Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
14 verses
1په هغه شپه پاچا ته هېڅ خوب نه ورته، نو هغه امر وکړ چې د امپراتورۍ د پېښو تاریخي کتاب راوړئ او ماته یې په لوړ اواز ولولئ.
2په هغه کې یې داسې لیکنه وموندله چې څنګه مردخای د پاچا د وژلو هغه دسیسه چې د پاچا د کوټې د دروازې د دوو ساتونکو یعنې بګتان او تارش خصیانو له خوا ترتیب شوې وه، ښکاره او بربنډه کړه.
3پاچا پوښتنه وکړه: «د دې کار په خاطر مونږ مردخای ته څومره عزت او انعام ورکړی دی؟»د هغه خدمتګارانو په ځواب کې وویل: «د هغه دپاره هېڅ نه دي شوي.»
4پاچا پوښتنه وکړه: «ایا زما د درباریانو څخه څوک په ماڼۍ کې شته؟» نو هامان په دې وخت کې د ماڼۍ باندینۍ حوېلۍ ته راغی. هغه د پاچا څخه غوښتل مردخای په هغه دار باندې چې د هغه دپاره یې تیار کړی ؤ، ځوړند کړي.
5د هغه خدمتګارانو په ځواب کې وویل: «هامان دلته په دربار کې دی.»پاچا وویل: «هغه دننه راولئ.»
6کله چې هامان دننه راغی، نو پاچا ورڅخه پوښتنه وکړه: «د هغه سړي سره چې پاچا غواړي عزت ورته ورکړي، باید څه وکړو؟»نو بیا هامان د خپل ځان سره فکر وکړ: «داسې څوک شته چې پاچا غواړي هغه ته زما نه زیات عزت ورکړي؟»
7-
8نو هامان د پاچا د پوښتنې په ځواب کې وویل: «امر وکړئ هغه شاهانه چپنه چې پاچا یې اغوندي او هغه اس چې پاچا ورباندې سپریږي او په سر یې شاهي تاج وي، هغه ته راوړئ.
9بیا یو لوړ رتبه مامور ته دنده وسپارئ چې هغه شاهي چپنه هغه ته ورواغوندي، په اس باندې یې سپور کړي، د ښار په چوک کې دې وګرځوي او په لوړ اواز دې ووایي: ‹وګورئ، د هغه سړي سره چې پاچا غواړي هغه ته عزت ورکړي داسې عمل کیږي!›»
10بیا پاچا هامان ته وویل: «سمدلاسه لاړ شه، چپنه او اس د مردخای یهودي دپاره چې د ماڼۍ په دروازې کې ناست دی، تیار کړه. لکه څنګه چې تا وړاندیز وکړ هماغسې وکړه، پام کوه چې کوم شی دې هېر نه شي.»
11نو بیا هامان چپنه او اس تیار کړل. مردخای ته یې چپنه واغوستله، هغه یې په اس باندې سپور کړ، د ښار په چوک کې یې وګرځاوه او د هغه په مخکې یې چیغې وهلې: «ګورئ، د هغه سړي سره چې پاچا غواړي هغه ته عزت ورکړي داسې عمل کیږي!»
12وروسته بیا مردخای بېرته د ماڼۍ دروازې ته راستون شو. خو هامان په داسې حال کې چې ډېر غمجن ؤ او د شرم نه یې خپل مخ پټ کړی ؤ، په بیړه خپل کور ته لاړ.
13هرڅه چې ورباندې پېښ شوي وو هغه یې خپلې ښځې زرش او خپلو ملګرو ته بیان کړل. د هغه ښځې زرش او د هغه ماهرو مشاورانو هغه ته وویل: «ته د مردخای په وړاندې کمزوری کېږې. هغه یهودي دی، په هغه باندې بریالی کېدای نه شې. هغه به په رښتیا تاته ماتې درکړي.»
14په داسې حال کې چې هغوی لا خبرې کولې د ماڼۍ خصیان راورسېدل چې هامان په بیړه هغې مېلمستیا ته بوځي چې استر تیاره کړې وه.