Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
29 verses
1ای ناپوهه غلاتیانو! تاسو ته په ښکاره وویل شول چې عیسی مسیح څنګه په صلیب ځوړند کړای شو. نو بیا په تاسو باندې چا جادو او کوډې کړې دي چې دا نه منئ؟
2زه یوازې غواړم په دې پوه شم چې: ایا تاسو په شریعت باندې په عمل کولو سره روح القدس تر لاسه کړ یا مو د زېري په اورېدلو او په هغه باندې په ایمان راوړلو له لارې؟
3بیا څنګه کېدای شي چې دومره ناپوهه اوسئ؟ تاسو چې خپل نوی ژوند د روح القدس په وسیله شروع کړ، اوس غواړئ چې په خپل انساني کوښښ یې کامل کړئ؟
4ایا ستاسو د ژوند ټولې تجربې بې ګټې وې؟ په یقین سره چې بې ګټې نه وې.
5ایا خدای چې تاسو ته روح القدس درکوي او تاسو ته معجزې ښایي، په شریعت باندې د عمل کولو په خاطر که د مسیح د زېري اورېدلو او په هغه باندې د ایمان راوړلو په سبب؟
6د ابراهیم په هکله فکر وکړئ: «ابراهیم په خدای ایمان راوړ او خدای هغه د خپل ایمان له امله نېک وګاڼه.»
7نو بیا پوه شئ چې د ابراهیم رښتیني اولادونه هغه خلک دي چې په خدای ایمان لري.
8لکه څنګه چې د خدای په کلام کې پېشګویي شوې ده چې خدای به غیریهودیان د ایمان په وسیله نېک وګڼي. هغه ډېر پخوا ابراهیم ته دا زېری ورکړی ؤ او ویلي یې وو: «ستا په وسیله به ټولو قومونو ته برکت ورکړل شي.»
9نو هغه خلک چې ایمان لري، په هغو برکتونو کې به شریک شي چې ابراهیم ته د ایمان له امله ورکړل شوي وو.
10خو هرڅوک چې په شریعت باندې په عمل کولو تکیه کوي هغه لعنتي دی. ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «لعنت به وي په هر هغه چا باندې چې په هغو ټولو شیانو چې په شریعت کې لیکل شوي دي، عمل نه کوي.»
11دا ښکاره خبره ده چې هېڅوک د شریعت په وسیله د خدای په نظر کې عادل کېدلی نه شي. ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «نېکان به د ایمان په وسیله ژوند کوي.»
12خو د ایمان لاره د شریعت د لارې څخه فرق لري. لکه څنګه چې وایي: «څوک چې په شریعت باندې عمل کوي، هغوی به د شریعت له مخې ژوند کوي.»
13خو مسیح مونږ د هغه لعنت نه ازاد کړو چې د شریعت څخه راپیدا کیږي. کله چې هغه په صلیب ځوړند شو، نو زمونږ د ګناهونو لعنت یې په خپل ځان واخیست. ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «هرڅوک چې په ونه کې ځوړند کړای شي هغه لعنتي دی.»
14مسیح دا کار د دې دپاره وکړ چې هغه برکت چې خدای د ابراهیم سره وعده کړې وه د عیسی مسیح په وسیله غیریهودیانو ته هم ورسیږي، ترڅو مونږ د خدای وعده شوی روح القدس د ایمان په وسیله لاسته راوړو.
15ای زما خویندو او ورونو! زه تاسو ته د ورځني ژوند یو مثال راوړم: هېڅوک نه شي کولای هغه تړون چې د دوه کسانو ترمنځ شوی وي، باطل کړي او یا کوم شی په کې ورزیات کړي.
16خو خدای چې کومه وعده د ابراهیم سره کړې وه، نو د خدای کلام دا نه وایي: «د هغه د اولادونو سره،» یعنې مقصد یې دا نه ؤ چې ډېر اولادونه، بلکې د هغه مقصد دا ؤ چې د هغه یوازېنی اولاد، یعنې د مسیح سره.
17زما مقصد دا دی: هغه شریعت چې څلور سوه او دېرش کاله وروسته راغی، نه شي کولای هغه لوظ باطل کړي چې خدای د ابراهیم سره کړی ؤ او نه د هغه وعده ماتولی شي.
18ځکه که چېرې میراث د شریعت سره تړلی وي، نو هغه نور د وعدې سره تړاو نه لري. خو خدای هغه ابراهیم ته د وعدې له مخې ورکړی دی.
19نو بیا د شریعت مقصد څه ؤ؟ د وعدې تر څنګه شریعت هم ورکړل شو، ترڅو خلکو ته د هغوی ګناهونه وروښایي. شریعت د دې دپاره جوړ شوی ؤ چې یوازې د ابراهیم د نسل د راتللو پورې چې وعده یې ورسره شوې وه، اعتبار ولري. خدای خپل شریعت د فرښتو په وسیله موسی ته چې د خدای او انسانانو ترمنځ منځګړی ؤ، ورکړ.
20خو منځګړي ته هغه وخت اړتیا وي چې په تړون کې دوه خواوې شاملې وي، خو خدای یو دی او هغه د ابراهیم سره بې له منځګړي وعده وکړه.
21ایا شریعت د خدای د وعدو په خلاف دی؟ هېڅکله نه. ځکه که چېرې شریعت کولای شوای مونږ ته نوی ژوند راکړي، نو په شریعت باندې په عمل کولو سره به د خدای په نظر کې عادل کېدلی شوای.
22خو د خدای کلام وايي چې مونږ ټول د ګناه بندیوان یو، ترڅو هغه وعده چې په عیسی مسیح باندې په ایمان راوړلو سره تر سره کیږي، ایماندارانو ته ورکړل شي.
23خو په عیسی مسیح باندې په ایمان راوړلو نه مخکې مونږ د شریعت تر قدرت لاندې وو او د شریعت په بند کې ساتل کېدلو، تر هغې پورې چې مونږ ته د عیسی مسیح د ایمان لاره ښکاره شوه.
24نو په دې ډول شریعت د مسیح تر راتللو پورې زمونږ سرپرست ؤ، ترڅو مونږ د ایمان په وسیله نېک وګڼل شو.
25خو څرنګه چې د دې وخت رارسېدلی دی چې په مسیح باندې ایمان راوړو، نو مونږ نور د شریعت سرپرستۍ ته اړتیا نه لرو.
26ځکه چې په عیسی مسیح باندې په ایمان راوړلو سره تاسو ټول د خدای اولادونه یئ.
27تاسو ټولو چې د عیسی مسیح په نوم د تعمید غسل واخیست، نو د مسیح خوی او خصلت ولرئ.
28نو بیا د یهودي او غیریهودي، غلام او ازاد او د نر او ښځې ترمنځ فرق نشته، ځکه چې تاسو ټول په عیسی مسیح کې سره یو یئ.
29که چېرې تاسو د مسیح یئ، نو د ابراهیم اولادونه یئ او د خدای د وعدې له مخې د هغه وارثان یئ.