Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
14 verses
1دا زَۀ تاسو ته په دريم ځل درځم. ”دَ دوؤ يا دَ دريو ګواهانو دَ خُلے نه به هره خبره ثابته شى.“
2لکه څنګه چه زَۀ په دويم ځل حاضر وم نو دَ وړاندے نه مے وئيلى وُو، هغه شان اوس په غير حاضرئ کښے هم هغه خلقو ته چا چه اول ګُناهُونه کړى دى اَؤ نورو ټولو خلقو ته دَ اول نه وايم چه که چرے بيا درځم نو مُعاف به ئے نۀ کړم.
3ځکه چه تاسو دَ دے ثبُوت غواړئ چه مسيح په ما کښے خبرے کوى. هغه تاسو دَ پاره کمزورے نۀ دے بلکه تاسو ته خپل قوت ښکاره کوى.
4هو، هغه دَ کمزرتيا په وجه په سولئ کړے شو خو دَ خُدائے دَ قُدرت په سبب ژوندے دے اَؤ مُونږ هم په هغۀ کښے کمزورى خو يُو خو دَ هغۀ سره به دَ خُدائے دَ هغه قُدرت په سبب ژوندى يُو چه ستاسو خدمت وکړُو.
5تاسو خپل ځانُونه وآزميئ چه په ايمان يئ يا نه، دَ ځانُونو جاج واخلئ. آيا تاسو په خپل څپرکی کښے په دے نۀ يئ خبر چه مسيح عيسىٰ په تاسو کښے دے، ګنى تاسو مقبُول نۀ يئ؟
6خو زَۀ اُميد لرم چه تاسو به ئے معلُومه کړئ چه مُونږ خو نا مقبُوله نۀ يُو.
7اَؤ مُونږ دَ خُدائے نه دُعا غواړُو چه تاسو څۀ بدى ونۀ کړئ دَ دے دَ پاره نه چه مُونږ مقبُول ښکاريږُو بلکه دَ دے دَ پاره چه تاسو نيکى وکړئ، اګر که مُونږ نا مقبُول هم شُو.
8ځکه چه مُونږ دَ حق خِلاف هيڅ نۀ شُو کولے خو تش دَ حق دَ خاطره.
9نو مُونږ خوشحاله يُو چه مُونږ کمزورى يُو اَؤ تاسو زورَور يئ اَؤ دا دُعا هم کوُو چه تاسو کامل شئ.
10زَۀ دا خبرے په غير حاضرئ کښے دَ دے دَ پاره ليکم چه هلته درشم نو دَ هغه اِختيار په مُطابق سختى ونۀ کړم کُوم اِختيار چه مالِک ما ته ستاسو دَ جوړولو دَ پاره راکړے دے، نۀ چه دَ ورانولو دَ پاره.
11نو اَئے ورُوڼو! خُدائے مو مل شه، کامل شئ، خاطر جمع لرئ، په يو اتفاق اوسئ، صُلح ساتئ، نو دَ مينے اَؤ دَ سلامتئ خُدائے به تاسو سره وى.
12اَؤ يو بل ته په پاکو ښکلولو سره سلام وايئ.
13ټول پاکان تاسو ته سلام وائى.
14دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل اَؤ دَ خُدائے مينه اَؤ دَ رُوحُ القُدس شراکت دِ تاسو ټولو سره وى.