Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
33 verses
1ارمان که تاسو زما لږه شان بے وقوفى زغملے شوے، تاسو زما زغمئ خو.
2زَۀ تاسو دَ پاره دَ خُدائے په شان غيرت لرم ولے چه ما دَ يو خاوند، يعنے چه مسيح سره ستاسو کوژدن کړے ده دَ دے دَ پاره چه تاسو دَ يوے پاکے پيغلے په شان دَ مسيح په وړاندے حاضر کړم.
3خو ويريږم چه داسے ونۀ شى لکه څنګه چه مار په خپل مکر بى بى حوا وغُلوله هغه شان ستاسو خيالات هم دَ هغه خُلوص اَؤ پاکوالى نه بل خوا شى، کُوم چه دَ مسيح سره په کار دى.
4ځکه چه که څوک راشى اَؤ هغه دَ بل عيسىٰ پيغام ورکړى دَ چا چه مُونږ پيغام نۀ دے ورکړے، يا تاسو ته دَ رُوحُ القُدس په ځائے څۀ بل رُوح ملاويږى، يا بل زيرے درکړے شو، کُوم چه تاسو له مُونږ نه نۀ وو مُوندلے، نو بيا تاسو ډير په خوشحالئ دَ هغۀ آؤرئ.
5زَۀ خو خپل ځان دَ هغه غټو رسُولانو نه کم نۀ شمارم.
6که چرے په تقرير کښے ساده يم نو دَ عِلم په وجه نۀ يم بلکه دا مُونږ په هر حال کښے اَؤ په ټولو خبرو کښے تاسو ته ظاهر کړو.
7آيا دا زما غلطى وه چه ما تاسو ته دَ خُدائے زيرے مُفت درورسولو اَؤ ځان مے لاندے کړو چه تاسو اُوچت شئ؟
8دا رښتيا دى چه ما ستاسو دَ خدمت دَ پاره دَ نورو جماعتُونو نه مدد واخستو.
9اَؤ کله چه زَۀ ستاسو سره وم اَؤ حاجتمن شوے وم نو ما بيا هم په چا پيټے وانۀ چولو ځکه چه دَ مِکدونيه نه ورُوڼه راغلى وُو اَؤ زما حاجت ئے پُوره کړے وو اَؤ ما په هره خبره کښے په تاسو دَ پيټى اچولو نه ځان ساتلے دے اَؤ ساتم به ئے.
10دَ مسيح حقيقت چه په ما کښے دے نو ځکه زَۀ دا وايم چه دَ اخيه په علاقه کښے به هيڅوک ما دَ دے فخر نه منع نۀ کړى.
11دَ څۀ دَ پاره؟ آيا دَ دے دَ پاره چه زَۀ دِ تاسو سره مينه نۀ لرم؟ په دے خُدائے خبر دے چه زَۀ تاسو سره مينه لرم.
12خو چه څۀ کوم هم هغسے به کوم، دَ پاره دَ دے چه دَ موقعے لټوُونکو ته موقع ورنۀ کړم، بلکه هغوئ فخر کوى چه هغوئ زمُونږ په شان خدمت کوى.
13ځکه چه داسے خلق دروغژن رسُولان دى اَؤ په دوکه کارکوُونکى دى چه خپل ځانُونه دَ مسيح دَ رسُولانو په شان جوړ کړى.
14په دے کښے څۀ تعجب نِشته ځکه چه شيطان هم خپل ځان دَ يو نُورانى فرښتے په شکل جوړ کړى.
15نو بيا که دَ هغۀ خادمان دَ رښتُونو خادمانو په شان ځان جوړ کړى نو څۀ لويه خبره نۀ ده خو دَ هغوئ اَنجام به دَ هغوئ دَ کارُونو په مُطابق وى.
16زَۀ بيا وايم چه ما دِ څوک بے وقُوف ونۀ ګڼى اَؤ که ګڼى نو دَ بے وقوف په شان مے قبُول کړئ چه زَۀ هم لږ شان فخر وکړم.
17زَۀ چه اوس څۀ وايم هغه دَ مالِک په طور نه بلکه په بے وقُوفئ سره اَؤ دَ هغه جُرات سره ئے وايم کُوم چه په فخر کولو کښے وى.
18ځکه چه نور ډير په جسمانى طور فخر کوى زَۀ به ئے هم کوم.
19ځکه چه تاسو عقلمند يئ اَؤ په خوښه بے وقُوفان زغمئ.
20هر کله چه څوک تاسو غُلامان کوى يا مو داړى، يا مو راګيروى، يا خپل ځان لوئے جوړوى، يا تاسو په مخ په څپيړه وهى، نو تاسو ئے زغمئ.
21مُونږ خو تاسو سره داسے سلُوک نۀ دے کړے، که تاسو دا زمُونږ کمزورتيا خيال کوئ، نو کوئ. خو که څوک فخر کوى نو زَۀ به هم فخر کوم اګر که زَۀ دا بيا په بے وقُوفئ وايم.
22آيا هغوئ عبرانيان دى؟ نو زَۀ هم يم. آيا هغوئ اِسرائيليان دى؟ نو زَۀ هم يم. آيا هغوئ دَ اِبراهيم دَ نسل نه دى؟ نو زَۀ هم يم.
23آيا هغوئ دَ مسيح خادمان دى؟ زما دا وينا دَ ليونتوب په شان ښکارى، خو زَۀ دَ هغوئ نه زيات يم، په محنت کښے زيات، په قيد کښے زيات، په کروړو خوړلو کښے دَ حد نه زيات. څو څو واره دَ مرګ په خطرو کښے پاتے شوے يم،
24ما دَ يهوديانو نه پينځۀ ځله يو کم څلويښت کروړے وخوړلے،
25درے ځله په بينتونو ووهلے شوم، يو ځلے سنګسار کړے شوم، درے ځلے دجهاز دَ ماتيدو په بلا کښے ونښتم اَؤ يوه شپه اَؤ ورځ مے په سمندر کښے تير کړل.
26زَۀ څو څو ځله په سفر کښے دَ دريابونو په خطرو کښے، دَ ډاکوانو په خطرو کښے، دَ خپل قوم په خطرو کښے، دَ غيرو قومُونو په خطرو کښے، دَ ښار په خطرو کښے، دَ بيابان په خطرو کښے، دَ سمندر په خطرو کښے، دَ دروغژنو ملګرو په خطرو کښے،
27په محنت اَؤ مشقت کښے، څو څو ځله په بے خوبئ، لوږو اَؤ تندو کښے، دَ يخنئ اَؤ بربنډتوب په حالت کښے پاتے شوے يم.
28دَ دے خبرو نه علاوه چه دَ هغوئ زَۀ ذکر کول نۀ غواړم دَ ټولو جماعتُونو فکر زما په زړۀ کښے هره ورځ راځى.
29دَ هغوئ په کمزورتياؤ زَۀ کمزورے کيږم نه څۀ؟ دَ هغوئ په تيندک خوړلو زما زړۀ نۀ خوږيږى څۀ؟
30که فخر کول ضرورى وى نو زَۀ به په خپلو کمزورتياؤ فخر وکړم.
31دَ مالِک عيسىٰ دَ خُدائے اَؤ پلار دِ هميشه حمد و ثنا وى، هغه خبر دے چه زَۀ هر څۀ چه وايم هغه رښتيا دى.
32کله چه زَۀ په دمشق کښے وم نو دَ اَرِتاس بادشاه حاکم دَ ټول ښار نه چاپيره څوکئ کښينولے وه چه ما ګرفتار کړى.
33اَؤ زَۀ دَ کړکئ په لاره په ټوکرئ کښے کُوز کړے شوم اَؤ دَ هغوئ دَ لاسه بچ شوم.