Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
14 verses
1د روژې په درېمه ورځ استر خپل شاهانه کالي واغوستل، بیا لاړه او د ماڼۍ په دننه حوېلۍ کې د پاچا د شاهي تخت کوټې ته مخامخ ودرېدله. پاچا دننه ؤ او په همدې کوټې کې دروازې ته مخامخ په خپل تخت باندې ناست ؤ.
2کله چې هغه ولیدل چې ملکه استر په حوېلۍ کې ولاړه ده، پاچا په هغې مهربانه شو او خپله د سرو زرو امسا چې د هغه په لاس کې وه، د هغې خواته وراوږده کړه. نو استر ورنژدې شوه او د هغه د امسا څوکې ته یې لاس وروړ.
3پاچا پوښتنه وکړه: «ای ملکې استر، څه خبره ده؟ ووایه څه شی غواړې، حتی که هغه زما نیمه امپراتوري هم وي تاته به درکړل شي.»
4استر ځواب ورکړ: «که ستاسو اعلیحضرت خوښه وي نن تاسو او هامان هغې مېلمستیا ته راشئ چې ستاسو دپاره مې تیاره کړې ده.»
5پاچا وویل: «هامان سمدلاسه راولئ، ترڅو د استر غوښتنه پوره شي.» نو پاچا او هامان د استر مېلمستیا ته لاړل.
6د شرابو د څښلو په وخت کې پاچا د استر څخه پوښتنه وکړه: «ماته ووایه چې ته څه غواړې هغه به درته درکړل شي. ستا غوښتنه څه ده؟ که ته وغواړې، زه به حتی نیمه امپراتوري هم درکړم.»
7استر ځواب ورکړ: «زما هیله او غوښتنه دا ده:
8که چېرې تاسو اعلیحضرت زما سره خوشحاله یئ، مهرباني وکړئ زما غوښتنه ومنئ، نو زه غواړم چې سبا تاسو او هامان هغې بلې مېلمستیا ته راشئ چې زه یې ستاسو دپاره تیاروم. هغه وخت به تاسو ته ووایم چې زه څه غواړم.»
9کله چې هامان د مېلمستیا څخه ووت، هغه د زړه له کومي خوشحاله ؤ. خو کله چې هغه مردخای د ماڼۍ په دروازه کې ولید، مردخای ورته د درناوي په خاطر ونه درېد او نه ورڅخه ووېرېده، نو هامان په هغه باندې ډېر په قهر شو.
10خو هامان خپل ځان کنترول کړ او خپل کور ته لاړ. نو بیا هغه خپل ملګري خپل کور ته راوغوښتل او د خپلې ښځې زرش نه یې هم وغوښتل چې د دوی په غونډه کې ګډون وکړي.
11نو هامان ورته لافې ووهلې، چې هغه څومره شتمن دی، څومره ډېر زامن یې دي، پاچا هغه ته څومره لوړ مقام ورکړی دی او دا چې هغه یې د پاچا د نورو ټولو مامورینو نه لوړ کړی دی.
12هامان زیاته کړه: «حتی ملکې استر پرته له پاچا او ما هېڅوک هغې مېلمستیا ته چې هغې تیاره کړې وه، نه دی غوښتی. همدارنګه هغې د سبا دپاره هم زه او هم پاچا د مېلمستیا دپاره غوښتي یو.
13خو ترڅو چې زه مردخای یهودي وینم چې د ماڼۍ په دروازه کې ناست دی دا ټول شیان زما دپاره هېڅ ارزښت نه لري.»
14د هغه ښځې زرش او ټولو ملګرو یې هغه ته وویل: «د درویشت مترو په لوړوالي یو دار جوړ کړه او سبا سهار د پاچا څخه وغواړه چې مردخای په هغه باندې ځوړند شي. بیا کولای شې چې په خوشحالۍ سره مېلمستیا ته لاړ شې.»دغه نظر د هامان خوښ شو او امر یې وکړ چې دار دې جوړ شي.