Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
15 verses
1څه موده وروسته خشایار شاه د همداتا زوی هامان ته چې د اجاج د طایفې ؤ، ترفیع ورکړه. هغه یې په خپلې امپراتورۍ کې لومړنی وزیر کړ.
2پاچا حکم وکړ چې ټول درباریان دې هامان ته د درناوي په خاطر خپل سرونه ټیت کړي. هغوی ټولو همداسې وکړل، پرته له مردخای څخه.
3نو هغو نورو درباریانو چې د پاچا خدمت کاوه د مردخای څخه پوښتنه وکړه: «ته ولې د پاچا د حکم څخه سرغړونه کوې؟»
4هغوی به هره ورځ مردخای دې ته هڅاوه چې دا خبره ومني، خو هغوی ته یې غوږ نه نیوه. هغه به ویل: «زه یهودي یم او نه شم کولای چې هامان ته د درناوي سر ټیټ کړم.» نو هغوی هامان ته په دې هکله خبر ورکړ چې وګوري چې ایا هغه د مردخای رویه زغمي او که نه.
5کله چې هامان پوه شو چې مردخای ده ته د درناوي په خاطر نه په ګونډو کیږي نو هغه سخت په قهر شو.
6کله چې هغه پوه شو چې مردخای یهودي دی، هغه دا پرېکړه وکړه چې یوازې د مردخای وژل کافي نه دي. هغه دا پلان جوړ کړ چې هغه ټول یهودیان چې د خشایار شاه په ټوله امپراتورۍ کې دي، ووژل شي.
7د خشایار شاه د امپراتورۍ د دولسم کال په لومړۍ میاشت چې د نیسان میاشت وه، هامان امر وکړ چې د ده په وړاندې پوریم یعنې پچه واچوي چې د دې دسیسې د سرته رسولو دپاره کومه ورځ او کومه میاشت ښه ده. نو د دولسمې میاشتې یعنې د اذر د میاشتې دیارلسمه ورځ وټاکل شوه.
8نو هامان خشایار شاه ته وویل: «یو قوم دی چې ستاسو د امپراتورۍ د ټولو ولایتونو د قومونو په منځ کې خپور شوی دی چې دود یې د هغو ټولو قومونو نه فرق لري او د پاچا د قانون څخه اطاعت نه کوي، دا د پاچا په ګټه نه ده چې هغوی وزغمي.
9که ستاسو اعلیحضرت خوښه وي، یو فرمان جاري کړئ چې هغوی ووژل شي. که تاسو دا کار وکړئ، نو زه وعده کوم چې درې سوه څلوېښت ټنه سپین زر به د شاهي اداري چارو دپاره شاهي خزانې ته ورکړم.»
10پاچا خپله د مهر ګوته چې په هغې باندې د پاچا فرمانونه مهر کېدل، د خپلې ګوتې راوویستله او هغه یې هامان د اجاجي همداتا زوی ته چې د یهودیانو دښمن ؤ، ورکړه.
11پاچا هغه ته وویل: «دا قوم او د هغوی پیسې دې ستا وي، نو څنګه چې ستا خوښه وي هماغسې ورسره وکړه.»
12نو د لومړۍ میاشتې په دیارلسمه ورځ هامان د پاچا منشیان راوغوښتل. هغوی د هامان حکمونه هر ولایت ته د هغوی په خط او د هر قوم په ژبه د پاچا له خوا ټاکل شويو والیانو، د بېلابېلو ولایتونو نورو والیانو او د مختلفو قومونو مامورینو ته ولیکل. هغه حکمونه د خشایار شاه په نامه ولیکل او مهر شول.
13پیغامونه د دې حکم سره د قاصدانو په وسیله د پاچا ټولو ولایتونو ته ولېږل شول چې ټول یهودیان، زوړ او ځوان، ښځې او ماشومان دې په یوه ورځ یعنې د دولسمې میاشتې په دیارلسمه نېټه چې د اذر میاشت وه، ووژل شي. هغوی دې په بې رحمۍ سره ووژل شي او د هغوی مالونه دې لوټ شي.
14د فرمان د متن یو نقل دې د قانون په توګه هر ولایت ته صادر شي او د هر قوم خلکو ته دې په ډاګه شي، ترڅو هغوی د هغې ورځې دپاره تیار اوسي.
15د پاچا په حکم دا فرمان د شوش په بالاحصار کې خپور شو او قاصدانو دغه خبر په بیړه ولایتونو ته ورساوه. په داسې حال کې چې پاچا او هامان ناست وو او شراب یې څښل، خو د شوش په ښار کې وارخطایي او ګډوډي وه.