Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1خشایار شاه، د فارس پاچا د خپل شاهي تخت نه د شوش د ښار د بالاحصار څخه په ټوله سیمه یعنې په یوسلو اووه ویشتو ولایتونو باندې د هند نه تر ایتوپیا پورې پاچاهي کوله.
3هغه د خپلې پاچاهۍ په درېم کال خپلو مامورینو او درباریانو ته مېلمستیا وکړه. په مېلمستیا کې د فارس او ماد د لښکرو قوماندانان، رییسان او والیان حاضر وو.
4د پوره شپږو میاشتو دپاره پاچا د خپلې پاچاهۍ زیاته شتمني، شان او شوکت او خپله شاهانه لویي نندارې ته وړاندې کړل.
5وروسته له هغې پاچا ټولو خلکو ته، که شتمن وو یا غریب، د شوش په بالاحصار کې د شاهي ماڼۍ د باغ په حوېلۍ کې مېلمستیا ورکړه او پوره اووه ورځې دې مېلمستیا دوام وکړ.
6حوېلۍ په اسماني او د سپین کتان په پردو باندې ښکلې شوې وه چې په بانجاني ښه کتاني رسیو باندې تړل شوې وې او د سپینو زرو په هغو کړیو کې ځای په ځای شوې وې چې د مرمرو په ستنو باندې ځوړندې وې. هغه تختونه چې د سرو او سپینو زرو څخه جوړ شوي وو، په هغې حوېلۍ کې چې په سپینو مرمرو، سور بخنو کاڼو، صدف او فیروزې باندې فرش شوی ؤ، ایښودل شوي وو.
7شراب یې د سرو زرو په پیالو کې ورکول او هرې پیاله یې د بلې پیالې نه فرق درلود. پاچا خلکو ته د شاهانه شرابو په ورکولو کې ډېر سخي ؤ
8او د څښلو دپاره کومه اندازه نه وه ټاکل شوې. پاچا د ماڼۍ ټولو خدمتګارانو ته حکم کړی ؤ، هرڅوک چې څومره وغواړي هغومره څښلی شي.
9په همدې وخت کې وشتي ملکې هم د خشایار شاه په شاهي ماڼۍ کې ښځو ته مېلمستیا ورکوله.
10په اوومه ورځ کله چې خشایار شاه په شرابو باندې مست شوی ؤ اووه خصي شوي سړي یعنې مهومان، بزتا، حربونا، بګتا، ابغتا، زاتر او کرکس چې د هغه خدمت یې کاوه، راوغوښتل.
11پاچا هغوی ته امر وکړ چې ملکه وشتي د ده حضور ته راولي چې شاهي تاج یې په سر وي. ملکه یوه ښکلې ښځه وه او پاچا غوښتل چې د هغې ښکلا خپلو مامورینو او ټولو مېلمنو ته وښایي.
12خو کله چې خدمتګارانو د پاچا فرمان وشتي ملکې ته ورساوه، هغې د راتللو څخه انکار وکړ. پاچا په هغې باندې ډېر په قهر شو او له قهره تک سور شو.
13پاچا عادت درلود چې د قانون د عملي کولو په اړه د ماهرو مشاورانو نظر ولري. نو ځکه یې خپل مشاوران راوغوښتل ترڅو د هغوی څخه پوښتنه وکړي چې څه باید وکړي.
14هغه کسان چې پاچا به زیات وخت ورسره مشوره کوله دا وو: کرشنا، شیتار، ادماتا، ترشیش، مرس، مرسنا او مموکان. دا د پارس او ماد په پاچاهۍ کې اووه لوړ رتبه مامورین وو.
15پاچا د دغو مامورینو څخه پوښتنه وکړه: «د قانون سره سم باید د وشتي ملکې سره څه وشي؟ ځکه چې هغې زما یعنې د خشایار شاه حکم نه دی منلی، هغه حکم چې د خدمتګارانو په لاس مې هغې ته استولی ؤ.»
16بیا مموکان د پاچا او مامورینو په حضور کې په ځواب کې وویل: «وشتي ملکې نه یوازې د خشایار شاه په وړاندې بلکې د ټولو مامورینو او د پاچا د ټولو ولایتونو د ټولو قومونو په وړاندې هم سپکاوی کړی دی.
17د ملکې د سپکاوي خبره به د ټولو ښځو غوږونو ته ورسیږي او هغوی به دې ته وهڅوي چې د خپلو مېړونو سره سپک چلند وکړي. هغوی به وایي: ‹خشایار شاه امر وکړ چې وشتي ملکه دې د پاچا حضور ته راوستل شي، خو هغه رانغله.›
18کله چې د فارس او ماد د مامورینو ښځې د ملکې د چلند په هکله واوري، نو دوی به په همدې ورځ خپلو مېړونو ته په دې هکله ووایي. نو په هرځای کې به ښځې د خپلو مېړونو درناوی نه کوي او مېړونه به په خپلو ښځو باندې په قهر وي.
19که چېرې ستاسو د اعلیحضرت خوښه وي چې یو شاهي حکم جاري کړئ چې وشتي دې بیا هېڅکله د پاچا په حضور کې ښکاره نه شي. دا حکم دې د فارس او ماد په قوانینو کې ولیکل شي، ترڅو هغه هېڅکله بدل نه شي. همدارنګه پاچا دې د هغې د ملکې مقام یوې بلې ښځې ته چې د هغې څخه بهتره وي، ورکړي.
20نو کله چې د پاچا فرم��ن د هغه په ټولې پراخې امپراتورۍ کې اعلان شي، هغه وخت به ټولې ښځې خپلو مېړونو ته که هغه شتمن وي یا غریب، درناوی کوي.»
21په دې مشوره باندې پاچا او د هغه مامورین خوشحاله شول، نو پاچا هماغسې وکړل لکه څنګه چې مموکان وړاندیز کړی ؤ.
22هغه د خپلې امپراتورۍ هر ولایت ته د هغوی په خپل خط او هر قوم ته په خپله ژبه پیغامونه واستول چې د هغې له مخې باید مېړونه د کورنۍ مشران وي او د خپلو خلکو په ژبه دې خبرې وکړي.