Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1ما ته فخر کول ضرورى دى اګر که فائده من نۀ دى خو اوس به دَ مالِک دَ رويا اَؤ دَ کشف ذکر کوم.
2زَۀ په مسيح کښے يو سړے پيژنم چه څوارلس کاله کيږى چه هغه آيا په وجُود کښے وو يا بے له وجُود نه وو، زَۀ خبر نۀ يم، خُدائے خبر دے، ناڅاپى دريم آسمان ته وخيژولے شو.
3اَؤ زَۀ خبر نۀ يم چه دا سړے، آيا په وجُود کښے يا بے له وجُوده وو، زَۀ خبر نۀ يم خُدائے خبر دے،
4ناڅاپى فردوس ته ورسولے شو اَؤ داسے خبرے ئے واؤريدے چه داسے مُقدسے اَؤ پاکے وے چه دَ بيانولو نۀ دى اَؤ دَ هغو بيانول اِنسان ته ناروا دى.
5زَۀ به په داسے سړى خو فخر کوم خو په خپل ځان نه بلکه زَۀ به په خپلو کمزورتياؤ فخر وکړم.
6اَؤ که فخر کول هم غواړم نو بے وقوف به نۀ يم ځکه چه رښتيا به وايم، خو بيا هم نۀ وايم ځکه چه څوک ما دَ هغۀ نه زيات ونۀ ګڼى چه څنګه چه مے وينى يا له ما نه آؤرى.
7اَؤ دَ کشفُونو دَ زياتوالى په وجه زما دَ مغرُورتيا دَ انديښنے له کبله زما په بدن کښے ازغے وسُوخولے شو، يعنے دَ شيطان فرښته چه ما په سُوکونو وهى چه زَۀ مغرور نۀ شم.
8په دے حقله ما مالِک ته درے ځله خواست وکړو چه دا زما نه لرے شى.
9خو هغۀ ما ته ووئيل چه زما فضل ستا دَ پاره کافى دے ځکه چه زما طاقت په کمزورتياؤ کښے پُوره کيږى چُنانچه زَۀ به ډير په خوشحالئ په خپلو کمزورتياؤ فخر وکړم تر څو چه دَ مسيح قوت په ما کښے وى.
10دَ دے دَ پاره چه زَۀ دَ مسيح دَ خاطره په کمزورتياؤ کښے، په بے عزتئ کښے، په حاجت کښے، په عذابُونو کښے اَؤ په تنګسياؤ کښے خوشحاله يم، ځکه چه هر کله چه زَۀ کمزورے يم نو هغه وخت زورَور يم.
11زَۀ بے وقوف خو جوړ شوم ځکه چه زَۀ تاسو مجبُور کړم خو تاسو ته زما ستائينه کول په کار وه په وجه دَ دے چه زَۀ هيڅ هم نۀ يم، خو بيا هم دَ هغه غټو رسُولانو نه په هيڅ طور کم نۀ يم.
12دَ رسُول نخښے ستاسو په وړاندے ما په ډير صبر سره په نخښو اَؤ په مُعجزو اَؤ عجيبه کارُونو ښکاره کړلے.
13تاسو په کُومه يوه خبره کښے دَ نورو جماعتُونو نه کم يئ بے له دے چه ما په تاسو پيټے وانۀ چولو؟ زما دا بے اِنصافئ معاف کړئ!
14ګورئ، په دريم ځل تاسو له راتلو ته تيار يم اَؤ په تاسو به پيټے وانۀ چوم ځکه چه زَۀ ستاسو دَ مال نه بلکه ستاسو غوښتُونکے يم، ځکه چه بچو ته دَ مور پلار دَ پاره څۀ جمع کول نۀ دى په کار بلکه مور پلار ته دَ بچو دَ پاره.
15اَؤ زَۀ به ستاسو دَ پاره ډير څۀ په خوشحالئ خرڅ کړم بلکه خپل ځان به خرڅ کړم. که چرے زَۀ تاسو سره زياته مينه لرم نو آيا تاسو به ما سره کمه مينه ولرئ څۀ؟
16دا ومنئ چه ما په خپله په تاسو پيټے نۀ وى اچولے خو کيدے شى چه مکار يم ځکه چه به مے تاسو په ټګئ راګير کړى يئ.
17نو بيا څوک چه ما تاسو ته دروليږل نو په هغوئ کښے دَ چا په وسيله مے په ټګئ درنه واخستل څۀ؟
18ما دَ تيطوس مِنت وکړو چه هغه لاړ شى اَؤ هغۀ سره مے يو ورور دروليږلو، خو آيا تيطوس دَ تاسو نه په ټګئ واخستل څۀ؟ آيا زمونږ دَ دواړو چال چلن دَ يکى يو رُوح دَ هدايت په مُطابق نۀ وو څۀ؟ آيا مُونږ په يو بل پسے نۀ يُو روان څۀ؟
19شايد چه تاسو دا ګڼئ چه تر اوسه مُونږ درته خپل ځان سپينولو نه، مُونږ خو خُدائے حاضر ناظر ګڼُو اَؤ په مسيح کښے خبرے کوُو. اَئے زما خوږو ورُوڼو! دا هر څۀ ستاسو دَ ترقئ دَ پاره دى.
20ځکه چه زَۀ ويريږم، هسے نۀ وى چه زَۀ درشم اَؤ تاسو چه څنګه غواړم هغسے مو ونۀ مُومم اَؤ څنګه چه تاسو نۀ غواړم ما هغسے ومُومئ، زَۀ ويريږم چه په تاسو کښے جګړه، کينه، غُصه، بے اِتفاقى، بده وينا، غيبتُوته، ډُوزے اَؤ فساد نۀ وى.
21ويريږم چه زَۀ درشم نو زما خُدائے ما ستاسو په وړا��دے عاجز نه کړى اَؤ زَۀ په ډيرو خلقو چه ګُناهُونه ئے کړى دى، اَفسوس ونۀ کړم ځکه چه هغوئ دَ هغے ناپاکئ، حرامکارئ اَؤ شهوت پرستئ نه چه ئے کړى دى، توبه نۀ ده کړے.