Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
17 verses
1کله چې مردخای د هغو ټولو کارونو څخه چې شوي وو خبر شو، هغه له خفګانه خپل کالي وشکول، د ویر کالي یې واغوستل او ایرې یې په سر باندې واچولې. بیا هغه ښار ته ووت او په لوړ اواز یې سخت ژړل.
2هغه د ماڼۍ تر دروازې پورې ورسېده. خو دننه لاړ نه شو، ځکه هېچا ته اجازه نه وه چې د ویر د کالیو سره ماڼۍ ته ننوځي.
3هر ولایت ته چې به د پاچا فرمان او حکم رسېده هلته به د یهودیانو په منځ کې لوی ویر ؤ، هغوی به روژه نیوله، ژړا او ویر به یې کاوه. ډېر به د ویر په کالیو کې په ایرو باندې ناست وو.
4کله چې د استر وینځې او خصیان راغلل او د مردخای په هکله یې هغې ته خبر ورکړ، نو ملکه ډېره خفه شوه. هغه ته یې کالي ورولېږل چې د ویر د کالیو په ځای یې واغوندي، خو هغه ونه منل.
5نو هغې هتاک چې د ماڼۍ د خصیانو څخه ؤ او د پاچا له خوا د هغې د خدمت دپاره ټاکل شوی ؤ، راوغوښت او ورته ویې ویل چې مردخای ته ورشي او دا معلومه کړي چې څه پېښ شوي دي او ولې داسې کوي.
6نو هتاک د ښار هغه چوک ته چې د ماڼۍ دروازې ته مخامخ ؤ مردخای ته ورغی.
7مردخای هغه د هرڅه څخه چې ورسره شوي وو او د هغو پیسو د پوره اندازې نه یې هم خبر کړ چې هامان د یهودیانو د وژلو دپاره وعده کړې وه چې په شاهي خزانه کې به یې اچوي.
8همدارنګه مردخای د هغه فرمان د متن یو نقل چې د هغوی د وژلو دپاره په شوش کې جاري شوی ؤ، هم هغه ته ورکړ چې استر ته یې وښایي او هغه خبره کړي. هغه ته یې وویل چې استر وهڅوي چې د پاچا حضور ته ورشي او د خپل قوم دپاره د هغه څخه رحم وغواړي.
9هتاک بېرته لاړ او د مردخای خبره یې استر ته ورسوله.
10استر دغه پیغام ورکړ چې بېرته یې مردخای ته یوسي:
11«د پاچا ټول درباریان او د شاهي ولایتونو خلک پوهیږي چې د هرچا دپاره، که ښځه وي یا نر چې پرته د پاچا د بلنې دننه د پاچا دربار ته ورشي، یو حکم دا دی چې هغه به ووژل شي. خو یوازې دا چې پاچا خپله د سرو زرو امسا د هغه خواته وراوږده کړي او د هغه ژوند وژغوري. خو دېرش ورځې کیږي چې پاچا زه غوښتلې نه یم.»
12کله چې مردخای د استر پیغام تر لاسه کړ،
13هغه بېرته دغه ځواب واستاوه: «فکر مه کوه چې ته د پاچا په ماڼۍ کې یې، نو د ټولو یهودیانو د جملې څخه به یوازې ته خلاصون ومومې.
14که چېرې ته په دې وخت کې غلې پاتې شې، نو د یهودیانو دپاره به د بل ځای څخه مرسته او خلاصون راپیدا شي. خو ته او ستا د پلار کورنۍ به ووژل شئ. څوک څه پوهیږي، کېدای شي چې ته د همداسې وخت دپاره ملکه شوې یې!»
15نو استر مردخای ته دا ځواب واستاوه:
16«لاړ شه او ټول یهودیان په شوش کې سره راغونډ کړه، ټول دې زما دپاره روژه ونیسي. درې شپې او درې ورځې مه څه خورئ او مه څه څښئ. زه او زما وینځې به هم ستاسو په شان روژه ونیسو. له هغې وروسته به زه پاچا ته ورشم که څه هم دا د قانون څخه سرغړونه ده. که چېرې زه د دې کار په خاطر مړه کېږم نو مړه دې شم.»
17نو مردخای لاړ او هرڅه چې استر ورته امر کړی ؤ، هماغسې یې وکړل.