشومان وو، نو د دنیاوي بدو روحاني قوتونو غلامان وو.
4خو کله چې هغه ټاکل شوی وخت راورسېد، نو خدای خپل زوی راولېږه چې د یوې ښځې نه پیدا شو او د شریعت تابع ؤ،
5ترڅو د هغو خلکو ازادي بېرته په بیه واخلي چې د شریعت تابع وو، په دې ډول هغه مونږ د خپلو اولادونو په توګه قبول کړي یو.
6د دې دپاره چې خدای دا وښایي چې د هغه اولادونه یو، نو د خپل زوی روح یې زمونږ زړونو ته راولېږه، هغه روح چې چیغې وهي: «ای زما پلار جانه.»
7نو نور ته غلام نه یې، بلکې د هغه اولاد یې. او څرنګه چې د هغه اولاد یې، نو خدای ته د خپل هرڅه وارث کړی هم یې.
8پخوا چې تاسو خدای نه پېژانده، نو د هغو خدایانو بندګي مو کوله چې په اصل کې خدایان نه وو.
9خو اوس چې تاسو خدای پېژنئ او یا باید ووایم چې خدای تاسو پېژني، نو بیا څنګه کولای شئ چې بېرته هغو کمزورو او بې ګټې دنیاوي اصولو ته وروګرځئ؟ ولې غواړئ چې یوځل بیا د هغو شیانو غلامان شئ؟
10تاسو په ډېر غور ځانګړې ورځې، میاشتې، فصلونه او کلونه هم په مذهبي توګه لمانځئ.
11زه وېرېږم چې کوم زحمتونه چې ما ستاسو دپاره ویستلي دي، هغه بېځایه تللي وي.
12ای خویندو او ورونو! تاسو ته زاري کوم چې خپل ځانونه زما په شان د دې شیانو څخه ازاد کړئ، ځکه چې زه هم ستاسو په شان شوی یم. تاسو مخکې زما سره هېڅ بد سلوک نه دی کړی.
13تاسو ته په یاد دي کله چې ما د اول ځل دپاره زېری واوراوه، په هغه وخت کې زه ناروغ وم.
14سره له دې چې زما ناروغي ستاسو دپاره یو ازمایښت ؤ، خو بیاهم تاسو زما څخه کرکه ونه کړه او مخ مو راڅخه ونه اړاوه، بلکې داسې هرکلی مو راته وویل چې ګوندې زه د خدای فرښته یا خپله عیسی مسیح وم.
15زه دا ویلی شم چې تاسو زما سره دومره خوشبخته وئ که چېرې کېدلی شو، نو خپلې سترګې به مو راویستلې وای او ماته به مو راکړې وای. خو اوس ستاسو هغه خوشحالي څه شوه؟
16خو اوس چې زه تاسو ته حقیقت وایم، نو ستاسو دښمن شوم؟
17هغه خلک چې ستاسو سره ملګرتیا کوي د هغوی نیتونه ښه نه دي، بلکې هغوی غواړې چې تاسو زما څخه جدا کړي، ترڅو د هغوی طرفدار شئ او خپل پام د هغوی خواته واړوئ.
18که چېرې څوک غواړي چې په رښتیني توګه ستاسو سره ملګرتیا وکړي، نو دا ښه خبره ده، خو دا دې هر وخت کوي، نه یوازې هغه وخت چې زه ستاسو سره یم.
19زما ګرانو بچیانو! زه یوځل بیا ستاسو دپاره د هماغه درد احساس کوم چې یوه مور یې د لنګون په وخت کې لري، ترڅو ستاسو طبیعت د مسیح په شان شي.
20کاشکې زه اوس ستاسو سره وای چې په بل ډول مې درسره خبرې کولای، ځکه چې ستاسو په هکله ډېر اندېښمن یم.
21تاسو چې غواړئ د شریعت د حکمونو لاندې ژوند وکړئ، ماته ووایئ څه چې تورات وایي ایا په هغو باندې نه پوهېږئ؟
22ځکه چې په تورات کې لیکل شوي دي چې ابراهیم دوه زامن درلودل، یو یې د وینځې څخه او بل یې د ازادې ښځې څخه ؤ.
23د وینځې زوی په عادي ډول پیدا شو، خو د ازادې ښځې زوی د خدای د وعدې له مخې نړۍ ته راغی.
24دا شیان کولای شو چې د یو مثال په توګه بیان کړو: دا دوه ښځې د خدای د دوه لوظونو ښودونکي دي. یوه یې هاجره ده چې د سینا د غره په مثال ده او اولادونه به یې غلامان وي.
25هاجره په عربستان کې د سینا د غره په مثال ده چې د اوسني اورشلیم په شان ده، ځکه چې د خپلو اولادونو سره په غلامۍ کې ژوند کوي.
26خو هغه بله ښځه ساره ده چې د اسماني اورشلیم په مثال ده. هغه ازاده ښځه ده او زمونږ مور ده.
27ځکه چې لیکل شوي دي: ای شنډې ښځې! خوشحالي وکړه، که څه هم هېڅکله دې ماشوم نه دی زېږولی او د لنګون دردونه دې نه دې لیدلی. د خوشحالۍ نه چیغې ووهه، ځکه چې ناګڼلې ښځه به د ګڼلې ښځې نه زیات اولادونه راوړي.
28نو اوس ای خویندو او ورونو! تاسو د اسحاق په شان د خدای د وعدې اولادونه یئ.
29په هغه وخت کې به هغه زوی چې په عادي ډول پیدا شوی ؤ، هغه زوی ځوراوه چې د روح القدس په قدرت سره پیدا شوی ؤ، نن هم همداسې کیږي.
30خو د خدای کلام څه وایي؟ «وینځه او د هغې زوی وشړه، ځکه چې د وینځې زوی به د ازادې ښځې د زوی سره په میراث کې شریک نه شي.»
31نو ای خویندو او ورونو! مونږ د وینځې اولادونه نه یو، بلکې د ازادې ښځې اولادونه یو.