Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1څوارلس کاله وروسته یوځل بیا د برنابا سره اورشلیم ته لاړم او تیتوس مې هم د ځان سره بوته.
2زه د خدای د الهام له مخې هلته لاړم. هلته ما د کلیسا د هغو کسانو سره چې مشران ګڼل کېدل یوازې ولیدل او د هغوی سره مې د هغه زېري پیغام شریک کړ چې غیریهودیانو ته به مې ورکاوه. ما غوښتل په دې ډاډه شم چې کوم کار چې مې مخکې کړی ؤ او یا یې اوس کوم، هغه ګټه نه لري.
3خو سره له دې چې زما ملګری تیتوس یوناني هم ؤ، خو هغه یې مجبوره نه کړ چې سنت شي.
4که څه هم ځینې خلکو چې خپل ځانونه یې ایمانداران ښودل، په پټه زمونږ په ډله کې راننوتلي وو چې جاسوسي وکړي، غوښتل چې دا کار وکړي او هغه ازادي چې مونږ په عیسی مسیح کې لرو، هغه له منځه یوسي. هغوی غوښتل چې مونږ غلامان کړي او دې ته مو مجبور کړي چې د هغوی د یهودیت د قوانینو پیروي وکړو.
5خو مونږ یوه شېبه هم هغوی ته موقعه ورنه کړه چې د هغوی تعلیم ته غاړه کېږدو، ځکه چې مونږ غوښتل د زېري رښتینولي د تل دپاره په تاسو کې خوندي پاتې شي.
6او کوم خلک چې مشران ګڼل کېدل، زما د زېري په پیغام کې هېڅ شی زیات نه کړل. خو زما دپاره فرق نه کوي که هغوی هر څنګه وو، ځکه چې خدای د هېچا د ظاهري شکل په هکله قضاوت نه کوي.
7د دې په ځای، هغوی ولیدل چې خدای ماته دا وظیفه سپارلې ده چې ناسنت شویو غیریهودیانو ته زېری ورسوم، لکه څنګه چې پطروس ته یې د سنت شویو یهودیانو ته د زېري رسولو وظیفه سپارل شوې وه.
8ځکه هماغه خدای چې پطروس ته یې قدرت ورکړ چې د یهودیانو رسول اوسي، ماته یې هم قدرت راکړ چې د غیریهودیانو رسول اوسم.
9کله چې یعقوب، پطروس او یوحنا چې د کلیسا مشران ګڼل کېدل، د خدای هغه فضل ولید چې ماته راکړل شوی ؤ، نو هغوی برنابا او ماته د ملګرتیا لاس راکړ. په دې سره جوړ راغلو چې مونږ به په غیریهودیانو کې او هغوی به د یهودیانو په منځ کې کار کوي.
10د هغوی یوازېنۍ غوښتنه دا وه چې باید د غریبانو په فکر کې اوسو، دا هغه څه وو چې ما په شوق سره غوښتل ویې کړم.
11خو کله چې پطروس انطاکیې ته راغی نو ما مخامخ د هغه مخالفت وکړ، ځکه کوم کار چې هغه کړی ؤ، غلط ؤ.
12ځکه مخکې له دې نه ځینې کسان چې د یعقوب له خوا رالېږل شوي وو هلته راورسیږي، پطروس د غیریهودیانو ایماندارانو سره په یو دسترخوان باندې کښېناستل، خو د هغوی په رسېدلو سره هغه نور د غیریهودیانو سره خوړل څښل پرېښودل. پطروس خپل ځان له هغوی څخه جدا کړ، ځکه هغه د هغو خلکو څخه وېرېده چې د غیریهودیانو سنتول یې غوښتل.
13نور یهودي ایمانداران په دې ریاکارۍ کې د پطروس سره یوځای شول، تر دې پورې چې برنابا هم د هغوی د ریاکارۍ له امله بې لارې شو.
14کله چې ما ولیدل د هغوی چلند او سلوک د زېري د حقیقت سره سم نه دی، نو د ټولو په مخکې مې پطروس ته وویل: «سره له دې چې ته یهودي یې خو د غیریهودیانو په شان ژوند تېروې، نه د یهودیانو په شان، نو بیا څنګه کولای شې چې غیریهودیان دې ته مجبور کړې چې د یهودیانو په شان ژوند وکړي؟»
15مونږ د اصل نه یهودیان یو، خو د ګناهکارو غیریهودیانو په شان نه یو.
16خو مونږ پوهېږو چې هېڅوک د شریعت په حکمونو باندې په عمل کولو سره نېک نه، بلکې په عیسی مسیح باندې په ایمان راوړلو سره نېک ګڼل کیږي. مونږ خپله هم په عیسی مسیح باندې ایمان راوړ، ترڅو په مسیح باندې په ایمان راوړلو سره نېک وګڼل شو، نه د شریعت په سرته رسولو سره. ځکه چې هېڅوک نه شي کولای د شریعت په حکمونو باندې په عمل کولو سره نېک وګڼل شي.
17که چېرې مونږ هڅه کوو چې په مسیح باندې د ایمان راوړلو په وسیله نېک وګڼل شو، خو په دې ګناهکاران ګڼل کېږو چې شریعت مو پریښی دی، نو ایا د دې معنی دا شوه چې مسیح زمونږ د ګناه سبب شو؟ هېڅکله نه.
18که چېرې زه هغه شریعت بیا جوړوم چې خپله مې خراب کړی دی، نو زه به خپل ځان د شریعت ماتوونکی وښایم.
19ځکه کله چې ما په شریعت باندې د عمل کولو کوښښ کاوه، زه یې محکوم کړم، نو د شریعت له مخې مړ شوم. نو ما د هغه د ټولو شرایطو پوره کول پرېښودل، ترڅو د خدای د ارادې سره سم ژوند وکړم.
20زه د مسیح سره په صلیب شوم، نو زه نور ژوندی نه یم، بلکې مسیح په ما کې اوسیږي. اوس چې زه کوم ژوند تېروم، هغه د خدای په زوی باندې د ایمان لرلو په وسیله دی چې زما سره یې مینه وکړه او خپل ژوند یې زما دپاره له لاسه ورکړ.
21زه د خدای فضل بې ګټې نه ګڼم، ځکه که چېرې عدالت په شریعت باندې د عمل کولو له لارې حاصلېدلای شوای، نو بیا اړتیا نه وه چې مسیح دې مړ شي.