Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1څه موده وروسته چې کله د خشایار شاه قهر سوړ شو، هغه د وشتي، د هغه څه په اړه چې هغې کړي وو او د هغه فرمان په اړه چې د هغې په هکله یې ورکړی ؤ، فکر کاوه.
2نو د پاچا ځینو خدمتګارانو چې هغه ته نژدې خلک وو، وړاندیز وکړ: «د پاچا دپاره دې ښکلې پېغلې ولټول شي.
3پاچا دې د خپلې امپراتورۍ په هر ولایت کې مامورین وټاکي چې ټولې ښکلې پېغلې دې حرمسرای ته چې د شوش په بالاحصار کې دی، راولي. هغوی دې د هیجای تر څارنې لاندې وي چې د پاچا خصي شوی خدمتګار دی او د حرمسرای مسوول دی. هغوی ته دې د اړتیا وړ د سینګار شیان تیار کړي.
4نو بیا هغه پېغله چې د پاچا خوښه شوه د وشتي په ځای دې ملکه شي.» دا مشوره د پاچا خوښه شوه او هماغسې یې وکړل.
5د شوش په بالاحصار کې یو یهودي چې مردخای نومېده، اوسېده. هغه د بنیامین د قبیلې د یاییر زوی او د شمعي او قیس د اولادې څخه ؤ.
6هغه وخت چې د څپرکیل پاچا نبوکدنصر د یهودا پاچا یهویاکین د ځینو یهودیانو سره د اسیرانو په توګه د اورشلیم څخه د ځان سره بوتلو، د مردخای نیکه هم د اسیرانو له جملې څخه ؤ.
7د مردخای د کاکا یوه لور وه چې هدسه نومېده او د استر په نوم هم مشهوره وه. هغه ډېره ښایسته وه او ښکلی اندام یې درلود. کله چې د هغې مور او پلار مړه شول نو مردخای هغه په فرزندۍ ونیوله او د خپلې لور په شان یې روزله.
8نو کله چې د پاچا فرمان او حکم خپور شو، ډېرې پېغلې چې په هغو کې استر هم وه، د پاچا ماڼۍ ته چې د شوش په بالاحصار کې وه، راوستل شوې. هغوی د هیجای چې د حرمسرای مسوول ؤ تر څارنې لاندې وې.
9استر د هیجای په نظر کې ښه ښکاره شوه او هغه ورباندې مهربانه شو. هغه سمدلاسه د هغې دپاره د سینګار د شیانو او د ځانګړې ډوډۍ د تیارولو دپاره پروګرام جوړ کړ. د هغې دپاره یې اووه وینځې چې د پاچا د ماڼۍ څخه غورې شوې وې، وټاکلې او هغه یې د خپلو وینځو سره په حرمسرای کې ډېر ښه ځای ته یوړله.
10د مردخای د لارښوونې له مخې استر دا خبره پټه ساتلې وه چې هغه په کومې کورنۍ او قوم پورې اړه لري.
11مردخای به هره ورځ د حرمسرای په مخکې ښکته او پورته ګرځېده، ترڅو پوه شي چې هغه څنګه ده او څه ورباندې پېښیږي.
12د پېغلو دپاره د ښکلا تمرینونو پوره یو کال دوام مونده: شپږ میاشتې یوازې په بدن باندې د مر د کنډ د غوړیو غوړول او شپږ میاشتې نور د عطرونو او د سینګار د شیانو دپاره. وروسته له دې یې هره پېغله په وار سره د خشایار شاه حضور ته بیوله.
13کله چې یوه پېغله پاچا ته ورتلله، نو هغې کولای شول هرڅه چې یې غوښتل د حرمسرای څخه د پاچا ماڼۍ ته د ځان سره یوسي.
14هغه به ماښام ماڼۍ ته تلله، سهار به یې بل حرمسرای ته بیوله او د پاچا د وینځو د مسوول شعشغاز خصي تر څارنې لاندې به وه. بیا به پاچا ته نه ورتله، خو چې کله به د پاچا هغه خوښه شوه، نو هغه به یې په نوم راغوښتله.
15(استر د ابیحایل لور وه او د ده وراره مردخای هغه په فرزندۍ نیولې وه.) کله چې د استر وار راورسېده چې پاچا ته ورشي، نو د هیجای د لارښوونې له مخې یوازې هغه څه چې یې ورته ویلي وو چې هغه یوسي، له ځان سره یې یووړل. هرچا چې هغه لیدله، هغه به یې خوښوله.
16په دې توګه د خشایار شاه د پاچاهۍ د اووم کال په لسمه میاشت چې د طیبت میاشت وه، استر یې په شاهي ماڼۍ کې د پاچا حضور ته راوستله.
17پاچا د نورو ټولو پېغلو نه د هغې سره زیاته مینه کوله او هغې د نورو ټولو پېغلو څخه د پاچا زیات پام او مهرباني تر لاسه کړه. د هغې په سر یې شاهي تاج کېښود او هغه یې د وشتي په ځای خپله ملکه جوړه کړه.
18بیا پاچا خپلو ټولو مامورینو او درباریانو ته یوه لویه مېلمستیا د استر په ویاړ ورکړه. هغه د ټولو ولایتونو دپاره دا ورځ د رخصتۍ ورځ اعلان کړه او شاهانه سوغاتونه یې خلکو ته ووېشل.
19کله چې پېغلې د دوهم ځل دپاره راغونډې شوې، مردخای د پاچا له خوا د ماڼۍ یو مهم ځای ته ګمارل شوی ؤ.
20استر دا خبره پټه ساتلې وه چې هغه په کومې کورنۍ او قوم پورې اړه لري، لکه څنګه چې مردخای هغې ته لارښوونه کړې وه. استر د خپل کوچنیوالي په شان د مردخای اطاعت کاوه.
21په هغو ورځو کې کله چې مردخای په ماڼۍ کې د پاچا خدمت کاوه، د پاچا د ماڼۍ دوه خصیان، بګتان او تارش چې د پاچا د کوټې د دروازې ساتونکي وو، په خشایار شاه باندې په قهر شول او د هغه د قتل دسیسه یې جوړه کړه.
22خو مردخای د دې دسیسې څخه خبر شو او استر ملکې ته یې خبر ورکړ او هغې د مردخای له خوا دا خبره پاچا ته ورسوله.
23کله چې دغه خبر وڅېړل شو او ښکاره شوه چې رښتیا ده، نو پاچا دواړه خصیان په دار باندې وځړول. دا ټول د پاچا په حضور کې د امپراتورۍ د تاریخ په کتاب کې ولیکل شول.