Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
24 verses
1دا لیک د پولوس رسول له خوا چې هغه نه د انسان له خوا ټاکل شوی او نه د انسان له خوا رالېږل شوی بلکې د عیسی مسیح او پلار خدای له خوا چې عیسی یې له مړو نه راژوندی کړی دی.
2ټول ایمانداران چې دلته زما سره دي د غلاتیې ټولو کلیساګانو ته سلامونه وایي.
3زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.
4هغه عیسی چې خپل ژوند یې زمونږ د ګناهونو په خاطر قربان کړ، ترڅو د خدای یعنې زمونږ د اسماني پلار د ارادې سره سم مونږ د دې اوسنۍ بدکارې زمانې څخه خلاص کړي.
5د خدای جلال دې تل ترتله وي. امین.
6زه په دې ډېر حیران یم چې تاسو دومره زر د هغه چا نه مخ اړوئ چې د مسیح په فضل یې رابللي یئ او بل زېری منئ.
7حال دا چې بل زېری نشته. خو ځینې خلک شته چې غواړي ستاسو فکرونه ګډوډ او د مسیح زېری بدل کړي.
8خو که مونږ یا حتی د اسمان یوه فرښته بې له هغه زېري څخه چې مونږ تاسو ته واوراوه، کوم بل زېری واوروي، نو لعنت دې ورباندې وي.
9لکه څنګه چې مخکې مې درته وویل، اوس یې یوځل بیا درته وایم: هرڅوک چې بې له هغه زېري نه چې تاسو قبول کړی دی، د کوم بل زېري تبلیغ درته وکړي، نو لعنت دې وي ورباندې.
10ایا زه اوس کوښښ کوم چې انسان راضي وساتم یا خدای؟ که چېرې زما مقصد د خلکو خوشحالول وي، نو د مسیح خدمتګار به نه یم.
11زما خویندو او ورونو! زه غواړم تاسو په دې پوه شئ چې هغه زېری چې ما تاسو ته واوراوه، هغه د انسان له خوا جوړ شوی زېری نه دی.
12هغه ما د چا له خوا تر لاسه کړی نه دی او نه چا راته زده کړی دی، بلکې خپله عیسی مسیح راته ښکاره کړی دی.
13تاسو به زما د تېر ژوند په هکله چې کله ما د یهودي مذهب څخه پیروي کوله، اورېدلې وي چې څنګه په بې رحمۍ سره به مې د خدای کلیسا ځوروله او کوښښ به مې کاوه چې هغه له منځه یوسم.
14زه په یهودیت کې د خپل قوم د خپلو ډېرو همزولو نه مخکې وم او د خپلو نیکونو په روایتونو باندې ټینګ ولاړ وم.
15خو د خدای رضا په دې کې وه چې زه یې د زېږېدلو نه مخکې د مور په ګېډه کې غوره کړم او د خپل فضل په وسیله یې راوبللم،
16چې خپل زوی ماته راښکاره کړي، ترڅو غیریهودیانو ته د هغه په هکله زېری ورسوم. په دې کار کې ما د هېچا سره مشوره نه ده کړې
17او نه اورشلیم ته لاړم، ترڅو د هغو خلکو سره ووینم چې زما نه مخکې رسولان وو، بلکې عربستان ته لاړم او وروسته بېرته دمشق ته راستون شوم.
18درې کاله وروسته اورشلیم ته لاړم، ترڅو د پطروس سره وپېژنم او پنځلس ورځې د هغه سره پاتې شوم.
19خو ما پرته د عیسی مسیح د ورور یعقوب نه نور رسولان ونه لیدل.
20زه چې تاسو ته څه لیکم هغه رښتیا دي. خدای پوهیږي چې زه دروغ نه وایم.
21وروسته بیا د سوریې او قیلیقیې سیمو ته لاړم.
22په یهودیې کې د مسیح د کلیساګانو غړو زه نه پېژندلم.
23هغوی یوازې اورېدلي وو چې خلکو به ویل: «هغه چا چې مونږ به یې ځورولو، اوس د هماغه ایمان په هکله وعظ کوي چې یو وخت یې د هغه د له منځه وړلو کوښښ کاوه.»
24او هغوی زما په خاطر د خدای ثنا وویله.